• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا او اوکراین د سولې پر پلان د خپلمنځي اختلاف کمولو هوکړه کړې

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۵ GMT+۰

د امريکا او اوکراين چارواکو د دوشنبې په ورځ هڅه وکړه چې د جګړې ختمولو پر پلان د دواړو لوریو تر منځ موجود اختلافات راکم کړي. واشنګټن او کییف په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې دوی د یکشنبې د ورځي د جنیوا له مذاکراتو وروسته د سولې پلان یوه ایډیټ شوې مسوده نهايي کړې ده.

که څه هم د خبرو جزئیات نه دي افشا شوي، خو دغو خبرو ته د اوکراین ځینو متحدینو په احتیاط هرکلی ویلی.

ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې اوکرایني پلاوی به د دوشنبې په ورځ بېرته هېواد ته ستانه شي.

امریکا تېره اونۍ په ناڅاپي ډول کییف او اروپايي هېوادونه د خپلې ۲۸ مادیزې سولې طرحې سره مخ کړل او اوکراین ته یې د پنجشنبې تر ورځې وخته ورکړ چې د جګړې د ختمېدو لپاره چوکاټ ومني.

د دې طرحې له مخې به اوکراین اړ وځي چې نوره خاوره هم له لاسه ور کړي، خپل پوځ محدود کړي او هېڅکله د ناټو د غړیتوب هڅه ونه کړي، خو اوکراین دا د تسلیمۍ په معنا بللي.

مسکو، چې د امریکا لومړنۍ طرحه یې د سولې د احتمالي بنسټ په توګه ستایلې وه، د اروپا طرحه رد کړې.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

•
•
•

نور کیسې

اروپا د امریکا د سولې د طرحې پروړاندې بله طرحه وړاندې کړې

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۶ GMT+۰
اروپا د امریکا د سولې د طرحې پروړاندې بله طرحه وړاندې کړې
100%

د رویټرز د راپور له مخې، درېیو اروپایي قدرتونو چې د E3 په نوم یادېږي او پکې برېتانیا، جرمني او فرانسه شامل دي، د اوکراین د سولې د ۲۸ مادو پر طرحې امریکا ته یو متقابل وړاندیز ورکړی.

رویټرز لیکلي، چې نن یکشنبه د لیندۍ پر ۲مه یې دغه سند لیدلی. دغې طرحې د امریکا له خوا د وړاندیز شويو محدودیتونو هغه برخه چې د اوکراین پوځي ځواکونو شمېر دې کم شي بدل کړی او د کییف د ځمکنیو امتیازونو پورې اړوندې برخې یې لرې کړې دي.

دغه سند چې د جینوا د خبرو اترو لپاره چمتو شوی وړاندیز کوي، چې د سولې پر مهال دې د اوکراین پوځي ځواکونه ۸۰۰ زرو پورې محدود شي، نه ۶۰۰زره چې امریکا وړاندیز کړی.

د امریکا په طرحه کې د کریمیا، ډونیټسک او لوهانسک سیمو بشپړتیا په څرګنده توګه په رسمیت پېژندل شوې وه، خو په نوي اروپايي وړاندیز کې د روسیې د کنټرول په رسمیت پېژندلو پورې اړوندې ټولې مادې لرې شوې دي.

په اروپایي طرحه کې د هر ډول ځمکنیو تبادلو له ټاکل کېدو مخکې د اوربند غوښتنه شوې او دا په ګوته شوې، چې اوسنۍ لومړۍ کرښه باید د راتلونکو خبرو اترو اساس وي.

اروپایانو د امریکایي طرحې پر خلاف په اوکراین کې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د ۱۰۰ ورځو ضرب الاجل لرې کړی او پرځای یې لیکلي، چې ټاکنې باید "د سولې تړون له لاسلیک وروسته ژر تر ژره" ترسره شي.

کاناډا او هند د نوې سوداګریزې هوکړې خبرې بیا پیلوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۲ GMT+۰
کاناډا او هند د نوې سوداګریزې هوکړې خبرې بیا پیلوي
100%

د هند حکومت ویلي، چې له کاناډا سره یې هوکړه کړې ترڅو د نوې سوداګریزې هوکړې خبرې بیا پیل کړي. دا خبرې له دوو کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ له ډېپلوماټیکو شخړو وروسته ځنډیدلې وې.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د یکشنبې په ورځ د سوېلي افریقا په جوهانسبورګ کې د جي-۲۰سرمشریزې څنډه کې د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره کتلي.

د هند دلومړي وزیر د دفتر په وینا: «دواړو مشرانو د لوړې کچې ټولګډونه اقتصادي مشارکت تړون(CEPA) پر مذاکراتو د پیل موافقه وکړه، چې موخه یې تر ۲۰۳۰کال پورې دوه اړخیز تجارت ۵۰میلیارده ډالرو ته رسوي.»

مارک کارني پر اېکس‌پاڼه لیکلي: «ما او نرېندرا مودي نن په جي-۲۰ سرمشریزه کې سره ولیدل او د سوداګرۍ د هوکړې خبرې مو پیل کړې چې له مخې یې زموږ دوه اړخیز تجارت تر ۷۰میلیارده کاناډايي ډالرو زیاتېدلی شي. هند د نړۍ پنځم لوی اقتصاد دی، چې دا زموږ د کاناډايي کارګرانو او سوداګرو لپاره ستر فرصتونه برابرولای شي.»

هغه زیاته کړه، چې دواړو هېوادونو د سولر انرژۍ او اټومي ملکي انرژۍ په برخه کې د اوږدمهاله همکارۍ هوکړه هم کړې او د یورانیمو د اوږدمهاله قراردادونو په اړه خبرې روانې دي.

دغه پرمختګ څرګندوي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې د ښه کېدو په لور روانې دي، په داسې حال کې چې کارني هڅه کوي، د کاناډا سوداګریزې اړیکې د امریکا څخه هاخوا پراخې کړي کوم چې د کاناډا تر ټولو لوی سوداګریز شریک دی.

کاناډا په ۲۰۲۳کال کې د پراخې سوداګریزې هوکړې خبرې وروسته له هغې ودرولې، چې د کاناډا حکومت د هند حکومت د یوه کاناډايي سیک بېلتون‌پال د وژنې په قضیه کې په لاس لرلو تورن کړ، خو د هند حکومت دا تور رد کړی دی.

زېلېنسکي به د سولې د طرحې په اړه له ټرمپ سره د مستقیمو خبرو لپاره واشنګټن ته سفر وکړي

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۱ GMT+۰
زېلېنسکي به د سولې د طرحې په اړه له ټرمپ سره د مستقیمو خبرو لپاره واشنګټن ته سفر وکړي
100%

رویټرز د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ دویمه) د دوو باخبره سرچینو له قوله لیکلي، چې امریکایي او اوکرایني چارواکي امریکا ته د زېلېنسکي د احتمالي سفر په اړه په خبرو بوخت دي او ښایي ولادیمیر زېلېنسکي روانه اوونۍ واشنګټن ته سفر وکړي.

سرچینو ویلي، چې د دې لیدنې موخه د زېلېنسکي او د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ترمنځ د «سولې طرحې» په اړه مستقیمې خبرې دي.

یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، اصلي موضوع دا ده چې ټرمپ او زېلېنسکي د امریکا د طرحې تر ټولو حساسو مسئلو په ځانګړي ډول د خاورې د موضوع په اړه به بحث وکړي.

د سرچینې په وینا، د دې سفر کره نېټه لا تر اوسه نه ده ټاکل شوې.

همداراز نن یکشنبه (د لیندۍ دویمه) ولادیمیر زېلېنسکي د ډونالډ ټرمپ له هغو هڅو مننه کړې، چې د کییف په ملاتړ یې ترسره کړې دي.

زېلېنسکي ویلي: «اوکراین د متحده ایالاتو، هر بل امریکایي او په ځانګړې توګه د ولسمشر ټرمپ څخه منندوی دی، د هغه له مرستې چې د جاولین توغندیو په وړاندې پیل شوې او د اوکرایني وګړو ژوند ژغوري.»

د زېلېنسکي دا څرګندونې وروسته له هغې خپرې شوې، چې ټرمپ ویلي وو اوکرایني مشران د امریکا له مرستو «هېڅ ډول مننه» نه کوي.

پاپ لیو په نایجریا کې د ۳۱۵ تښتول شویو زده کونکو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۵ GMT+۰
پاپ لیو په نایجریا کې د ۳۱۵ تښتول شویو زده کونکو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه
100%

رویټرز خبري اژانس د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲مه) راپور ورکړی، چې د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ لیو غوښتنه کړې، چې په نایجریا کې د نایجیر ایالت له کاتولیک ښوونځي تښتول شوي ۳۱۵ زده‌کوونکي او کارکوونکي چې د جمعې په ورځ د وسله‌والو له خوا وړل شوي، باید سمدستي خوشې شي.

د رویټرز د راپور له مخې، د نایجیریا د عیسويانو ټولنې اعلان کړی چې د یوې نوې سروې وروسته د تښتوونکو شمېر له ۲۲۷ څخه ۳۱۵ ته لوړ شوی دی.

100%


د وسله والو کسانو له خوا پر ښوونځي برید د تعلیمي مرکزونو د بریدونو د یوې نوې څپې یوه برخه ده، چې له امله یې د نایجریا په ناامنو سیمو کې ۴۷ ښوونځي تړل شوي دي.
رویټرز زیاتوي، چې پاپ لیو په سینټ پیټر میدان په یو لړ مراسمو کې په «ژورې خواشینۍ» سره د نایجریا او کامرون د یرغمل شویو د خلاصون لپاره د «سمدستي او اغېزمنو اقداماتو» غوښتنه وکړه او له خلکو یې وغوښتل، چې د ښوونځیو او کلیساګانو د خوندیتوب لپاره دعا وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې وسله والو د نایجریا په شمال لوېدیځ کې د نجونو پر یوه ښوونځي برید وکړ او د دغه ښوونځي زده کونکي او کارکوونکي یې له ځان سره یوړل.

د هند دفاع وزیر: سرحدونه بدلېدای شي او کېدای شي سند د هند برخه شي

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۶ GMT+۰
د هند دفاع وزیر: سرحدونه بدلېدای شي او کېدای شي سند د هند برخه شي
100%

د هند دفاع وزیر وايي، د پاکستان سند ایالت سره له دې، چې اوس د هند برخه نه دی، خو سرحدونه بدلېدای شي او کېدای شي سبا بېرته د هند برخه وګرځي. راجنات سینګ وايي، د تمدني اړیکو له مخې به سند هېڅکله د هند له لرغوني هویت څخه جلا نه وي.

د هند دفاع وزیر راجنات سینګ په نوي ډیلي کې د سندیانو د ټولنې په غونډه کې وویل، چې « که څه هم د سند خاوره د هند برخه نه ده، خو د تمدني اړیکو له مخې سند به هېڅکله د هند له لرغوني هویت څخه جلا نه وي او چې د خاورې خبره راشي، سرحدونه بدلېدلی شي او څوک پوهېږي، کېدای شي سبا سند بېرته هند ته راوګرځي».

سند ایالت پر ۱۹۴۷ کال د هند په وېش کې جلا شو او د پاکستان برخه وګرځېد.

هغه زیاته کړه: « زه غواړم دلته د لال کرشنا اډواني نوم هم یاد کړم. هغه په خپلو کتابونو کې لیکلي چې د هغه د نسل سندي هندوانو تر اوسه له هند څخه د سند جلا کېدل په زړه نه دي منلي».

نوموړي زیاته کړه، چې «نه یوازې په سند، بلکې د ټول هند په کچه هندوانو د سند سیند اوبه مقدسې بللې. د سند ډېرو مسلمانانو هم باور درلود چې د سند د سیند اوبه د مکې د زمزم له اوبو کمې سپېڅلې نه دي. دا د اډواني وینا ده».

هغه د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په اړه وویل، چې بېرته هند ته وسپارل شي.

له دې وړاندې د سند یوه جګپوړي وزیر شرجیل انعام میمن ویلي و، چې هیڅ داسې ځواک نشته، چې سند ووېشي.

د سند او کشمیر په اړه د هند د دفاع وزیر څرګندونې داسې مهال دي، چې پاکستان له افغانستان سره هم په ورته معضله کې دی، ځکه کابل خیبر پښتونخوا خپله تاریخي برخه ګڼي او افغان حکومتونه د ډیورنډ کرښې په اړه تړون په رسمیت نه پېژني.

پاکستان په رسمي ډول د هند ددفاع وزیر د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.