پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې یو افغان خبریال نیولی

پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې یو افغان خبریال نورالله اکبري نیولی. د نیول شوي خبریال کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پولیسو نوموړی له فیصل ښارګوټي څخه نیولی او کمپ ته یې لېږدولی. د هغه د کورنۍ غړي او نږدې خپلوان وايي، چې نوموړی د فرانسې وېزې ته په تمه و.