د طالبانو د اقتصاد وزیر: نړۍواله مرسته د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره اړینه ده

د طالبانو د اقتصاد وزیر دین‌محمد حنیف د نړۍوالې بشري ادارې «مرسي کرپس» د سیمه‌ییزې مسوولې سانا جانسن او د دغه سازمان له مشرې ماریانا وان‌سهن سره په لیدنه کې د افغانستان د اقتصادي پراختیا، د کرنې او انرژۍ سکتورونو ملاتړ او د اقلیمي بدلونونو پر مدیریت خبرې کړې دي.