طالبانو په افغانستان کې څه باندې درې زره بندیانو ته بښنه اعلان کړې

د طالبانو سترې محکمې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې درې زره او ۲۰۴ بندیانو ته بښنه اعلان کړې او د څلور زره او ۳۱۷ بندیانو د بند په موده کې یې تخفیف اعلان کړی.

د طالبانو سترې محکمې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې درې زره او ۲۰۴ بندیانو ته بښنه اعلان کړې او د څلور زره او ۳۱۷ بندیانو د بند په موده کې یې تخفیف اعلان کړی.
د طالبانو سترې محکمې د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د یادې محکمې د مقام په لارښوونه د هېواد له زندانونو څخه د یوه ګومارل شوي پلاوي تر لیدنو او نظارت وروسته، ٣٢٠٤ وړ زندانیانو ته بښنه وشوه او ٤٣١٧ نورو ته چې د تخفیف وړ ګڼل شوي وو، د بند په موده کې تخفیف ورکړل شوی دی.
یادې محکمې ویلي، چې له زندانونو څخه د لیدنې ګومارل شوی پلاوی د طالبانو د سترې محکمې په لارښوونه د هر ولایت د مرافعه محکمې او جزا دېوان د رییسانو په مشرۍ جوړ شوی و او د اړوندو محکموقاضيانو، د قوماندانۍ، ولایت مقام او استخباراتو استازو پکې غړیتوب درلود.

د مېرمنو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې(یو این ویمین)، ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت، له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغان ښځو او نجونو سره کړې ژمنې تازه کړي او د دوی د حقونو د دفاع لپاره دې ګډ او دوامدار اقدام وکړي.
یاد دفتر په خپل خپاره کړي پیغام کې ټینګار کړی چې د جنسیتي تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره باید «انعطافپذیره بودجه»برابره شي او همدارنګه د ښځو په مشرۍ د مدني بنسټونو فعالیتونو ته پراخ ملاتړ ورکړل شي.
د نوامبر۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ ده؛ یوه ورځ چې په ټولې نړۍ کې د ښځو د خونديتوب، حقونو او برابرۍ د ملاتړ او پوهاوي لپاره نمانځل کېږي.
خو په افغانستان کې دا ورځ داسې وخت نمانځل کېږي چې ښځې او نجونې له څلورو کلونو راهیسې د لومړنیو انساني حقونو، په ځانګړي ډول تعلیم، کار، ازاد تګ راتګ او عامه مشارکت څخه بېبرخې شوې دي.
سره له دې چې نړیوالو هېوادونو په پرلهپسې ډول د افغان ښځو د حقونو خوندیتوب غوښتنه کړې، خو طالبانو د ښځو او نجونو پر ازادیو لا ډېر محدودیتونه لګولي دي.
ملګري ملتونه وايي، د نړیوال فشار او ګډو هڅو پرته به د افغان ښځو وضعیت لا پسې خرابه شي او د دوی د حقونو د اعادې امکان به کمزوری پاتې شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د یاد وزارت وزیر امیر خان متقي ته نن په کابل کې د قطر هېواد نوي سفیر مردف القاشوطي، خپل باورلیک وړاندې کړ. متقي د قطر سفیر ته ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګڼو برخو کې له شته فرصتونو باید ښه گټه پورته شي او اړيکې لا پراخې شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه، دلیندۍ ۳مه وویل چې امیر خان متقي د افغانستان او قطر اړيکې تاريخي وبللې او ټينگار يې وکړ چې د سوداگرۍ د پراختيا ترڅنگ قطر ته د افغان کاري ظرفيت د استولو لړۍ دې چټکه شي.
طالبانو د قطر د نوي سفیر په حواله لیکلی، چې نوموړي په خپل وار د افغانستان او قطر ترمنځ او همدارنګه د دواړو ولسونو اړیکې تاریخي وبللې او ژمنه یې وکړه، چې د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتيا په برخه کې به هڅې زياتې کړي.
مردف القاشوطي همداراز ټينگار وکړ، چې هېواد به يې د منځگړيتوب په برخه کې خپل سياست ته ادامه ورکړي او د افغانستان او نړيوالې ټولنې د دريځونو په لا نږدې کولو کې به هڅې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو سره د واکمنۍ څلور کاله تېریږي خو تر دې دمه له روسیې پرته هېڅ کوم بل هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.
د طالبانو ریاست الوزرا وايي، چې ددې ډلې د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې له سعودي عربستان او چین سره د افغانستان د اقتصادي کمیسیونونو پر بیا فعاله کولو هوکړه شوې او نوي غړي یې هم ټاکل شوي.
د طالبانو ریاست الوزرا د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې ددې ډلې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډې ته له سعودي عربستان او چین سره د افغانستان د اقتصادي کمېسیونونو د فعالېدو او په دې کمېسیونونو کې د نویو غړو د زیاتېدو موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه چې له هر اړخیز بحث وروسته د یادو کمېسیونونو بیا فعالېدل تایید او نوي غړي ور زیات شول.
د یادې ادارې په وینا، دغه کمېسیونونه به د افغانستان او یادو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ، په افغانستان کې د پانګونې او ګډو اقتصادي همکاریو په اړه همغږي لا پياوړې کړي.
د طالبانو ریاست الوزرا وايي، په غونډه کې افغان صنعتکارانو او پانګوالو ته د بلخ ولایت د حیرتان صنعتي ښارګوټي د ځمکو د ورکولو په اړه د ټاکل شوې کمېټې راپور هم وړاندې شو او پرېکړه وشوه، چې د حیرتان صنعتي ښارګوټي ځمکې لومړی د اداراتو تر منځ د ملکیتونو په معلومولو سره تصفیه شي.
په دې ناسته کې دغه راز ویل شوي چې د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د موجوده تاسیساتو په پام کې نیولو سره د یاد ښارګوټي لپاره اصلاحي انکشافي پلان هم جوړ کړي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د لوږې ناورین پهکې په بېساري ډول ژور شوی او د ژمي په راتګ سره به د ښځو او ماشومانو د خوارځواکۍ کچه لا لوړه شي. دغه اداره خبرداری ورکوي، چې اړتیاوې ډېرې خو امکانات او مرستندویه سرچینې ورځ تر بلې کمېږي.
د یادې ادارې د راپور له مخې، په افغانستان کې د لوږې مخ په پراخېدو ناورین یوازې شمېرې نه دي؛ بلکې د هغه مېلیونونو کورنیو ورځنۍ ننګونې دي چې د ورېجو او اوړو د یوې بوجۍ لپاره مبارزه کوي. راپور زیاتوي، چې «په هېواد کې داسې کورنۍ هم شته، چې نور د یوه وخت ډوډۍ هم په اسانۍ نهشي پیدا کولی.»
په دغه راپور کې د هلمند د لرې پرتې ولسوالۍ اوسېدونکي تور جان کیسې ته هم اشاره شوې ده، چې د جګړې او بېوزلۍ له امله د یوې لویې کورنۍ یوازینی سرپرست پاتې شوی. تور جان د خپلې مور، پنځو ماشومانو او هغو وروڼو او خوېندو پالنه کوي، چې د فزیکي او رواني ستونزو له امله د کار توان نهلري.
هغه وايي، د کور اړتیاوې دومره زیاتې دي چې «د یوې ګوله ډوډۍ ګټل هم خورا ګرانه شوې ده.»
په دغه راپور کې په بامیان ولایت کې د یوې بلې کورنۍ کیسه هم راغلې، چې د ۱۸ کلنې روقیې کیسه ده چې د پلار له مړینې وروسته یې مور بل واده کړی او د خپلو کوچنیو وروڼو د ساتنې مسوولیت لري.
هغې ویلي: «موږ د ژمي لپاره هېڅ چمتووالی نهلرو.» د هغې کورنۍ دویم ځل دی، چې د خوړو نړۍوال پروګرام لهخوا یې مرسته ترلاسه کړې ده. د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام زیاتوي، چې د هلمند او بامیان په څېر سیمو کې د لوږې ناورین یوازې د بېړنیو مرستو پر مټ مهارېدای شي او دا د نړۍوالو مرستندویانو دوامداره ملاتړ پورې تړاو لري.
دغه اداره له هغو هېوادونو او بنسټونو هم مننه کړې، چې د افغانستان د خوړو له کړکېچه د را اېستلو په موخه یې مرسته کړې؛ په ځانګړي ډول د اسیا پراختیایي بانک، اسټرالیا، کاناډا، اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، جاپان، سویډن، سویس، برېټانیا، روسیې او نورو مرستندویه شریکانو.
دغه اداره ټینګار کوي، چې د مرستو له کمښت سره هممهاله د افغان کورنیو اړتیاوې ورځ تر بلې لوړېږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو نړۍواله ورځې په مناسبت په یوه خپور کړي راپور کې ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د تاوتریخوالي د لوړ ګواښ سره د مخ افغان مېرمنو او نجونو شمېر ۴۰ سلنه زیات شوی دی.
په راپور کې راغلي، چې اوسمهال په افغانستان کې ۱۴.۲ مېلیونه مېرمنې ساتنې او مرستې ته اړتیا لري. د راپور له مخې؛ د افغان ښځو او نجونو د خوندیتوب اړتیاوې په بېساري ډول لوړې شوې او نړۍواله ټولنه باید د هغوی د ملاتړ لپاره خپلې هڅې او پانګونې زیاتې کړي.
راپور زیاتوي، چې افغان ښځې د خپلو حقونو له محدودېدو، د تګ راتګ له بندیزونو او له فزیکي، رواني او اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د یوناما چارسمبالې جورجیت ګاګنون ویلي:«د افغان ښځو لپاره تاوتریخوالی یوازې هغه نهدی چې لیدل کېږي؛ بلکې د هغوی د غږونو ډب کول، د راتلونکې دروازې تړل او د حقونو تر وړل کېدل هم پهکې شامل دي.»
نوموړې له طالبانو غوښتي، چې باید د ښځو او نجونو پر وړاندې بندیزونو پای ته ورسوي او له نړۍوالې ټولنې یې هم غوښتي چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره دې لارې پرانیستې وساتي. ګاګنون وايي:« د سختو خنډونو سره، سره افغان ښځې لا هم د کورنۍ، ټولنې او مدني ژوند په بېلابېلو برخو کې د پام وړ زړورتیا ښيي.»
راپور وړاندې کاږي، د نړۍوالو مرستو کمېدل د دې لامل شوی چې ګڼې ژغورونکې پروژې وتړل شي یا محدودې شي. د یوناما د ښځو څانګې استازې سوزن فرګوسن هم خبرداری ورکړی، چې د ښځو په برخه کې د بودجې د کمښت له امله د هغوی مرستې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې.
فرګوسن زیاته کړې:«افغان ښځې او نجونې یو له بله ملاتړ کوي او د سیمې د نارینه متحدینو په مرسته مبارزه کوي. موږ باید د دوی ترڅنګ ودرېږو؛ ځکه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د هغوی ونډه حیاتي ده.»
ملګري ملتونه وايي، د «ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړۍوالې ورځې» او د ۱۶ ورځني کمپاین په درشل کې به نړۍ ته دا پیغام تکرار کړي چې افغان ښځې او نجونې لا هم پاملرنې، ملاتړ او همکاریو ته سترګې په لاره دي. د یاد سازمان په وینا؛ نړۍواله ټولنه باید له افغان ښځو سره د خواخوږۍ او ملاتړ کچه لوړه کړي.