په سیستان او بلوچستان کې په یوې ټرافیکي پېښه کې نهه افغانان مړه شوي دي

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې په سیستان او بلوچستان کې په یوې ټرافیکي پېښه کې نهه افغانان مړه شوي دي. د سیستان او بلوچستان د ټرافیکو مشر مهدي خمر ویلي، پرون ماښام د سراوان-خاش سړک په اوږدو کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله نهه بې‌اسناده افغانان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا؛ د یادې پېښې ۷ ټپیان د خاش امام خمیني روغتون ته لېږدول شوي دي.