طالبان وايي چې له پاکستان نه یې افغانستان ته د وسلو د قاچاق مخه نیولې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې یې له پاکستان نه افغانستان ته د وسلو د قاچاق مخه نیولې ده. د طالبانو په وینا، په نیول شویو وسلو کې ۳۴ میله تومانچې، څلور میله اېم فور، یو میل کرنکوف او نورې وسلې شاملې دي.




