• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کاناډا او هند د نوې سوداګریزې هوکړې خبرې بیا پیلوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۲ GMT+۰

د هند حکومت ویلي، چې له کاناډا سره یې هوکړه کړې ترڅو د نوې سوداګریزې هوکړې خبرې بیا پیل کړي. دا خبرې له دوو کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ له ډېپلوماټیکو شخړو وروسته ځنډیدلې وې.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د یکشنبې په ورځ د سوېلي افریقا په جوهانسبورګ کې د جي-۲۰سرمشریزې څنډه کې د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره کتلي.

د هند دلومړي وزیر د دفتر په وینا: «دواړو مشرانو د لوړې کچې ټولګډونه اقتصادي مشارکت تړون(CEPA) پر مذاکراتو د پیل موافقه وکړه، چې موخه یې تر ۲۰۳۰کال پورې دوه اړخیز تجارت ۵۰میلیارده ډالرو ته رسوي.»

مارک کارني پر اېکس‌پاڼه لیکلي: «ما او نرېندرا مودي نن په جي-۲۰ سرمشریزه کې سره ولیدل او د سوداګرۍ د هوکړې خبرې مو پیل کړې چې له مخې یې زموږ دوه اړخیز تجارت تر ۷۰میلیارده کاناډايي ډالرو زیاتېدلی شي. هند د نړۍ پنځم لوی اقتصاد دی، چې دا زموږ د کاناډايي کارګرانو او سوداګرو لپاره ستر فرصتونه برابرولای شي.»

هغه زیاته کړه، چې دواړو هېوادونو د سولر انرژۍ او اټومي ملکي انرژۍ په برخه کې د اوږدمهاله همکارۍ هوکړه هم کړې او د یورانیمو د اوږدمهاله قراردادونو په اړه خبرې روانې دي.

دغه پرمختګ څرګندوي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې د ښه کېدو په لور روانې دي، په داسې حال کې چې کارني هڅه کوي، د کاناډا سوداګریزې اړیکې د امریکا څخه هاخوا پراخې کړي کوم چې د کاناډا تر ټولو لوی سوداګریز شریک دی.

کاناډا په ۲۰۲۳کال کې د پراخې سوداګریزې هوکړې خبرې وروسته له هغې ودرولې، چې د کاناډا حکومت د هند حکومت د یوه کاناډايي سیک بېلتون‌پال د وژنې په قضیه کې په لاس لرلو تورن کړ، خو د هند حکومت دا تور رد کړی دی.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

•
•
•

نور کیسې

زېلېنسکي به د سولې د طرحې په اړه له ټرمپ سره د مستقیمو خبرو لپاره واشنګټن ته سفر وکړي

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۱ GMT+۰
زېلېنسکي به د سولې د طرحې په اړه له ټرمپ سره د مستقیمو خبرو لپاره واشنګټن ته سفر وکړي
100%

رویټرز د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ دویمه) د دوو باخبره سرچینو له قوله لیکلي، چې امریکایي او اوکرایني چارواکي امریکا ته د زېلېنسکي د احتمالي سفر په اړه په خبرو بوخت دي او ښایي ولادیمیر زېلېنسکي روانه اوونۍ واشنګټن ته سفر وکړي.

سرچینو ویلي، چې د دې لیدنې موخه د زېلېنسکي او د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ترمنځ د «سولې طرحې» په اړه مستقیمې خبرې دي.

یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، اصلي موضوع دا ده چې ټرمپ او زېلېنسکي د امریکا د طرحې تر ټولو حساسو مسئلو په ځانګړي ډول د خاورې د موضوع په اړه به بحث وکړي.

د سرچینې په وینا، د دې سفر کره نېټه لا تر اوسه نه ده ټاکل شوې.

همداراز نن یکشنبه (د لیندۍ دویمه) ولادیمیر زېلېنسکي د ډونالډ ټرمپ له هغو هڅو مننه کړې، چې د کییف په ملاتړ یې ترسره کړې دي.

زېلېنسکي ویلي: «اوکراین د متحده ایالاتو، هر بل امریکایي او په ځانګړې توګه د ولسمشر ټرمپ څخه منندوی دی، د هغه له مرستې چې د جاولین توغندیو په وړاندې پیل شوې او د اوکرایني وګړو ژوند ژغوري.»

د زېلېنسکي دا څرګندونې وروسته له هغې خپرې شوې، چې ټرمپ ویلي وو اوکرایني مشران د امریکا له مرستو «هېڅ ډول مننه» نه کوي.

پاپ لیو په نایجریا کې د ۳۱۵ تښتول شویو زده کونکو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۵ GMT+۰
پاپ لیو په نایجریا کې د ۳۱۵ تښتول شویو زده کونکو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه
100%

رویټرز خبري اژانس د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲مه) راپور ورکړی، چې د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ لیو غوښتنه کړې، چې په نایجریا کې د نایجیر ایالت له کاتولیک ښوونځي تښتول شوي ۳۱۵ زده‌کوونکي او کارکوونکي چې د جمعې په ورځ د وسله‌والو له خوا وړل شوي، باید سمدستي خوشې شي.

د رویټرز د راپور له مخې، د نایجیریا د عیسويانو ټولنې اعلان کړی چې د یوې نوې سروې وروسته د تښتوونکو شمېر له ۲۲۷ څخه ۳۱۵ ته لوړ شوی دی.

100%


د وسله والو کسانو له خوا پر ښوونځي برید د تعلیمي مرکزونو د بریدونو د یوې نوې څپې یوه برخه ده، چې له امله یې د نایجریا په ناامنو سیمو کې ۴۷ ښوونځي تړل شوي دي.
رویټرز زیاتوي، چې پاپ لیو په سینټ پیټر میدان په یو لړ مراسمو کې په «ژورې خواشینۍ» سره د نایجریا او کامرون د یرغمل شویو د خلاصون لپاره د «سمدستي او اغېزمنو اقداماتو» غوښتنه وکړه او له خلکو یې وغوښتل، چې د ښوونځیو او کلیساګانو د خوندیتوب لپاره دعا وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې وسله والو د نایجریا په شمال لوېدیځ کې د نجونو پر یوه ښوونځي برید وکړ او د دغه ښوونځي زده کونکي او کارکوونکي یې له ځان سره یوړل.

د هند دفاع وزیر: سرحدونه بدلېدای شي او کېدای شي سند د هند برخه شي

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۶ GMT+۰
د هند دفاع وزیر: سرحدونه بدلېدای شي او کېدای شي سند د هند برخه شي
100%

د هند دفاع وزیر وايي، د پاکستان سند ایالت سره له دې، چې اوس د هند برخه نه دی، خو سرحدونه بدلېدای شي او کېدای شي سبا بېرته د هند برخه وګرځي. راجنات سینګ وايي، د تمدني اړیکو له مخې به سند هېڅکله د هند له لرغوني هویت څخه جلا نه وي.

د هند دفاع وزیر راجنات سینګ په نوي ډیلي کې د سندیانو د ټولنې په غونډه کې وویل، چې « که څه هم د سند خاوره د هند برخه نه ده، خو د تمدني اړیکو له مخې سند به هېڅکله د هند له لرغوني هویت څخه جلا نه وي او چې د خاورې خبره راشي، سرحدونه بدلېدلی شي او څوک پوهېږي، کېدای شي سبا سند بېرته هند ته راوګرځي».

سند ایالت پر ۱۹۴۷ کال د هند په وېش کې جلا شو او د پاکستان برخه وګرځېد.

هغه زیاته کړه: « زه غواړم دلته د لال کرشنا اډواني نوم هم یاد کړم. هغه په خپلو کتابونو کې لیکلي چې د هغه د نسل سندي هندوانو تر اوسه له هند څخه د سند جلا کېدل په زړه نه دي منلي».

نوموړي زیاته کړه، چې «نه یوازې په سند، بلکې د ټول هند په کچه هندوانو د سند سیند اوبه مقدسې بللې. د سند ډېرو مسلمانانو هم باور درلود چې د سند د سیند اوبه د مکې د زمزم له اوبو کمې سپېڅلې نه دي. دا د اډواني وینا ده».

هغه د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په اړه وویل، چې بېرته هند ته وسپارل شي.

له دې وړاندې د سند یوه جګپوړي وزیر شرجیل انعام میمن ویلي و، چې هیڅ داسې ځواک نشته، چې سند ووېشي.

د سند او کشمیر په اړه د هند د دفاع وزیر څرګندونې داسې مهال دي، چې پاکستان له افغانستان سره هم په ورته معضله کې دی، ځکه کابل خیبر پښتونخوا خپله تاریخي برخه ګڼي او افغان حکومتونه د ډیورنډ کرښې په اړه تړون په رسمیت نه پېژني.

پاکستان په رسمي ډول د هند ددفاع وزیر د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د حماس ډلې یو پلاوی د مصر پلازمېنې ته تللی

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۷ GMT+۰
د حماس ډلې یو پلاوی د مصر پلازمېنې ته تللی
100%

د فلسطین د وسله والې ډلې یو پلاوی د یکشنبې په ورځ قاهرې ته تللی چې د غزې جګړې له منځګړو سره وویني. د یادې ډلې یوه مسوول له نومښودنې پرته رویټرز ته ویلي چې پلاوی به د اسراییل له لوري د اوربند تړون د دوامدارو سرغړونو په اړه خبرې وکړي.

مصر، قطر او امریکا د حماس او اسراییل ترمنځ منځګړیتوب کوي او همدوی هغه اوربند خوندي کړ چې تېره میاشت پلیشوی و.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي چې د دغه هېواد پوځي ځواکونو د شنبې په ورځ د حماس پنځه لوړپوړي غړي وژلي دي. اسراییل تور لګولی چې ذد حماس یو جنګیالی ددوی تر کنټرول لاندې سیمو ته د برید لپاره استول شوی و.

د غزې روغتیايي چارواکو ویلي چې د شنبې په ورځ د اسراییل هوایي بریدونو لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي دي.

اسراییلي پوځ د یکشنبې په ورځ ویلي چې د حماس یو سیمه‌ییز قوماندان هم د شنبې د بریدونو په وژل شویو کسانو کې شامل دی.

ټرمپ: د اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره د امریکا د سولې طرحه وروستۍ نه ده

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۱ GMT+۰
ټرمپ: د اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره د امریکا د سولې طرحه وروستۍ نه ده
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې هغه د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې طرحه چې وړاندې کړې، «وروستۍ» نه ده.

ټرمپ د شنبې په ورځ د لیندۍ په لومړۍ نېټه خبریالانو ته وویل، چې که چیرې هغه د جو بایډن پر ځای د امریکا ولسمشر وای، نو د روسیې او اوکراین جګړه به هېڅکله نه وای رامنځته شوې.

ټرمپ همداراز ټینګار وکړ، چې دا جګړه باید «په هر ډول ممکنه لاره» پای ته ورسېږي.

کله چې یو خبریال ترې وپوښتل چې ایا د سولې اوسنۍ طرحه د واشنګټن وروستۍ وړاندیز دی؟ ټرمپ ځواب ورکړ: «نه.»

د امریکا طرحه چې د روسیې ځینې مهمې غوښتنې تاییدوي، د ډېرو اروپایي هېوادونو له نقد سره مخ شوې ده.

څو ساعته مخکې د اروپایي هېوادونو مشرانو په ګډ بیان کې ویلي، چې د سولې لپاره د امریکا ۲۸ماده ییزه طرحه «بنسټیز» سند دی، خو لا هم «نور غور او ارزونې» ته اړتیا لري.

ټرمپ د خپلو خبرو په دوام کې په دې اړه چې که د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي که دا طرحه د لیندۍ تر شپږمې نېټې ونه مني نو څه به پېښ شي؟ وویل: «هغه کولی شي د خپل ټول توان سره جګړې ته دوام ورکړي.»

د لړم په ۳۰مه نېټه د امریکا ولسمشر په ښکاره ډول له اوکراین څخه غوښتنه کړې وه، چې په یوه اوونۍ کې د هغه طرحه ومني؛ داسې طرحه چې له اوکراین څخه غواړي د خپلې خاورې یوه برخه پرېږدي، په خپل پوځ محدودیتونه ومني او د ناټو غړیتوب له برنامې لاس واخلي.

په هغه ګډه خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ (د لېندۍ لومړۍ نېټه) خپره شوې، ویل شوي چې اروپايي مشرانو د «اوکراین پر وسله‌والو ځواکونو د وړاندیز شویو محدودیتونو» په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده، ځکه دغه محدودیتونه به اوکراین د روسیې د بریدونو پروړاندې کمزوری او زیانمن کړي.

اروپايي او نور لوېدیځ مشران چې د سوېلي افریقا د جي۲۰ سرمشریزې په څنډه کې راټول شوي، هڅه کوي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو غوښتنو ته ګډ او همغږی ځواب پیدا کړي چې له اوکراین څخه یې د سولې د پلان د منلو غوښتنه کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، د دغو هېوادونو مشران هڅه کوي داسې توازن وساتي چې هم د ټرمپ د جګړې د ختمولو هڅې وستایي او هم دا ومني، چې د پلان ځینې مادې د کییف لپاره د منلو وړ نه دي.

د لړم ۳۰مه د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وروستیو پېښو ته په اشارې ویلي، چې هېواد یې له یوې سختې پرېکړې سره مخ دی، یا به خپل «وقار او ازادي» له لاسه ورکوي او یا به د واشنګټن له ملاتړه تېرېږي.