• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حامد کرزي یو ځل بیا د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنځیو د دروازو پرانېستلو غوښتنه وکړه

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۴ GMT+۰

پخواني ولسمشر حامد کرزي د نومبر ۲۰مې د ماشومانو نړۍوالې ورځې په مناسبت یوې اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د هېواد د ماشومانو وضعیت ته باید جدي پاملرنه وشي. هغه ویلي، چې په ټول هېواد کې باید د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې بېرته پرانېستل شي.

پنج‌شنبه د (لړم ۲۸مه) کرزي ويلي، ماشومان د ټولنې د راتلونکي جوړوونکي دي او له ټولو ډېرې پاملرنې او رزونې ته اړتیا لري. هغه زیاته کړې، ماشومان هغه مهال روښانه راتلونکی لرلای او د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې ونډه اخیستلای شي چې د ننني عصر له مخې د زده‌کړو حق، د پوهې تر لاسه کولو زمینه او اړین مهارتونه ورسره وي.
پخواني ولسمشر ټینګار کړی، چې زده‌کړه د هر ماشوم بنسټيز حق دی او د ټولنې لپاره یوه ژوندۍ اړتیا ګڼل کېږي. د هغه په باور؛ د افغانستان پرمختګ او سوکالي هغه وخت شونې ده، چې د نن ورځې ماشومان د سبا لپاره د مسلکي او روزل شویو بشري ځواکونو په توګه وروزل شي.
د کرزي د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي: «له همدې امله اړینه ده، چې د هېواد د ټولو اولادونو، نجونو او هلکانو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې هر څه ژر خلاصې شي؛ څو په عامه توګه د زده‌کړو د برابرېدو له لارې د هېواد د پرمختګ او غوړېدنې لاره هواره شي».
د افغانستان پخواني ولسمشر تر دې دمخه هم څو، څو ځله له طالبانو غوښتي و، چې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو زده‌کړې بېرته پیل کړي. د هغه یوه لور ملالې کرزۍ هم څو میاشتې وړاندې په کابل کې شپږم ټولګی بشپړ کړ او اوس په کور دننه د طالبانو د بندیز له مخې په ښوونځي کې تر دې پورته د زده‌کړو حق نه‌لري.
طالبانو د خپل دویم ځلې واکمنۍ له پیل راهیسې هم د لومړۍ دورې په څېر د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار سخت بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي. دغه ډله د همدې سختدریځه تګلارو له کبله په نړۍواله کچه سخته منزوي شوې او پرې سخت فشارونه هم راول شوي؛ خو د نجونو د زده‌کړو په تړاو د ملاهبت الله په افراطي دریځ کې لا څه بدلون نه‌دی راغلی.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۳

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۵
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان او عراق له زندانونو تر ۵۰۰ زیات افغانان خوشې شول

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۱ GMT+۰
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۵۶۵ افغان کډوال چې د عراق او پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ له دې ډلې ۵۱۷ کسان چې د پاکستان په زندانونو کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې بندیان وو، د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، ۴۸ نور کسان چې د عراق په زندانونو کې له ۶ تر ۹ میاشتو پورې بندیان وو؛ د نیمروز له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي.

تازه د پنجاب پولیسو خبر ورکړی، چې د راولپنډۍ په بېلابېلو سیمو کې یې د یو لړ عملیاتو پرمهال ۳۸ بې‌اسناده افغان کډوال نیولي دي.

پاکستاني پولیسو په راولپنډۍ کې ۳۸ افغانان نیولي دي

۲۹ لړم ۱۴۰۴ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۳ GMT+۰
100%

د پنجاب پولیسو خبر ورکړی، چې د راولپنډۍ په بېلابېلو سیمو کې د بې‌اسناده افغان کډوالو پر ضد د پلټنې عملیات دوام لري. د دوی له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه عملیاتو په لړ کې ۳۸ بې‌اسناده افغان کډوال نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دغه عملیات په پیرودهای، ګنجمنډي، وارث خان، باني، نیو ټاون، صادق اباد، رته امرال، صدروا، نصیر اباد، کېنټ، مورګاه، راوت، چونترا، جاټلي، ماندارا، ګوجر خان، دمیال او نورو سیمو کې ترسره شوي دي. د پلټنې یاد عملیات په ۱۲۷۱ کورونو، ۶۴۲ هټیو او ۶۳ هوټلونو کې شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د کور په کور پلټنو پرمهال یې بې‌اسناده افغان کډوالو ته په کرایه د کور ورکولو په تور هم ځینې قضیې ثبت کړې دي.

د پنجاب پولیسو تېره ورځ هم د یو لړ عملیاتو پرمهال د ۴۳ بې‌اسناده افغان کډوالو د نیول کېدو خبر ورکړی و.

بېکدلي: ایران ژمن دی چې د چابهار بندر له لارې د افغانستان وچې مېوې نړۍوال بازار ته ورسوي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۳ GMT+۰
100%

په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي ویلي، هېواد یې ژمن دی چې د چابهار بندر له لارې د افغانستان وچې مېوې نړۍوالو بازارونو ته ورسوي. تازه د چابهار بندر له لارې د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو ټولنې او ایراني شرکت ترمنځ د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یو تړون هم لاسلیک شو.

په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) ویلي، د ایران چابهار بندر د افغانستان د صادراتو لپاره اسانه لار ده.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون د نوموړي له قوله ویلي: «ایران ژمن دی، چې د چابهار بندر له لارې د افغانستان وچې مېوې تر نړۍوالو مارکېټونو ورسوي.»

بېکدلي د ایراني او افغان شرکتونو ترمنځ د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تازه تړون هم یو مهم اقدام یاد کړی.

په همدې ورځ د ایران د چابهار بندر له لارې د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو اړوند د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو ټولنې او یوه ایراني شرکت ترمنځ د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک شو.

د همدې تړون له مخې به د افغانستان د وچې مېوې ۳۰ زره کانټینرونه د هند او چین مارکېټونو ته صادر شي.

د تړون تر لاسلیک وروسته دواړو ټولنو دا اقدام د کابل او تهران د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د چابهار بندر له لارې د افغانستان د وچو مېوو د صادراتو لپاره ښه فرصت ګڼلی.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر وروستۍ ترینګلتیا وروسته طالب مشرانو له افغان سوداګرو غوښتي، چې له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې بندې او دوی ورته بدیلي لارې ولټوي.

نن د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي نوي ډیلي ته رسېدلی او ویل کېږي، چې عزیزي به په دغه پنځه ورځني سفر کې له هندي چارواکو سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او هوايي دهلېز خبرې وکړي.

طالبانو په کاپیسا، پکتیا او پروان کې د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان په دُرو وهلي دي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۰ GMT+۰
100%

طالبانو په کاپیسا، پکتیا او پروان ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون پنځه کسان د «غلا، اخلاقي فساد او نامشروع اړیکو» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. طالبانو دغو کسانو ته له یوه تر دوو کلونو پورې د تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) په بېلابېلو خبرپاڼو کې اعلان کړی، چې له یاد شمېر کسانو څخه یې په کاپیسا ولایت کې یو کس د «غلا» په تور په ۳۹ دُرو وهلو او دوه کلن بند محکوم کړی دی.

دغې ادارې ویلي، چې په پکتیا کې یې یوې ښځې ته د «اخلاقي فساد» په تور د یو کال بند او ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده.

د طالبانو د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، په همدې ورځ یې په پروان ولایت کې یوې ښځې او دوو نارینه‌وو ته د «نامشروع اړیکو» په تور هر یوه ته ۱۸ میاشتې بند او ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سلګونه کسان د بېلابېلو تورونو له امله په عام محضر کې په دُرو وهلي دي او په دې وروستیو کې بیا د طالبانو له لوري خلکو ته د بدنې سزاوو پېښې هم زياتې شوې دي.

دغې ډلې تېره ورځ هم په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان د بېلابېلو تورونو په تړاو په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

طالبان: په کندهار کې غاصبین او زورواکي د غصب د مخنیوي کمېسیون پر هڅو فشار زیاتوي

۲۸ لړم ۱۴۰۴ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۹ GMT+۰
100%

په کندهار کې د طالبانو د غصب د مخنیوي کمېسیون غړي وايي، یو شمېر غاصبین او زورواکي هڅه کوي، چې د دوی د کارونو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي او فشار زیات کړي. د دغه کمېسیون غړي وايي، چې یوازې د هبت‌الله فرمان عملي کوي او د هېڅ فشار پروا نه لري.

د یاد کمېسیون غړو دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په کندهار کې طالبانو د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) ویلي، چې په دامان ولسوالۍ کې یې ۱۹ زره او ۵۰۰ جریبه امارتي ځکمه له غصب څخه خلاصه کړې.

له غصب څخه د مخنیوي پلاوي غړي عبدالمتین سعید ویلي، خلاصه شوې ځمکه باید د هبت‌الله له لوري د ملي ګټو او عامه خدمتونو لپاره وکارول شي.

د نوموړي په خبره، د غصب شویو ځمکو د خلاصولو لړۍ پیل شوې او د کندهار په صنعتي پارک کې به هم غصب شوې ځمکه ژر خلاصه کړي.

د سعید په خبره، یو شمېر زورواکي او غاصبین هڅه کوي تاثیرات او فشارونه زیات کړي، خو دوی یې پروا نه ساتي.

هغه زیاته کړې: «غاصبین او زورواکي هڅه کوي چې فشارونه او اغېزې واچوي، خو موږ دا په پام کې نه نیسو. د خپل مشر د فرمانونو مطابق کار ته دوام ورکوو او د غصب مخنیوی کوو.»

دغه کمېسیون ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې په دامان ولسوالۍ کې ۱۸ زره جریبه نوره ځمکه هم له غصب څخه خلاصه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د عدلیې وزارت تر دې وړاندې ویلي و چې تراوسه د هېواد په کچه له غاصبینو شاوخوا څلور مېلیونه جریبه دولتي ځمکه بېرته اخیستل شوې او د نورو زرګونو جریبو ځمکو د بېرته راګرځولو قضیې لا هم تر څېړنې او تعقیب لاندې دي.

دغه وزارت په وار-وار ټينګار کړی، چې د ځمکو د بېرته ترلاسه کولو بهیر د روڼتیا او د دوی د قانون پر بنسټ روان دی او د ملکیتونو د تثبیت دا هڅې به د عامه شتمنیو د ساتنې او د دغه ډلې د قانون حاکمیت د پیاوړتیا لامل وګرځي.