• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ډونالډ ټرمپ او د ونزویلا د ولسمشر ترمنځ د خبرو پلان جوړېږي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۹ GMT+۰

امریکایي خبري اژانس «اکسیوس» د سرچینو په حواله لیکلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي، چې پلان لري د ونزویلا له ولسمشر نیکولاس مادورو سره مستقیمې خبرې وکړي، خو تراوسه د دې خبرو دقیقه نېټه نه ده ټاکل شوې.

د دغو سرچینو په وینا، د ټرمپ دا پرېکړه د ونزویلا په سیاست کې د ټرمپ یو مهم بدلون ګڼل کېږي او ښایي دا نښه وي، چې د امریکا د توغندیزو بریدونو یا د ځمکني پوځي اقدام احتمال په نږدې راتلونکي کې لږ وي.

د امریکا ولسمشر تېره اوونۍ هم ویلي وو، چې چمتو دی له مادورو سره خبرې وکړي.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۳
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۵

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

•
•
•

نور کیسې

د سوډان د ار‌اېس‌اېف وسله‌والو مشر درې میاشتنی اوربند اعلان کړ

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۱ GMT+۰
100%

د سوډان د چټک ملاتړ وسله‌والو ځواکونو (ار‌اېس‌اېف) مشر د دوشنبې په ماښام اعلان وکړ، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هڅو په غبرګون کې به د ده وسله‌وال سمدستي د درې میاشتو لپاره بشري اوربند وکړي. دا اعلان په داسې حال کې شوی، چې جګړې دغه هېواد لوږې او قحطۍ ته ټېل وهلی دی.

د امریکا، متحده عربي اماراتو، مصر او سعودي عربستان هغه هېوادونه چې د "کواډ" په نوم پېژندل کېږي، روانه میاشت یې د درېیو میاشتو اوربند او د سولې د خبرو وړاندیز کړی دی.

ار‌اېس‌اېف وویل، چې دغه وړاندیز مني، خو لږ وروسته یې د پوځ پر سیمو د ډرون بریدونه پیل کړل.

د دوشنبې د ورځې اعلان یو اړخيز اوربند ښکاري. دا اعلان یوه ورځ وروسته له هغه شوی، چې د سوډان د پوځ مشر د "کواډ" وړاندیز رد کړ او متحده عربي امارات یې پر دې تورن کړل، چې ګواکې ار‌اېس‌اېف ته وسلې ورکوي. امارات دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د جګړې د ختمولو لپاره کار کوي.

سویسي ساینس‌پوهانو د شګې په اندازه داسې روباټ جوړ کړی چې کولای شي درمل تر ټاکلي ځای ورسوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۶ GMT+۰
100%

واشنګټن پوسټ لیکلي، چې د سویس ساینس‌پوهانو یو داسې مایکرو روباټ جوړ کړی، چې اندازه یې د شګې د دانې سره برابره ده او د مقناطیسي ساحې په وسیله کنټرولېږي.

د راپور له مخې، دغه کوچنی روباټ کولی شي د وینې رګونو او یا د دماغي مایعاتو له لارې حرکت وکړي او درمل د بدن دقیقې برخې ته ورسوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې دا پرمختګ د دې لپاره طرحه شوی چې د درملو سخت جانبي عوارض کم کړي.

د واشنګټن پوسټ په وینا، ساینس‌پوهان باور لري چې دا مایکرو روباټ کولای شي د ځانګرو درملنو لپاره په طبابت کې نوی بدلون رامنځته کړي.

طالبانو په سمنګان کې پر ۴۰۰ زلزله‌ځپلو کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۴ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ویلي، چې د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې یې له ۴۰۰ زلزله‌ځپلو کورنیو سره د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د بېوزلۍ د کمولو په موخه د ۳۱.۲ ټنه خوراکي توکي وېشلي دي.

طالبانو ویلي، چې دغه مرسته د ملک سلمان د بشري مرستو د مرکز له لوري چمتو شوې وه او پر هرې کورنۍ ۷۸ کیلو ګرامه خوراکي توکي وېشل شوي دي.

په دې مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې، بوره، لوبیا او خرما شامله ده.

د یادولو ده، چې څه موده وړاندې سمنګان، بلخ او ځینې نور ولایتونه نسبتا زوروري زلزلې ولړزول.

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۶کسان مړه او ۱،۱۴۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

یاد سازمان زیاتوي، په زلزله‌ځپلو سیمو کې شاوخوا ۴۳۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

بنیامین نتنیاهو: حزب‌الله ته به د خپل ځواک د بیا رغولو اجازه ور نه کړو

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۹ GMT+۰
100%

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وروسته له هغه چې د دغه هېواد پوځ د بېروت په سوېلي برخه کې عملیات ترسره کړل او د حزب‌الله دویم مهم کس هیثم علي طباطبایي یې په نښه کړ، وویل: «موږ به هېڅکله حزب‌الله ته اجازه ورنه کړو چې خپل ځواک بیا ورغوي او د اسراییل لپاره ګواښ رامنځته کړي.»

نتنیاهو زیاته کړه: «زه د لبنان له حکومت څخه تمه لرم چې د حزب‌الله د بې وسلې کولو ژمنه عملي کړي، ځکه یوازې په همدې صورت کې د لبنان د ټولو وګړو لپاره ښه راتلونکی ممکن دی او د اسراییل او لبنان ترمنځ به خوندي او ښه ګاونډیتوب رامنځته شي.»

د اسراییل لومړي وزیر د پوځ او امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه او ویې ویل: «هیثم طباطبایي یو لوی جنایتکار و. د هغه لاسونه د ګڼ شمېر اسراییلیانو او امریکایانو په وینو لړلي دي او همدا علت و چې امریکا د هغه د موندلو لپاره د پنځه میلیونه ډالرو انعام ټاکلی و.»

نتنیاهو زیاته کړه: «هیثم طباطبایي تازه د حزب‌الله د بیا وسلې کېدو د هڅو مشري په غاړه اخیستې وه.»

د اوکراین جګړې د پای ته رسولو مذاکرات؛ زېلېنسکي د ټرمپ له هڅو مننه وکړه

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۱ GMT+۰
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د یکشنبې په ورځ وویل، چې اوکراین د امریکا او د دې هېواد د ډونالډ ټرمپ له هغو هڅو مننه کوي، چې د کییف په ملاتړ یې ترسره کړي دي.

زېلېنسکي ویلي: «اوکراین د متحده ایالاتو، هر بل امریکایي او په ځانګړې توګه د ولسمشر ټرمپ څخه منندوی دی، د هغه له مرستې چې د جاولین توغندیو په وړاندې پیل شوې او د اوکرایني وګړو ژوند ژغوري.»

د زېلېنسکي دا څرګندونې وروسته له هغې خپرې شوې، چې ټرمپ ویلي وو اوکرایني مشران د امریکا له مرستو «هېڅ ډول مننه» نه کوي.

همداراز د اوکراین ولسمشر له اروپایي هېوادونو، د جي-۷ او د جي-۲۰ له ډلو څخه هم مننه وکړه او ویې ویل، چې د دغو ملاتړو دوام ډېر مهم دی.

هغه لیکلي: «همدا علت دی چې موږ د سولې په لاره کې پر هر ټکي او هر ګام ډېر په دقت کار کوو. هر څه باید په سمه توګه ترسره شي، څو په رښتیا وکولای شو دې جګړې ته پای ورکړو او د تکرار مخه ونیسو.»