په عمان کې د طالبانو او روسیې سفیرانو سره لیدلي

په عمان کې د طالبانو د سفارت سرپرست حافظ عمر له خپل روسي سیال اُلیګ ولیمروویچ لیون سره لیدلي او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او مثبتو تعاملاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

په عمان کې د طالبانو د سفارت سرپرست حافظ عمر له خپل روسي سیال اُلیګ ولیمروویچ لیون سره لیدلي او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او مثبتو تعاملاتو په اړه یې خبرې کړې دي.
د طالبانو د عمان سفارت د خبرپاڼې له مخې، حافظ عمر په دې ناسته کې وویل، چې طالبان له ټولو هېوادونو سره د متوازن او اقتصاد محوره سیاست پر بنسټ د ښو اړیکو او رغنده همکاریو ملاتړ کوي.
یاد سفارت د روسیې سفیر له قوله ویلي، چې نوموړي د دواړو هیوادونو دوه اړخیزو پرمختګونو ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان اقتصادي او امنیتي ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له هند سره د ژورو اقتصادي اړیکو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې طالبان غواړي سوداګريزې اړیکې پراخې کړي او پانګونه وهڅوي. هغه ویلي، چې په یوه میاشت کې به په ډیلي کې خپل تجارتي اتشه وټاکي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د هند له (WION ) ټلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې کابل به په راتلونکې یوه میاشت کې په نوي ډیلي کې د افغانستان سوداګریز اتشه وټاکي.
عزیزي وویل: «د افغانستان سوداګریز اتاشه به په یوه میاشت کې په ډیلي کې وټاکل شي».
نوموړي دا کار د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیا او خنډونو د لرې کولو پر لور عملي ګام بللی دی.
هغه د سوداګرۍ د اصلي دهلېز په توګه د ایران د چابهار بندر پر کارولو ټینګار وکړ او هندي شرکتونو، په ځانګړي ډول د کانونو او کرنې برخې شرکتونو ته یې مستقیمه بلنه ورکړه.
عزیزي وویل: «افغانستان په کانونو کې سترې نهسپړل شوې سرچینې لري او په کرنه کې لوی ظرفیت موجود دی. موږ هندي پانګوالو ته په پراخ لاس ښه راغلاست وایو».
عزیزي د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ښځینه کاروباریانو ملاتړ ته اشاره وکړه او کله چې ترې د پاکستان په اړه وپوښتل شول، نوموړي د سوداګرۍ د متنوع کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
په ورته وخت کې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د هند د صنعت او تجارت له وزیر سره هم کتنه کړې ده.
پایوش ګویال پر خپل اېکس له نورالدین عزیزي سره خپل یو انځور خپور کړی، چې نوموړي ته د ګلانو ګېډۍ ور کوي.
ګویال ویلي، « زموږ خبرې د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او د متقابلې سوداګرۍ د پراخېدو په ګډه ژمنتیا ولاړې وې، په ځانګړي ډول د توکو او پانګونې د اسانه انتقال د اسانتیا له لارې».
نوموړي ویلي، چې «موږ یو ځل بیا پرېکړه وکړه چې خپل د ګډو ګټو شراکت لا پسې ژور کړو او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړیکې نورې هم قوي کړو».
د طالبانو سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې د نهاواشیوا بندر د ننګونو، د امریتسر- کابل هوايي دهلیزونو پراخولو او د سوداګرۍ د ځمکنيو، هوايي او سمندري لارو په اړه خبرې شوې دي.
د یاد وزارت په وینا، په دې ناسته کې د بانکي معاملاتو پر اسانه کولو، سوداګریزو او روغتیايي ویزو، د سوداګریزو اتشو، ګډې پانګونې او ګډو نندارتونونو پر جوړولو هم خبرې شوې دي.
د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال په افغانستان کې د ترکیې له سفیر سره د مخه ښې په کتنه کې په سیاسي، اقتصادي، روغتیایي او فرهنګي برخو کې د اړیکو د لازیاتې پراختیا غوښتنه کړې ده. حنفي هیله ښودلې، چې د سوداګریزو او روغتیایي ویزو د اسانتیا په برخه کې اقدامات وشي.
د طالبانو د ویاند مرستیال د دوشنبې په ورځ، د لیندۍ ۳مه په اېکس کې لیکلي، چې ددې ډلې د رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي نن ماسپښین په کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال او مل پلاوي سره د مخه ښې کتنه وکړه.
عبدالسلام حنفي د ترکیې سفیر جنک اونال سره په کتنه خوښي څرګنده کړې او د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا کې یې د نوموړي د هڅو ستاینه کړې ده.
د طالبانو ویاند د ترکیې د سفیر له قوله لیکلي، چې نوموړي ویلي، ترکیې ته د افغانستان د سوداګریزو مالونو د لېږد او د ټرانسپورتي لارو د رامنځته کولو په اړه هڅې شوې دي.
په کابل کې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو ادارې د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړیوال بانک ماموریتونو ته یو رسمي لیک لیږلی او له دوی څخه پکې غوښتل شوي چې د خپلو دفترونو د امنیت مسولیت د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ته وسپاري.
باوري سرچینو د دوشنبې په ورځ، د لیندۍ پر۳مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړیوال بانک سره د طالبانو د کورنیو چارو او مالیې وزارتونو ترمنځ خبرو اترو لا تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې.
د سرچینې په وینا، نړیوال سازمانونه ډاډه نه دي، چې طالبان به د دوی د کورنیو او بهرنیو کارمندانو امنیت تضمین کړي.
د طالبانو په منځ کې د ځانمرګو بریدګرو نفوذ او پر بهرنیو وګړو بریدونه په افغانستان کې د نړیوالو سازمانونو ماموریتونو لپاره یو له لویو اندېښنو څخه دی.
د نړیوال بانک د نمایندګۍ یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې که طالبان د امنیت سپارلو لپاره پر دوی فشار ته دوام ورکړي، نو یاد ماموریتونه به له افغانستان څخه ووځي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال په ټول افغانستان کې له ۲۱ میلیون څخه ډیر خلک له لوږې څخه د خلاصون لپاره د دغو نړیوالو سازمانونو مرستو ته اړتیا لري.
له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام په ټول افغانستان کې د لوږې پراخې ساحې ته په اشارې سره، اعلان وکړ چې په هرو پنځو افغانانو کې یو یې اوس مهال له لوږې سره مبارزه کوي.
د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او اروپايي ټولنې استازو تر اوسه ددې خبر په اړه د افغانستان انټرنشنل پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګیرارډ کارنر وايي، چې د «مجرمو» افغان او سوري پناه غوښتونکو ډله ییز اخراج باید په ټوله اروپا کې عمومي قانون شي. هغه وویل چې د اروپايي اتحادیې سرحدي ادارې باید په ځانګړي ډول د افغان او سوري پناه غوښتونکو په اېستلو کې عملي ګامونه واخلي.
د جرمني ورځپاڼې ویلټ سره په یوه مرکه کې، د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګیرارډ کارنر وویل چې د اروپايي اتحادیې وګړي نور د کډوالۍ له ستونزې سره مخ کیدو پر مهال د یووالي کلمه نه شي اوریدلی.
د مجرمو کډوالو د اېستلو په برخه کې د اتریش نوښت ته په اشارې سره، هغه زیاته کړه: «په وروستیو اونیو کې، درې سوري او دوه افغانان چې په اتریش کې یې خطرناک جرمونه کړي وو، مستقیم خپلو هیوادونو ته بېرته واستول شول.»
د اتریش د کورنیو چارو وزارت د لړم ۱۸مه اعلان وکړ، چې دوی یو بل افغان پناه غوښتونکی چې د مخدره توکو پورې اړوند جرمونو په تور محکوم شوی و، افغانستان ته شړلی دی.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر وویل، چې هیواد یې د شاوخوا ۷۰۰۰ سوري وګړو د ساتنې وضعیت بیاکتنه کوي او د افغانانو لپاره ورته اقدام پلان شوی دی.
هغه زیاته کړه، چې د اتریش حکومت هڅه کوي د اتباعو د بیرته منلو په پروسه کې له اصلي هیوادونو سره یوې موافقې ته ورسیږي. له همدې امله، د طالبانو یوه پلاوي په سپتمبر کې د اتریش پلازمینې ویانا ته سفر وکړ او د اتریش له چارواکو سره یې خبرې وکړې.
د طالبانو مالیې وزارت وايي، چې ددغه وزارت په هڅو نړیوال بانک خپل دفتر یو ځل بیا په افغانستان کې پرانیست. د یاد وزارت د ویاند په وینا، نړیوال بانک په افغانستان کې له فعالیت سره سم د قراردادي شرکتونو او د نیمه پاتې پروژو ۴۵میلیونه ډالر پور هم ورکوي.
د طالبانو د مالیې وزارت ویاند عبدالقیوم نصیر نن دوشنبه، د لېندۍ پر ۳مه، وویل، چې نړیوال بانک په څلورو پړاوونو کې د هغو پروژو او قراردادي شرکتونو د پورونو د ورکولو لړۍ پیل کړې چې د یاد بانک د څارنې ټیم او د طالبانو د مالیې وزارت له لوري یې اسناد څېړل شوي او نهايي شوي دي.
د یاد وزارت په وینا، نړیوال بانک به خپلې نیمه پاتې پروژې هم له سره پیل کړي.
تر اوسه پورې نړیوال بانک په افغانستان کې د خپل دفتر د بېرته پرانېستلو په تړاو څه نه دي ویلي.