د اسراییل پخوانی لومړی وزیر: که اړتیا وي اسراییل به د ایران پر وړاندې اغېزمن اقدام وکړي

د اسراییل پخواني لومړي وزیر یایر لاپید جي‌اېن‌اېس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې هېواد به یې د اړتیا په صورت کې د ایران پر وړاندې اغېزمن اقدام وکړي. د هغه په ​​وینا:« ایران د منځني ختیځ او ټولې نړۍ لپاره یو حیاتي ګواښ دی. دا یوازې د اسراییل نه بلکې دا یوه نړۍواله ستونزه ده.»