• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا اخوان المسلمین د «ترهګرو ډلو» په نوملړ کې اضافه کوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۸ GMT+۰تازه شوی: ۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۰ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې هېواد یې غواړي د اخوان المسلمین ډله د «بهرنیو ترهګریزو سازمانونو» په نوملړ کې اضافه کړي. هغه ویلي، چې د یادې پرېکړې اړوند وروستي اسناد هم د چمتو کېدو په حال کې دي.

د «جاست د نیوز» راپور کې راغلي، ټرمپ له خپلې لومړۍ دورې راهیسې هڅه کوله چې دغه ګام پورته کړي.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۳
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۵

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

•
•
•

نور کیسې

اروپا د امریکا د سولې د طرحې پروړاندې بله طرحه وړاندې کړې

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۶ GMT+۰
100%

د رویټرز د راپور له مخې، درېیو اروپایي قدرتونو چې د E3 په نوم یادېږي او پکې برېتانیا، جرمني او فرانسه شامل دي، د اوکراین د سولې د ۲۸ مادو پر طرحې امریکا ته یو متقابل وړاندیز ورکړی.

رویټرز لیکلي، چې نن یکشنبه د لیندۍ پر ۲مه یې دغه سند لیدلی. دغې طرحې د امریکا له خوا د وړاندیز شويو محدودیتونو هغه برخه چې د اوکراین پوځي ځواکونو شمېر دې کم شي بدل کړی او د کییف د ځمکنیو امتیازونو پورې اړوندې برخې یې لرې کړې دي.

دغه سند چې د جینوا د خبرو اترو لپاره چمتو شوی وړاندیز کوي، چې د سولې پر مهال دې د اوکراین پوځي ځواکونه ۸۰۰ زرو پورې محدود شي، نه ۶۰۰زره چې امریکا وړاندیز کړی.

د امریکا په طرحه کې د کریمیا، ډونیټسک او لوهانسک سیمو بشپړتیا په څرګنده توګه په رسمیت پېژندل شوې وه، خو په نوي اروپايي وړاندیز کې د روسیې د کنټرول په رسمیت پېژندلو پورې اړوندې ټولې مادې لرې شوې دي.

په اروپایي طرحه کې د هر ډول ځمکنیو تبادلو له ټاکل کېدو مخکې د اوربند غوښتنه شوې او دا په ګوته شوې، چې اوسنۍ لومړۍ کرښه باید د راتلونکو خبرو اترو اساس وي.

اروپایانو د امریکایي طرحې پر خلاف په اوکراین کې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د ۱۰۰ ورځو ضرب الاجل لرې کړی او پرځای یې لیکلي، چې ټاکنې باید "د سولې تړون له لاسلیک وروسته ژر تر ژره" ترسره شي.

کاناډا او هند د نوې سوداګریزې هوکړې خبرې بیا پیلوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۲ GMT+۰
100%

د هند حکومت ویلي، چې له کاناډا سره یې هوکړه کړې ترڅو د نوې سوداګریزې هوکړې خبرې بیا پیل کړي. دا خبرې له دوو کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ له ډېپلوماټیکو شخړو وروسته ځنډیدلې وې.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د یکشنبې په ورځ د سوېلي افریقا په جوهانسبورګ کې د جي-۲۰سرمشریزې څنډه کې د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره کتلي.

د هند دلومړي وزیر د دفتر په وینا: «دواړو مشرانو د لوړې کچې ټولګډونه اقتصادي مشارکت تړون(CEPA) پر مذاکراتو د پیل موافقه وکړه، چې موخه یې تر ۲۰۳۰کال پورې دوه اړخیز تجارت ۵۰میلیارده ډالرو ته رسوي.»

مارک کارني پر اېکس‌پاڼه لیکلي: «ما او نرېندرا مودي نن په جي-۲۰ سرمشریزه کې سره ولیدل او د سوداګرۍ د هوکړې خبرې مو پیل کړې چې له مخې یې زموږ دوه اړخیز تجارت تر ۷۰میلیارده کاناډايي ډالرو زیاتېدلی شي. هند د نړۍ پنځم لوی اقتصاد دی، چې دا زموږ د کاناډايي کارګرانو او سوداګرو لپاره ستر فرصتونه برابرولای شي.»

هغه زیاته کړه، چې دواړو هېوادونو د سولر انرژۍ او اټومي ملکي انرژۍ په برخه کې د اوږدمهاله همکارۍ هوکړه هم کړې او د یورانیمو د اوږدمهاله قراردادونو په اړه خبرې روانې دي.

دغه پرمختګ څرګندوي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې د ښه کېدو په لور روانې دي، په داسې حال کې چې کارني هڅه کوي، د کاناډا سوداګریزې اړیکې د امریکا څخه هاخوا پراخې کړي کوم چې د کاناډا تر ټولو لوی سوداګریز شریک دی.

کاناډا په ۲۰۲۳کال کې د پراخې سوداګریزې هوکړې خبرې وروسته له هغې ودرولې، چې د کاناډا حکومت د هند حکومت د یوه کاناډايي سیک بېلتون‌پال د وژنې په قضیه کې په لاس لرلو تورن کړ، خو د هند حکومت دا تور رد کړی دی.

سویسي ساینس‌پوهانو د شګې په اندازه داسې روباټ جوړ کړی چې کولای شي درمل تر ټاکلي ځای ورسوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۶ GMT+۰
100%

واشنګټن پوسټ لیکلي، چې د سویس ساینس‌پوهانو یو داسې مایکرو روباټ جوړ کړی، چې اندازه یې د شګې د دانې سره برابره ده او د مقناطیسي ساحې په وسیله کنټرولېږي.

د راپور له مخې، دغه کوچنی روباټ کولی شي د وینې رګونو او یا د دماغي مایعاتو له لارې حرکت وکړي او درمل د بدن دقیقې برخې ته ورسوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې دا پرمختګ د دې لپاره طرحه شوی چې د درملو سخت جانبي عوارض کم کړي.

د واشنګټن پوسټ په وینا، ساینس‌پوهان باور لري چې دا مایکرو روباټ کولای شي د ځانګرو درملنو لپاره په طبابت کې نوی بدلون رامنځته کړي.

زېلېنسکي به د سولې د طرحې په اړه له ټرمپ سره د مستقیمو خبرو لپاره واشنګټن ته سفر وکړي

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۱ GMT+۰
100%

رویټرز د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ دویمه) د دوو باخبره سرچینو له قوله لیکلي، چې امریکایي او اوکرایني چارواکي امریکا ته د زېلېنسکي د احتمالي سفر په اړه په خبرو بوخت دي او ښایي ولادیمیر زېلېنسکي روانه اوونۍ واشنګټن ته سفر وکړي.

سرچینو ویلي، چې د دې لیدنې موخه د زېلېنسکي او د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ترمنځ د «سولې طرحې» په اړه مستقیمې خبرې دي.

یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، اصلي موضوع دا ده چې ټرمپ او زېلېنسکي د امریکا د طرحې تر ټولو حساسو مسئلو په ځانګړي ډول د خاورې د موضوع په اړه به بحث وکړي.

د سرچینې په وینا، د دې سفر کره نېټه لا تر اوسه نه ده ټاکل شوې.

همداراز نن یکشنبه (د لیندۍ دویمه) ولادیمیر زېلېنسکي د ډونالډ ټرمپ له هغو هڅو مننه کړې، چې د کییف په ملاتړ یې ترسره کړې دي.

زېلېنسکي ویلي: «اوکراین د متحده ایالاتو، هر بل امریکایي او په ځانګړې توګه د ولسمشر ټرمپ څخه منندوی دی، د هغه له مرستې چې د جاولین توغندیو په وړاندې پیل شوې او د اوکرایني وګړو ژوند ژغوري.»

د زېلېنسکي دا څرګندونې وروسته له هغې خپرې شوې، چې ټرمپ ویلي وو اوکرایني مشران د امریکا له مرستو «هېڅ ډول مننه» نه کوي.

طالبانو په سمنګان کې پر ۴۰۰ زلزله‌ځپلو کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۴ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ویلي، چې د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې یې له ۴۰۰ زلزله‌ځپلو کورنیو سره د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د بېوزلۍ د کمولو په موخه د ۳۱.۲ ټنه خوراکي توکي وېشلي دي.

طالبانو ویلي، چې دغه مرسته د ملک سلمان د بشري مرستو د مرکز له لوري چمتو شوې وه او پر هرې کورنۍ ۷۸ کیلو ګرامه خوراکي توکي وېشل شوي دي.

په دې مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې، بوره، لوبیا او خرما شامله ده.

د یادولو ده، چې څه موده وړاندې سمنګان، بلخ او ځینې نور ولایتونه نسبتا زوروري زلزلې ولړزول.

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۶کسان مړه او ۱،۱۴۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

یاد سازمان زیاتوي، په زلزله‌ځپلو سیمو کې شاوخوا ۴۳۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.