پر روسیې د اوکراین تازه بریدونه؛ درې کسه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي

روسي چارواکو ویلي، چې د روسیې پر سوېل د اوکراین په برېدونو کې درې کسان وژل شوي او لږترلږه ۱۶ نور ټپیان دي. د روستوف والي ویلي، په دغه بریدونو کې شاوخوا ۱۲ کورونه او یوه فابریکه زیانمنه شوې ده.

د روسیې دفاع وزارت بیا ویلي، د روسیې پر بېلابېلو سیمو د بېګانيو بریدونو پرمهال ۲۴۹ اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکې وېشتل شوې دي.