پاکستان کې د خبریالانو د نیولو دوام؛ پولیسو په اسلام‌اباد کې د نورین پخوانی خبریال نیولی

پاکستاني پولیسو په اسلام‌اباد کې د صابر شېرزاد په نوم د نورین ټلوېزیون پخوانی خبریال نیولی دی. نیول شوي خبریال ته نږدې کسانو له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په اړیکه کې ویلي، چې نوموړی د اسلام‌اباد له اېف-۶ سیمې څخه نیول شوی او پولیسو حاجي کمپ ته لېږدولی دی.