د پاکستان په لاهور ښار کې د ډینګي له امله درې کسان مړه شوي

د دوشنبې په ورځ د پاکستان په لاهور ښار کې د ډینګي له امله د دوو ښځو په ګډون درې کسان مړه شوي دي. دا په روان ۲۰۲۵کال کې د پاکستان په پنجاب ایالت کې د ډینګي له امله د مړینې لومړنۍ ثبت شوې پېښې دي.

د رسمي شمېرو له مخې؛ په روان ۲۰۲۵کال کې په پنجاب ایالت کې د ډینګي د مثبتو پېښو شمېر ۴زره او ۱۱۷ ته لوړ شوی، چې ډېری یې په راولپنډۍ، لاهور، فیصل اباد، ملتان، ګوجرنواله او مري کې ثبت شوې دي.