په سند کې د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي دي

د پاکستان د سند ایالت په کشمور ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او یو ټپي دی. ځایي پولیس چارواکو ویلي، چې وژل شوي ماشومان د یوې کورنۍ غړي وو.

د پاکستان د سند ایالت په کشمور ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او یو ټپي دی. ځایي پولیس چارواکو ویلي، چې وژل شوي ماشومان د یوې کورنۍ غړي وو.
د پولیسو په وینا؛ چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې دغه ماشومان له یادې مرمۍ سره په لوبو بوخت وو.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو ترېنګلتیا سره، سره په جلالاباد کې د پاکستان جنرال قونسل شفیعالله خان د ننګرهار لپاره د طالبانو له والي محمد نعیم اخند سره لیدلي دي. دغه لیدنه څو ساعته وروسته له هغې شوې، چې په پېښور کې په یوه ځانمرګي برید کې درې پولیس ووژل شول.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دا په وروستیو میاشتو کې پر ډیورنډ کرښه تر نښتو وروسته د طالبانو او پاکستاني چارواکي لومړۍ ناسته وه. محمد نعیم اخوند چې د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده نږدې کسانو کې شمېرل کېږي، پخوا د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د سرحدونو او د هوایي چلند مرستیال وزیر پاتې شوی او د شل کلنې جګړې پرمهال یې د طالبانو په پوځي جوړښت کې هم مهم رول لاره.
ډان د خپلو سرچینو په حواله لیکي، چې په لیدنه کې پاکستاني ډېپلوماټ د اسلاماباد د امنیتي اندېښنو په اړه د خپل حکومت دریځ تشریح کړی او د ننګرهار والي بیا ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترېنګتیا د کمېدو لپاره هڅې روانې دي.
په ورته وخت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس هم د یادې لیدنې پخلی کړی او لیکي یې دي، چې دواړو لورو د قومي، ژبنیو، دیني او فرهنګي ګډو اړیکو، د سیمې وضعیت او د خلکو د ورځنیو اړتیاوو په اړه خبرې کړې دي.
په وروستیو میاشتو کې د پاکستان او طالبانو اړیکې هغه مهال خړې پړې شوې، چې اسلاماباد د تحریک طالبان پاکستان بریدونه له افغانستان نه تنظیم شوي وبلل. پاکستان وايي، د یادې ډلې بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي؛ خو طالبان بیا دغه ادعا ردوي.
یاده دې وي، چې پر ډيورنډ کرښه تر نښتو وروسته په دوحه او استانبول کې درې پړاوه خبرې ترسره شوې؛ خو بېپایلې پای ته ورسېدې. له دغه ناکامو ناستو وروسته طالبانو له پاکستان سره سوداګري ودروله او پاکستان هم تر اکتوبر وروسته افغانستان ته د تګ لپاره ځمکنۍ لارې تړلې دي.
د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب احمدزي لور هیله نجیب د بلوچستان د اطلاعاتو د پخواني وزیر جان اڅکزي د یوې لیکنې په ځواب کې ویلي، طالبان، مجاهدین، ټيټيپي او داعش ستاسو [پاکستان] ګندهګي ده او په وینا یې د «ګندهګي» د پالنې پایله همدا وي.
هیله نجیب د سې شنبې په سهار وختي (د لیندۍ ۴مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي: «ښه ده چې اوس د پاکستان ولس پر دې پوه شوی چې د ترهګرۍ تر شا نظامیان دي.»
هیلې نجیب د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳مه) هم په خپله اېکس پاڼه لیکلي و، چې پاکستان له ۱۹۵۰ کال راهیسې د لوېدیځوالو په لارښوونه سخت دريځې ډلې د افغانستان پر خلاف پاللې او له امله یې میلیونونه افغانان کړول شوي دي.
په دې وروستیو کې سعودي عربستان، روسیې، ایران او ترکیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې د حل لپاره منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی، خو هیلې نجیب ویلي، چې باید دا تل په پام کې ونیول شي چې په تېرو څلورو لسیزو کې د افغانستان په تړاو د یادو هېوادونو پالیسۍ څه وې او همداراز یې څرګنده کړې: «اوس داسې وخت رارسېدلی چې افغانستان باید یو بې پرې هېواد وي او خلک یې د خپلو مشرانو د غوراوي حق ولري او د استعماري روایتونو په لومو کې ونهنښلي.»
نوموړې دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ټيټيپي پر سر لانجه اوس هم دوام لري او دواړه خواوې د یادې ډلې په ملاتړ یو بل تورنوي. د پاکستان حکومت وايي، چې د طالبانو ځینې کړنې د ټيټيپي د فعالیتونو ملاتړ ته لاره هواروي، خو طالبانو بیا دا ادعاوې ردوي او ټینګار کوي، چې دوی د افغانستان د خاورې د هر ډول غېرقانوني فعالیتونو پر وړاندې جدي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي، چې په جنیوا کې له متحده ایالاتو سره د سولې په خبرو اترو کې مهم ګامونه اخیستل شوي دي. خو هغه ټینګار وکړ، چې اصلي ستونزه د روسیې هغه غوښتنه وه، چې غوښتل یې په ختیځ اوکراین کې د نیول شویو سیمو خپل حاکمیت په رسمیت وپېژني.
هغه وویل، چې د روسیې د دغې غوښتنې منل به خطرناک تمام شي او دا به پر اوکراین د روسیې نظامي برید ته یو ډول امتیاز ورکول وي.
د امریکا او اوکراین چارواکو د یکشنبې په ورځ په سویس کې سره ولیدل، ترڅو د روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو په لارو چارو بحث وکړي. په پای کې دواړو خواوو د پرمختګ او د خبرو اترو د دوام لپاره لېوالتیا وښوده. خو د اوکراین لپاره د ځمکو د سپارلو او امنیتي تضمینونو په اړه د مسکو او کییف ترمنځ پراخ واټن شتون لري.
ویل کېږي، چې زېلېنسکي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د نورو جنجالي مسلو په اړه د بحث لپاره سره وګوري، که څه هم ځانګړی وخت یې نه دی اعلان شوی.
د ځمکني بشپړتیا مسله د روسیې او اوکراین ترمنځ د شخړې یو ځانګړی اصلي ټکی دی. د اوکراین ولسمشر په وار-وار ټینګار کړی، چې مسکو ته باید د اوکراین په نیول شویو سیمو کې د روسیې د حاکمیت د رسمیت پېژندلو لپاره امتیاز ور نه کړل شي، ځکه چې دا کار به یو خطرناکه پایله رامنځته کړي.
په جنیوا کې د خبرو اترو له پای ته رسېدو وروسته، ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: «ښایي یو ښه خبر په لاره وي» مګر «تر هغه چې تاسو یې ونه ګورئ باور مه کوئ. »
د سویس په غونډه کې د روسیې استازي حاضر نه وو او کریملین وویل، چې د خبرو اترو له پایلو څخه خبر نه دي.
په اروپا کې غبرګونونه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، چې په جنیوا کې د اوکرایني پلاوي سره د هغه په خبرو اترو کې «د پام وړ پرمختګ» شوی او زیاته یې کړه: «زه په صادقانه توګه باور لرم چې موږ به یوې پایلې ته ورسېږو. »
خو د ځینو اروپايي مشرانو چلند ډېر په احتیاط سره و. د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټسک وویل: «زه ډاډه نه یم چې موږ واقعا سولې ته نږدې یو.» همداراز د جرمني لومړي وزیر هم وویل، چې خبرې اترې به "یوه اوږده او وخت نیونکې پروسه" وي او تمه یې نه درلوده، چې په دې اوونۍ کې به د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره په ډیپلوماسۍ کې کوم لوی پرمختګ راشي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ خبرداری ورکړی چې که اوکراین د دې اوونۍ تر پنجشنبې پورې د هغه ۲۸ ماده ییزه طرحه ونه مني، نو د واشنګټن ملاتړ به له اوکراین سره کم شي. دغه ګواښونو په کییف او اروپايي پلازمېنو کې اندېښنې راپارولي دي.
اروپایان چې د امریکا د سولې له طرحې خبر نه وو، د یوې بدیلې طرحې په وړاندې کولو سره د خبرو اترو پر مېز د ځان لپاره د ځای موندلو په لټه کې دي.
د اروپا په بدیله طرحه کې چې ویل کېږي د برېتانیا، فرانسې او جرمني له خوا چمتو شوی، د روسې له خوا د اوکراین د نیول شویو سیمو د کنټرول په رسمیت پېژندلو په اړه هېڅ یادونه نه ده شوې. د اوکراین د پوځي ځواکونو شمېر پکې له ۶۰۰ زرو څخه ۸۰۰ زرو ته لوړ شوی او د ناټو سره د اوکراین د یوځای کېدو لپاره لاره خلاصه پرېښودل شوې.
روبیو وویل، چې هغه د دې پلان څخه خبر نه و او د کریملین د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار یوري اوشاکوف د دوشنبې په ورځ دا په بشپړه توګه غېر رغنده وبلله.
د امریکا یوه فدرالي قاضي د دوشنبې په ورځ هغه جنايي دوسیې لغوه کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اېفبيای د مشر جېمز کامي او د نيويارک د لویې څارنوالې ليټيشيا جېمز پر ضد ثبت کړې وې.
قاضي حکم کړی، چې د دغو قضیو د څارنې لپاره ټاکل شوې ځانګړې څارنواله لينډسي هاليګن په ناقانونه ډول ګومارل شوې وه.
دې پرېکړې هغه تورونه له منځه يووړل چې ټرمپ یې په علني ډول غوښتنه کړې وه او د عدليې وزارت یې تر فشار لاندې راوستی و، څو د هغه پر منتقدانو او هغو کسانو قانوني اقدام وکړي، چې د هغه د کړنو په اړه یې پلټنې کړې وې.
لينډسي هاليګن چې د ټرمپ پخوانۍ شخصي وکيله وه، د سپټمبر په میاشت کې د ويرجنيا ختيځې سيمې لپاره د امریکا د موقتي فدرالي څارنوالې په توګه وټاکل شوه، سره له دې چې د څارنوالۍ تجربه یې نه لرله. هغې یوازې د څو اوونیو په ترڅ کې د کامي او جېمز پر ضد تورونه ثبت کړل، په داسې حال کې چې نور مسلکي څارنوالان يې له همکارۍ انکار کړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې کامي او جېمز دواړه د ټرمپ اوږدمهاله مخالفین و. کامي د اېفبيای مشر په توګه د ټرمپ د ۲۰۱۶ د ټاکنیز کمپاین او روسیې ترمنځ د اړیکو پلټنه کړې وه او وروسته یې ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره نامناسب بللی و.
جېمز چې ټاکل شوې ډیموکراته ده، د ټرمپ او د هغه د کورنۍ شرکت پر ضد د مالي درغلۍ په قضیه کې بریالۍ شوې وه.
د اروپایي ټولنې د کمېسیون مشرې اورسولا وان ډرلاین د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي، چې د ښځو د خوندیتوب لپاره مبارزه روانه ده.
هغې ویلي، چې اروپا تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او له کورني تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره خپل لومړنی قانون تصویب کړ، خو دا هڅې لا تراوسه پای ته نه دي رسېدلي.
نوموړې زیاته کړې: «نن شپه اروپا زمونږ د مسوولیت د یادونې لپاره په نارنجي رڼا روښانېږي، څو د دې پیغام یادونه وشي چې هره ښځه باید له وېرې پرته ژوند وکړای شي.»
نوموړې دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي له نړۍوالې ورځې سره برابره ده او دغه نارنجي کمپاین د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو نړۍوال سمبول دی.