مالیزیا کې سېلابونو تر ۱۱زره ډېر کسان بېکوره کړي

مالیزیا کې د سختو بارانونو له امله رامنځته شویو سېلابونو د دغه هېواد په ۷ایالتونو کې له ۱۱زره ډېر خلک بېکوره کړي دي. د مالیزیا د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې راپور ورکړی، چې تراوسه ۳زره او ۸۳۹ کورنۍ چې ټولټال ۱۱۰۰۹ کسان کېږي؛ په بېلابېلو ایالتونو کې له سېلابونو اغېزمن شوي.
