طالبان وايي چې له هرات نه روسیې، ازبکستان او قزاقستان ته د ګازو ټانکرونه صادریږي

په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر ویلي، چې په یاد ولایت کې د ګازو د ټانکرونو د تولید یو شرکت خپل تولیدات، روسیې، ازبکستان او قزاقستان ته صادروي.

په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر ویلي، چې په یاد ولایت کې د ګازو د ټانکرونو د تولید یو شرکت خپل تولیدات، روسیې، ازبکستان او قزاقستان ته صادروي.
په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر ویلي، چې په یاد ولایت د ګازو د ټانکرونو د تولید یوه شرکت تردې مهاله د ګازو د لېږد ۱۴ ستر ټانکر روسیې او ازبکستان ته صادر کړي دي او یاد بهیر لا هم دوام لري.
طالبانو ویلي، چې د هرات د صنعت کارانو د ملاتړ لپاره د تولیدي صنعتونو د پیاوړتیا لپاره بېلابېل پروګرامونه لري او هڅه کوي د تولیدي فابریکو د لا پراختیا لپاره زمینه برابره کړي