اسراییل په بېروت کې د حزب الله دویم لوړپوړی مشر وژلی

د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې هیثم علي طباطبایي د لبنان د حزب الله ډلې دویم لوړ پوړی مشر د بیروت په سویلي سیمه کې د اسراییل په برید کې ووژل شو. د اسراییل پوځ ویلي، چې نوموړی د یکشنبې په ورځ د بېروت په حاره حریک سیمه کې د هوایي برید په ترڅ کې په نښه شوی دی.
