پاکستان: د سند په اړه د هند د دفاع وزیر څرګندونې ګواښوونکې او له حقیقت نه لرې دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سند په اړه د هند د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې غندلې او هغه یې د سیمهییز امن لپاره ګواښوونکې بللې دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه ډول څرګندونې د نړۍوال قانون، پېژندل شویو سرحدونو او د دغه هېواد د خپلواکۍ خلاف دي.
