• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پنجاب حکومت د افغان کډوالو په تړاو د معلوماتو ورکوونکو ته نغدي جایزه ټاکلې

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۸ GMT+۰

د پاکستان د پنجاب ایالت د اطلاعاتو وزیرې عظمیٰ بخاري اعلان کړی چې په پنجاب کې د ناقانونه مېشتو افغانانو او نورو بهرنیو وګړو په اړه معلوماتو ورکوونکو ته به نغدي انعام ورکول کېږي.

د پاکستاني رسنۍ جیو نیوز د راپور له مخې بخاري ویلي چې په ټول پنجاب کې د ناقانونه مېشتو افغانانو او بهرنیو وګړو د نیولو او بېرته ستنولو لپاره پراخ عملیات روان دي او حکومت هڅه کوي چې د کډوالۍ له قانون څخه سرغړونه کوونکي کسان ډېر ژر له دې هېواده وباسي.

د هغې په وینا، هر هغه څوک چې د ناقانونه مېشتو افغانانو په اړه معلومات ورکړي، د حکومت له لوري به نغدي وستایل شي.

عظمیٰ بخاري زیاته کړې چې یوازې په تېرو درې اونیو کې يې ۶زره او ۲۲۰افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

څه موده وړاندې په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته یو پرانیستی لیک استولی و او غوښتنه یې ترې کړې وه، چې د دوی د نیونې او جبري ستنونې لړۍ ودروي.

د پنجاب حکومت دا اعلان په داسې حال کې کوي چې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د پېژندنې او ایستلو لړۍ لا هم روانه ده. په زرګونه افغان کډوال چې درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، له جبري اېستلو، اقتصادي کړاوونو او امنیتي فشارونو سره مخ دي. په دې کې د مدني ټولنې غړي، خبریالان، د پخواني حکومت کارکوونکي او د بشري حقونو فعالان شامل دي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو دارالافتا له پاکستان سره د شخړو د حل په تړاو په کندهار کې دوه ورځنۍ ناسته کړې

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۰ GMT+۰
•
عبدالله همیم
د طالبانو دارالافتا له پاکستان سره د شخړو د حل په تړاو په کندهار کې دوه ورځنۍ ناسته کړې
100%

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د مرکزي دارالافتا غړو د دوشنبې او سې شنبې په ورځ په کندهار کې مشورتي ناسته کړې او په دې ناسته کې یې له پاکستان سره د ستونزو د حل، د پاکستان د استفتا او «احتمالي فتوا» په اړه خبرې کړې دي.

سرچینو د چارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو مرکزي دارالافتاء د تیرې دوشنبې او سې شنبې په ورځ د کندهار په قول اردو کې له پاکستان سره د شخړې د حل او له شرعي اړخه د ټي ټي پي موضوع د څیړلو تړاو دوه ورځنۍ مشورتې ناسته کړې ده.

د پاکستاني طالبانو موضوع په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا اصلي محور ګڼل کیږي.

دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په یاده مشورتې ناسته کې له پاکستان سره د ستونزو او ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو، کډوالو، سوداګرۍ او نورو مسایلو په اړه مشورې شوې دي.

سرچینو زیاته کړه:« په پاکستان کې د جنګ په اړه د فتوا په اړه خبرې وشوې. په هغه صورت کې پاکستان ته فتوا ورکول ممکن دي، چې پاکستان استفتا وکړي او “اسلامي امارت” یې په رسمیت پېژندلی وي».

د سرچینوپه وینا، له احتمالي فتوا سره ځینې نور مسایل هم مشروط شوي دي: « له کډوالو سره باید په بشپړ ډول نرمښت وشي او پاکستان باید داسې تضمین ورکړي، چې د افغانستان د مېوو او صادارتو مخه باید ډب نه شي».

سرچینو ویلي، چې دار الافتاء تر مشورو وروسته لا هم د فتوا د ورکولو او یا نه ورکولو په اړه پرېکړه نه ده کړې. سرچینو دا ناسته مشورتي وبلله.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په یاده غونډه کې د ملا برادر په ګډون د کندهار، د علماوو شورا غړو، د جهادي مدرسې مفتیانو او د ملا هبت الله سلاکارانو هم ګډون کړی و.

د طالبانو ویاند د چارشنبې په ورځ د کندهار په قول اردو کې د مرکزي دار الافتاء ناسته د فقهي مجالسو د علماوو لپاره جوړ شوی سیمینار وباله او ویې ویل، چې په یاد سیمینار کې د طالبانو مشر ملا هبت الله هم ګډون کړی و.

حمدالله فطرت وویل، چې ملا هبت الله د یاد سیمینار ګډونوالو ته لازمې لارښوونې کړې دي.

د فطرت په وینا، ملا هبت الله یادې ناستې د وینا پرمهال په خپل منځ کې په همکارۍ، مخالفت نه کولو، د اختلافاتو حل، امر بالمعروف او نهی عن المنکر ټینګار کړی دی.

په کندهار کې د طالبانو د دارالافتاء ناسته داسې مهال کیږي، چې له ترکیې نه ددې ډلې راستون شوي مرکچي پلاوي په یوه خبري ناسته کې وویل، چې پاکستان له دوی نه په دغه هېواد کې د جګړې په تړاو د فتوا ورکولو غوښتنه کړې ده.

د سرچینو په وینا، طالبانو د کوربه هېوادونو په غوښتنه دا وړاندیز منلی، خو د فتوا ورکول یې د امیر پرځای، د خپلې مرکزي دارالافتا کار ګڼلی دی.

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي او ددې ډلې د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب د لړم پر ۲۱مه وویل، چې د پاکستان له استفتا وروسته به د شریعت په رڼا کې مشوره کیږي او بیا به فتوا جاري کیږي. هغه دا هم وویل، چې د فتوا د څرنګتیا په اړه هم څه نه شي ویل کېدای ځکه فتوا د شریعت په رڼا کې ورکول کیږي.

تر اوسه دا روښانه نه ده، چې پاکستان د طالبانو د استفتا غوښتنې ته مثبت ځواب ور کړی دی او که نه.

د پاکستان لپاره تر ټولو اندېښمنوونکې مساله د پاکستاني طالبانو غورځنګ دی، چې اسلام اباد یې پر طالبانو د ملاتړ تور لګوي، خو طالبان دا تورونه ردوي او دا د پاکستان کورنۍ مساله بولي.

ملګري ملتونه وايي د کونړ زلزله‌ځپلو سیمو د بیارغونې لپاره ۱۲۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۴ GMT+۰
ملګري ملتونه وايي د کونړ زلزله‌ځپلو سیمو د بیارغونې لپاره ۱۲۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده
100%

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د ختیزو ولایتونو د زلزله‌ځپلو سیمو د بیا رغونې لپاره نږدې ۱۲۹میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، خو نړیواله مرسته ورځ تر بلې کمېږي.

دا ګډه ارزونه چې د نړیوال بانک، اروپايي ټولنې او اسیایي پرمختیايي بانک په ګډون ترسره شوې، په کونړ، ننګرهار او لغمان کې د کورونو، ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو او اوبو سیستمونو د رغونې درې کلن پلان وړاندې کوي.

ارزونه ښيي چې په لسو ولسوالیو کې شاوخوا ۵۶زره کورنۍ اغېزمنې شوې، له ۶۲۰۰ډېر کورونه نړېدلي او ۲۲روغتیايي مرکزونه او ۸۰ښوونځي زیانمن شوي دي.

اوسني لګښتونه ۸۶میلیونه ډالره اټکل شوي، خو د بشپړې رغونې لپاره ۱۲۹میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

ملګري ملتونه وايي چې یادې زلزله‌ځپلې سیمې د وچکالۍ، اقتصادي ستونزو او د بېرته راستنېدونکو کډوالو له فشار سره مخ دي، او له اوږدمهاله پانګونې پرته خلک له اوسني وضعیت څخه نه شي راوتلای.

دغه اداره زیاتوي چې نږدې ۱۰زره کورنۍ لا هم بېړنۍ سرپناه ته اړتیا لري.

په ارزونه کې راغلي چې سږ کال یوه ستر مرستندوی هېواد نږدې ۹۰میلیونه ډالر کم کړي چې د ۴۰۰روغتیايي مرکزونو تړل کېدو لامل شوي.

همدارنګه، له ۲۰۲۱ کال وروسته له څلور میلیونو ډېر افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي، او که پر کډوالو د ستنولو اوسني فشارونه دوام وکړي، ښايي په ایران او پاکستان کې مېشت نور میلیونونه افغانان هم راستانه شي.

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د بیا رغونې د ځنډېدو په صورت کې به ټولنیزې ستونزې او د کډوالۍ نوې څپه زوروره شي، ځکه ډېری بېرته ستانه شوي خلک پوروړي دي او یا هم باثباته کار نه لري.

طالبان له هند نه د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د هوايي دهلیز په برخه کې همکاري غواړي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۲ GMT+۰
طالبان له هند نه د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د هوايي دهلیز په برخه کې همکاري غواړي
100%

د هند دبهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نوي ډیلي ته رسېدلی او دوی یې تود هرکلی کړی. نورالدین عزیزي به په دغه پنځه ورځني سفر کې له هندي چارواکو سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او هوايي دهلیز وغږیږي. هغه د ډیلي په نړیوال سوداګریز نندارتون کې هم ګډون کوي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د چارشنبې په ورځ هند ته د پنځو ورځو په سفر لاړ.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې عزیزي به په دغه سفر کې له هندي چارواکو او ددغه هېواد له سوداګرو سره پر دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو وغږیږي.

نوموړی ته په نوي ډيلي کې د هند د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان، افغانستان او ایران د برخې ګډ سکرتر انند پرکاش هرکلی ویلی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند له عزیزي سره د خپل انځور په خپرولو د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له نوموړي یې تود هرکلی کړی او دواړې خواوې به پر دوه اړخیزو سوداګریزو مسایلو وغږیږي.

دا د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته دویم جګپوړی طالب چارواکی دی، چې نوي ډیلي ته سفر کوي.

هندي رسنیو ددغه هېواد د چارواکو له قوله رپوټ ورکړی، چې نورالدین عزیزي به د هند د سوداګرۍ له وزیر، نورو حکومتي چارواکو او د هند له سوداګریزې ټولنې سره وګوري.

د هند نیوز ۱۸ چینل د هند د حکومتي سرچینو له قولي ویلي، چې عزیزي به د هند له حکومت څخه وغواړي چې د کابل او نوي ډيلي ترمنځ د سوداګرۍ لپاره د هوايي دهلېزد «بشپړ جوړولو» په برخه کې پراخه همکاری وکړي.

عزیزي به دغه راز د هند د سوداګرۍ له چارواکو سره خبرې اترې وکړي او ښايي د ډیلي په نړیوال سوداګریز نندارتون (IITF) کې هم برخه واخلي.

په ۲۰۲۰-۲۱ کلونو کې هند افغانستان ته نږدې ۸۲۶ میلیونه ډالره توکي صاد ر کړي وو، خو له افغانستان نه یې یوازې ۵۰۹ میلیونه ډالره واردات کړي وو، خو هند ته صادرات هر کال کم شوي دي، په ځانګړي ډول د هند او پاکستان له جګړې او د واګه لارې له تړل کېدو وروسته په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې په کال کې یوازې ۳۵۵میلیونه ډالره ښودل شوي دي.

د هند واردات نږدې ټول کرنیز محصولات دي، چې انګور، ممیز، انځر، زعفران، هوږه، اینجه، بادام، چارمغز، کاجو، انار، الوبالو، زردالو، پیاز او نور پکې شامل دي.

هندي صادرات ډېری په درملو، نساجیو، ماشینونو او الکترونیکي توکو پورې تړاو لري.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبالغني برادر په دې وروستیو کې له پاکستان نه د درملو پر واردولو بندیز لګولی او داسې اټکل دی، چې عزیزي به په دغه سفر کې له هند نه د درملو پر وارداتو هم له هندي چارواکو سره وغږیږي.

طالبانو ویلي، چې له پاکستان سره د ټرانزیټ سوداګرۍ له بندېدو وروسته، دوی اوس نورې متبادلې لارې ګوري، چې ایران، د منځنۍ اسیا هېوادونه او هند، په ځانګړې توګه چابهار بندر پکې شامل دي.

د طالبانو رییس الوزرا وايي د پانګونې په جذب سره خلک له بهرني احتیاجه ژغوري

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۶ GMT+۰
د طالبانو رییس الوزرا وايي د پانګونې په جذب سره خلک له بهرني احتیاجه ژغوري
100%

د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د پانګونې د جذب سیمینار ته په خپل پیغام کې ویلي، چې د پانګې او‌پانګونې په جذب سره به په افغانستان کې اقتصادي تحرک رامنځته کړي او خلک به د نورو له احتیاج څخه وژغوري.

ملا محمدحسن اخوند په کابل کې د پانګونې جذب سیمینار ته په خپل پیغام کې ویلي، چې طالبانو د پانګونې د جذب په موخه پانګوالو ته د امنیت، ویزو، د پیسو د انتقال او جواز اخېستلو ترڅنګ په نورو برخو کې غوره فرصتونه چمتو کړي دي.

ملاحسن په خپل پیغام کې غوښتنه کړې، چې « د افغان پانګولو ترڅنګ دې، بهرنیو پانګوالو ته د انرژۍ، کرنې، مالدارۍ، پرېښنا، کان کېندنې، سړک جوړولو او نورو برخو کې امکانات برابر شي».

دغه طالب لوړپوړي چارواکي د افغانستان په اقتصادي ثبات کې د خصوصي سکټور رول مهم بللی دی.

ټرمپ وايي په افغانستان کې د امریکا پوځي تجهیزات په «احمقانه» ډول له لاسه ووتل

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۰ GMT+۰
ټرمپ وايي په افغانستان کې د امریکا پوځي تجهیزات په «احمقانه» ډول له لاسه ووتل
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د لیدنې پر مهال وویل، چې متحده ایالاتو د خپلو مشرانو د «ناسمو پرېکړو» له امله د پوځ یوه برخه تجهیزات په «احمقانه ډول» په افغانستان کې له لاسه ورکړل.

ټرمپ وویل: «تاسې پوهېږئ، موږ د خپلې لومړۍ دورې پر مهال په ټریلیونونو ډالر ولګول او پوځ مو بیا ورغاوه، خو د همدې تجهیزاتو یوه برخه مو په افغانستان کې په احمقانه ډول بایلوده، ځکه زموږ هېواد ناپوهه خلکو اداره کاوه.»

ټرمپ تر دې وړاندې هم څو ځله له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر بیړنیو وتلو او د بگرام پوځي اډې پرېښودلو نیوکې کړې دي. نوموړي مخکې ویلي و چې هغه به په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې شوي نظامي وسایل له طالبانو بېرته ترلاسه کول غواړي.

هغه طالبان وګواښل چې که بګرام اډه ور نه کړي، چې ډېرې بدې پېښې به وشي.

نوموړي د روان کال د سنبلې په میاشت کې ویلي وو چې د ولسمشر بایدن ادارې پوځي وسایل طالبانو ته پرېښودل او طالبان هر کال له همدې وسلو سره پوځي رژه کوي چې دا کار ورته د منلو وړ نه دی.

طالب چارواکو که څه هم د ټرمپ د اوسنیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې د ټرمپ څرګندونې ردې کړې وې او ویلي یې وو چې په افغانستان کې پاتې تجهیزات دوی د «غنیمت» په توګه ترلاسه کړي او هېڅ ډول امتیاز یا وسیله بېرته نه سپاري.

څه موده وړاندې د امريکا دفاع وزارت وویل، چې په افغانستان کې ترې پاتې شوي امريکايي وسايل شاوخوا ۷ میليارده ډالر ارزښت لري چې پوځي زغروال ټانکونه، پرمختللې وسلې، د بایومټریک وسایل او نور ټکنالوژيکي وسايل پکې شامل دي.

د ۲۰۰۲ کال له جون میاشتې نه تر ۲۰۲۰ کال پورې امريکا ۸۸،۶ میليارده ډالر د افغانستان د امنيتي ځواکونو ملاتړ صندوق له لارې د افغان پوځ د تجهيز، اکمال او روزنې لپاره لګولي وو.

هممهاله پاکستان هم څو ځله اندېښنه څرګنده کړې، چې په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلې د دوی امنيت ته جدي ګواښ دی، خو د ټرمپ ادارې او امریکايي چارواکو پر دې اندېښنو هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.