• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

افغانستان د اسلامي هېوادونو پیوستون سیالیو کې له ۳۱ هېوادونو وړاندې و

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې رییس ویلي، چې د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو کې محمد جعفر سلطاني د برونزو مډال ګټلی او له دې سره د افغانستان د ګټلو مډالونو شمېر درېیو ته ورسید او په یادو سیالیو کې له ۳۱ هېواددونو څخه مخکې شو.

احمدالله وثیق ویلي، چې محمد جعفر سلطاني د اسلامي هېوادونو د پيوستون په سیالیو کې د ووشوو په برخه کې د برونزو مډال ګټلی او نن کابل ته راستون شتون شو.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د المپیک، بدني روزني او سپورټ ادارې رییس احمدالله وثیق ویلي، چې د سعودي عربستان په کوربه توب د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو کې افغانستان له دې وړاندې مویتای په برخه کې د سرو زرو او د تیکواندو په برخه کې د نقرې مډالونه هم ګټلي وو او د برونزو مډال په ګتلو سره د ۵۷ هېوادونو له ډلې څخه له ۳۱ هېوادونو مخکې شو.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۳

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۵

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

•
•
•

نور کیسې

د موی‌تای افغان ملي لوبغاړي مشعل اسلامزي په ټایلنډ کې خپل مراکشی سیال ناک‌اوټ کړ

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۹ GMT+۰
100%

د افغانستان د موی‌تای ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي مشعل اسلامزي په ټایلنډ کې د «راجا» په معتبرو مسلکي سیالیو کې خپل مراکشی سیال په لومړیو ۳۰ ثانیو کې ناک‌اوټ کړ. دغه سیالي (د لېندۍ په ۳مه) په بنکاک ښار کې ترسره شوه.

دغه سیالي چې د ۵۲ کیلو ګرامه وزن په کټګورۍ کې جوړه شوې وه او باید له پنځو تر درېیو دقیقو پاڼیو کې ترسره شوې وای؛ خو اسلامزي د لومړۍ پاڼۍ په پیل کې په یوه پیاوړي سوک سره د مبارزې برخلیک بدل کړ او بریا یې خپله کړه.

مشعل اسلامزی چې نږدې یوه میاشت کېږي ټایلنډ ته د مسلکي تمریناتو لپاره تللی، د افغانستان د موی‌تای ملي لوبډلې د تجربو اوږد تاریخ لري. د ده لویه موخه د ONE Championship په نړۍوال سازمان کې ګډون کول دي.

اسلامزي په دغه سیالیو کې د «کروس جېم» د استازي په توګه برخه اخیستې وه او په دغه سیالیو کې د ۱۱ هېوادونو لوبغاړو ګډون کړی و. نوموړی د جواد ازاد او څو ټایلنډي روزونکو تر څارنې لاندې تمرین کوي.

اسلامزی په ۱۳۹۲کال کې د نوي ځوان په توګه د افغانستان ملي لوبډلې غړی شو. هغه وایي، چې په تېرو ۱۲ کلونو کې د ملي لوبډلې غړی و او په دې موده کې یې درې ځله په نړۍوالو او اسیايي سیالیو کې د افغانستان استازولي کړې ده.

اسلامزي په ۲۰۱۸کال کې د بنکاک د ځوانانو له نړۍوالو سیالیو د سپینو زرو مډال وګاټه او په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۳ کلونو کې یې په ترتیب سره د ټایلنډ په نړۍوالو سیالیو او د ایران په اسیايي سیالیو کې د برونزو او سرو زرو مډالونه ګټلي وو.

100%

افغانستان د ۲۰۲۵ کال د ۱۹ کلنو اسیا جام کوربه توب کوي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۷ GMT+۰
100%

د افغانستان کرېکټ بورډاو د اسیا کرېکټ شورا په ګډه اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال د نولس کلنو اسیا جام سیالۍ به راتلونکی کال د افغانستان په کوربه توب په عربي اماراتو کې ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سیالۍ به په ۲۰۲۵ میلادي کال کې په ټاکلي مهالویش ترسره شي او د اسیا مخکښې د نولس کلنو لوبډلې به پکې ګډون وکړي.

د کرېکټ بورډ په وینا، د دې سیالیو تنظیم، همغږي او د سیالیو بشپړ تخنیکي ترتیبات به د افغانستان کرېکټ بورډ په همکارۍ ترسره کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ او د اسیا کرېکټ شورا ویلي چې د مناسبې وېزې، معیاري لوبغالو او لوژستیکي اسانتیاوو له امله پرېکړه شوې چې لوبې په عربي اماراتو کې ترسره شي، او تمه ده چې دا سیالۍ به د نولس کلنو لوبغاړو لپاره د نړیوال کرېکټ په لور د پرمختګ مهم فرصت برابر کړي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان په وروستیو کلونو کې د ځوانانو په کچه کرېکټ کې ښه وده کړې او د نولس کلنو د کچې په سیالیو کې یې څو ځلې غوره پایلې ترلاسه کړي دي.

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام؛ افغانستان په څلورم ګروپ کې له سختو سیالانو سره مخ دی

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۲ GMT+۰
100%

د کرېکټ نړۍوالې شورا د ۲۰۲۶کال نړۍوال شل اوریز جام لپاره د سیالیو جوړښت اعلان کړ، چې افغانستان به په څلورم ګروپ کې د سویلي افریقا، نیوزېلنډ، متحده عربي اماراتو او کاناډا سره لوبې وکړي. دغه سیالۍ به د هند او سرېلانکا په ګډ کوربه‌توب د ۲۰ لوبډلو په ګډون ترسره شي.

د نړۍوال جام دغه سالۍ د ۱۴۰۴کال (د سلواغې پر ۱۸مه) پیلېږي او د کب تر ۱۷مې به دوام وکړي. دغه لوبې به د هند په احمداباد، ډیلي، کلکتې، چنای او ممبۍ، او د سریلانکا په کولمبو او کندي ښارونو کې ترسره شي.

د پایلوبې لوبه به د احمداباد په لوبغالي کې ترسره شي؛ خو د پاکستان ټولې لوبې به په سریلانکا کې وي او که پاکستان پایلوبې ته ورسېږي؛ نو پایلوبه به په سریلانکا کې وي.

یاده دې وي، چې هند د تېر نړۍوال جام اتل دی. د ۲۰۲۴کال نړۍوال جام اووه غوره لوبډلې، افغانستان، اسټرالیا، بنګله‌دېش، انګلستان، سویلي افریقا، امریکا او وېسټ انډیز لوبډلې وې.

د ۲۰۲۶کال نړۍوال شل اوریز جام نورو ګډونوالو لوبډلو په دغه سیالیو کې د نړۍوالو انتخابي سیالیو له لارې خپل ځای پیدا کړی دی. کاناډا د امریکا له زون څخه، اېټالیا چې لومړی ځل په نړۍوال جام کې ګډون کوي او هالنډ د اروپا له زون، نامیبیا او زیمبابوې د افریقا له زون او نیپال، عمان او متحده عربي امارات د اسیا–EAP له انتخابي سیالیو بریالي شوي او د نړۍوال جام برخه جوړ شوي دي.

د کرېکټ نړۍواله شورا تمه لري، چې دغه جام به د لوبغاړو ترمنځ د مهارتونو، ستراتېژۍ او حوصلې یوه ستره ازموینه وي او د نړۍوال کرېکټ د سیالیو په تاریخ کې به مهمه سیالي وي.

کابل کې د افغانستان د فوټبال اتلانو غوره لیګ پنځم پړاو سیالۍ پیل شوې

۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۶ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې ویلي، چې نن په کابل کې د فوټبال د اتلانو غوره لګ پنځم پړاو سیالۍ د لسو لوبډلو ترمنځ پیل شوې.

د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون رییس محمد یوسف کارګر د افغانستان د فوټبال اتلانو غوره لیګ پنځم پړاو سیالیو د پرانیستنې په مراسمو کې ویلي، چې په یاد لیګ کې به لس لوبډلې یو د بل په وړاندې ولوبېږي.

د نوموړي په خبره د لوبډلو په ترکیب کې د نایجیریا، ازبکستان، پاکستان او ایران په ګدون د ځینو اروپايي او امریکايي هېوادونو لوبغاړي هم شتون لري.

د افغانستان د فوټبال اتلانو غوره لیګ پنځم پړاو سیالیو کې استقلال، ابو مسلم، جوانان پیروزي، اتفاق خانزاده کلب، ارمان FC، سرسبز یاشلر، سرخ پوشان خوافي، صرافان هرات، عینو مېنه او خراسان فاریاب لوبډلې یو د بل په وړاندې لوبېږي.

د مسولینو په خبره یاد لیګ به د لېندۍ میاشتې تر ۲۶مې نیټې دوام ولري.

د افغانستان د جوجېتسو ملي لوبډلې درې استازي مډالونو ته تر رسېدو وړاندې له سیالیو بهر شول

۳۰ لړم ۱۴۰۴ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۲۱ GMT+۰
100%

د اسلامي هېوادونو ترمنځ د پیوستون سیالیو پر دوام؛ د افغانستان د جوجېتسو ملي لوبډلې استازي د سیالۍ په لومړۍ ورځ مډالونو ته تر رسېدو وړاندې له سیالیو بهر شول.

د هېواد د ۶۹ کیلوګرامه وزن په ګټګورۍ کې سید سرور حسیني د مراکش سعید الهادي ته په لومړي پړاو کې د ۵۰-۰ نمرو په توپیر ماتې ورکړه. حسیني بیا په نیمه پای لوبه کې د قزاقستان د استازي پر وړاندې ماتې وخوړه او د برونزو مډال ګټلو لپاره د متحده عربي اماراتو له استازي سره مخامخ شو، چې ۲-۰ نمرو په توپیر یې ماتې وخوړه.

دارنګه، د افغانستان د ۹۴ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې بیا عبدالباسط رحیمي د اذربایجان فردوسي زمانوف ته په لومړي پړاو کې ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته لاړ. رحیمي په دې پړاو کې د قزاقستان له رمضان کوساینوف سره سیالي وکړه او ماتې وخوړه.

له هغې وروسته د افغانستان دغه استازی د برونزو مډال لپاره د خپل الجزایري سیال پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شو؛ خو د ۵-۰ نمرو په توپیر یې ماتې وخوړه. محمد رضا عطايي هم د ۸۵ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې په نیمه پایلوبه کې ماتې وخوړه او له سیالۍ بهر شو.