وسلهوالو په سویلي وزیرستان کې ۹ کاریګر تښتولي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې ناپېژانده وسلهوالو د خیبر پښتونخوا د سویلي وزیرستان په مکین سیمه کې ۹ کاریګر تښتولي دي. له دې ډلې یو کارګر په تېښته بریالی شوی؛ خو د پاتې نورو لپاره د پلټنې عملیات روان دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې ناپېژانده وسلهوالو د خیبر پښتونخوا د سویلي وزیرستان په مکین سیمه کې ۹ کاریګر تښتولي دي. له دې ډلې یو کارګر په تېښته بریالی شوی؛ خو د پاتې نورو لپاره د پلټنې عملیات روان دي.
د پاکستان خراسان ډایري ورځپاڼې کاږلي، دغه کارګر هغه مهال تښتول شوي چې په مکین سیمه کې د یوې پوستې د جوړولو په چارو بوخت وو.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې ددغه هېواد امنیتي ځواکونو په خیبر پښتونخوا کې په دوو جلا عملیاتو کې ۱۵ جنګیالي وژلي دي. دغه عملیات د دېره اسماعیل خان په کلاچي او د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمو کې شوي. پاکستاني طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر نن سې شنبه ورځ، د لړم ۲۷مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد عملیات په تېرو دوو ورځو کې شوي دي.
دوی زیاتوي، چې د بنو کلاچي سیمه کې د عملیاتو پرمهال لس تنه او د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمه کې د عملیاتو پرمهال ۵ ته وسله وال وژل شوي دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوي دي.
د پاکستان پوځ په اعلامیه کې د وژل شو وسله والو د هویت په اړه څه نه دي ویلي او نه هم پاکستاني طالبانو او نورو مخالفو وسله والو ډلو په دې اړه تراوسه څه ویلي دي.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمودخان اڅکزی وايي، چې که نړیوال ټي ټي پي او بلوڅانو ته ټانک او هلیکوپټر ضد وسلې ورکړي، څوک به له کورونو ونه وتلای شي. اڅکزی وايي، بلوڅ دي، که پښتون او ټي ټي پي، دا ټول پاکستان جوړ کړي وو او باید خبرې ورسره وشي.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمودخان اڅکزي پر خپل اېکس لیکلي، چې که بلوڅ [جنګیالي] دي او که پښتانه [جنګیالي] او ټي ټي پي، دا ټول پاکستان جوړ کړي وو او له دوی سره باید خبرې اترې وشي.
اڅکزی وايي، « وویریږئ چې که د نړۍ هېوادونو دغو خلکو ته د ټانک ضد او د چورلکو ضد وسلې ور کړې، نو تاسې به له کورونو هم ونه وتلای شئ».
اڅکزی وايي، دا سیمه له خطر سره مخ ده، ځکه دده په وینا، په دې سیمه کې شتمنۍ شته او د دې شتمنیو د ترلاسه کولو لپاره د نړۍ ستر ځواکونه غواړي «موږ په جګړه کې سره ښکېل کړي، لکه څنګه چې یې په افریقا کې وکړل».
نوموړی وايي، « د افریقا خلک د لوږې له امله مړه کېدل، خو هغوی یې لوټول».
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد ځواکونو د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د خېبر پښتونخوا په تېراه دره کې د «ټيټيپي» ۵ غړي وژلي دي. دغه عملیات د یکشنبې په ورځ د (لړم ۲۵مه) د یادې درې په میريخېلو سیمه کې شوي دي.
راپور کې راغلي، چې وژل شويو کسانو د پاکستاني طالبانو غورځنګ د یوه سیمهییز قوماندان ابو ذر په مشرۍ فعالیتونه کول او دوه تنه پهکې افغانان دي. راپور زیاتوي، د ټيټيپي دغه وژل شوي افغان جنګیالي «احسان بدري، صبایب لیزري» نومېږي. همدا راز زیاته شوې، چې د دغه دواړو وسلهوالو مړي ننګرهار ته لېږدول شوي او د جنازو مراسم یې هلته ترسره شوي دي.
یاد عملیات داسې مهال کېږي، چې اسلاماباد پر کابل واکمن طالبان تورنوي چې د «ټيټيپي» جنګیالیو ته یې خپله خاور کې ځای ورکړی او له هماغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي. افغان طالبان بیا دغه ادعاوې ردوي او پاکستان کې روانه نا امنۍ د یاد هېواد داخلي کمزوري بولي.
د «ټيټيپي» پر سر د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې هم سختې کړکېچنې شوې او پر یو بل یې ډیورنډ کرښه کې دروازې هم د هر ډول سوداګرۍ او تګ راتګ پرمخ تړلې دي. دواړه لوریو څو اونۍ وړاندې په قطر او ترکیې کې تر جګړو وروسته اوربند هم وکړ؛ خو د مسایلو په تړاو یې ترمنځ درې پړاوه مذاکرات په پرلهپسې توګه ناکام شول.
دواړه لوریو یو بل تورن کړي، چې د مسایلو حل ته غاړه نه ږدي او د خبرو په ګډوډیو یې یو بل تورن کړي دي.
د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې (اېفایاې) په پېښور کې پنځه افغان وګړي د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو او اسنادو ترلاسه کولو په تور نیولي دي. د چارواکو په وینا؛ دغه کسانو غوښتل، چې په جعلي اسنادو د سعودي عربستان کاري ویزې ترلاسه کړي.
د اېفایاې ادارې د ویاند په وینا؛ د انساني قاچاقو ضد ځانګړو کارکوونکو د پېښور په ډبګرۍ سیمه کې د یو لړ عملیاتو پر مهال پنځه تنه هغه افغانان نیولي، چې په ناقانونه توګه یې پاکستاني اسناد ترلاسه کړي وو.
نیول شویو کسانو کې علي خان، اجمل، قاسم، احمد او حمزه شامل دي. د فډرالي پلټنو ادارې د معلوماتو له مخې؛ دغه کسان په ناقانونه ډول پاکستان ته داخل شوي وو او وروسته یې له ناقانونه لارې د پاکستان پېژندپاڼې او پاسپورټونه ترلاسه کړي وو.
چارواکي زیاتوي، چې له دغه کسانو څخه د افغانستان اسنادو ترڅنګ جعلي پاکستاني شناختي کارټونه هم ترلاسه شوي دي. د لومړنیو څېړنو پر بنسټ؛ نیول شویو کسانو اعتراف کړی، چې دوی غوښتل د همدغه پاکستاني اسنادو پر مټ د سعودي عربستان کاري ویزې تر لاسه کړي.
چارواکو ویلي، چې د یادو کسانو قضیه ثبت شوې او اوس ترې رسمي څېړنې روانې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي چې د پاکستان پوځ په اورکزو ډبوري سیمه کې راکټي برید کې یو بېګناه کس وژلی دی. منظور احمد پشتین وویل:«د پښتنو وینې تویول اوس د پاکستان د نشې په شان عادت جوړ شوی چې یو ساعت هم ترې نه کراریږي».
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین نن ړ یکشنبې په ورځ، د لړم ۲۵مه پر خپل فیسبوک د پوښتنې په ډول لیکلي، چې د «جلندري سرود» یوازې په ناستې اورېدو باندې چې میډیا او سیاستمدارانو څومره غوسه ښکاره کړه، ایا دوی جرئت لري چې د یو پښتون په داسې بېرحمانه وژلو هم هغه ډول غوسه، خپګان، بیانونه او کورېج وکړي؟
پشتین همدراز وویل:«د دوی لپاره د اتیا زره تشلاس بېګناه پښتنو وژنه "په سخت ظلم، جبر، بېرحمۍ او بېوسۍ " هېڅ اهمیت نه لري، خو د یو پنجابي شاعر د ترانې درې بیتونه ورته تر دې ډېر زیات مهم دي.»
منظور پشتین وايي، چې اورکزیو د پیښې پرخلاف د ځايي خلکو او ولسونو سره تر دولتي ودانیو پورې تګ د عمل ملګری دی.
پشتین غوښتنه کړې، چې پښتانه باید غلي پاتې نه شي او د دې ظلم پر خلاف د خپل مظلوم ملت ترڅنګ ودریږي.
نوموړی زیاتوي:«که نور څه نه وي، نو لږ تر لږه د سوشل میډیا له لارې د دې وحشي پېښو پر ضد غږ ضرور پورته کړئ؛ ترڅو د پښتنو په وحشت سره تویې شوې بېګناه وینې په تورو تیارو کې ورکې نه شي.»
منظور پشتین له پښتنو غوښتنه کړې، چې د دې پېښو پر ضد لیکل وکړي.