پر اوکراین د روسیې برید؛ څلور کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي

د خارکیف والي اولیه سینیهوبوف د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې روسي ځواکونو د اوکراین پر خارکیف ښار د ډرون بریدونه کړي چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او د دوو ماشومانو په ګډون ۱۲ نور ټپیان دي.
