• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي په کابل کې یې ۵۷ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تور نیولي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو یې په کابل کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې، ۵۷تنه د نشه یي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیولي دي.

یاد وزارت پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي چې له نیول شویو کسانو څخه یې ۱۰۰۰ نشه یي تابلېټونه، شیشه، هیرویین او چرس هم ترلاسه کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یاد نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۳
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۵

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان او ایران ځانګړو استازو د افغانستان په تړاو خبرې وکړې

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۰ GMT+۰
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د افغانستان په چارو کې د ایران له ځانګړي استازي سره یې کتلي او دواړو لوریو د سیمې د وضعیت او اندېښنو په اړه خبرې کړې دي.

محمد صادق نن د چارشنبې په ورځ، د لیندۍ ۵مه پر خپل اېکس لیکلي، چې د افغانستان په چارو کې د ایران له ځانګړي استازي محمد رضا بهرامي او ورسره مل پلاوي سره یې کتلي دي.

نوموړي ویلي، چې د یادې لیدنې په ترڅ کې یې د سیمې د وضعیت او دده په وینا، د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ډلو فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي.

صادق خان ویلي، چې پاکستان له ایران او نورو سیمه ييزو ملګرو سره د ګډو امنیتي ننګونو د حل په موخه پر ګډو هڅو او همکاریو ټینګار کوي او په سیمه کې د سولې او ثبات د هڅو ملاتړ ته ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران ویلي پر یوه سیمه ییز چوکاټ کار کوي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر اوسني وضعیت پکې بحث وشي او په سیمه کې ثبات ټینګ شي.

ملي مقاومت جبهه وايي، په کندوز کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۴ GMT+۰
100%

د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو وسله‌والې مخالفې ډلې ادعا کړې، چې ځواکونو یې د کندوز ولایت په امام صاحب بندر کې د طالبانو یو قوماندان ټپي کړی او څو نور طالبان یې وژلي دي. دغه جبهه وایي، چې په دغه عملیاتو کې ملکي خلکو او د دوی ځواکونو ته زیان نه‌دی رسېدلی.

د ملي مقاومت جبهې په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه برید د شنبې په شپه د کندوز ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوندې سیمې کې شوی دی. د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه برید کې د طالبانو یو قوماندان ټپي شوی او د هغه څو ساتونکي وژل شوي دي.

یادې جبهې د وژل شویو کسانو د شمېر په اړه څه نه‌دي ویلي. خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر ضد به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

د یادې جبهې د دغه ادعا په اړه لاتر اوسه طالبانو څه نه‌دي ویلي.

مولوي عبدالکبیر: په ګاونډیو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۷ GMT+۰
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له لوړپوړو چارواکو سره په ناسته کې ویلي، چې په ګاونډیو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

هغه ویلي:« د ژمي په راتګ سره د راستنو شویو ستونزې ډېرې شوې دي او په ګاونډیو هېوادونو کې د پاتې افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی.»

د یاد وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې (UNDP) له مرستیالې او د ناورینونو د مدیریت د برخې له مشرې اغلې شکونودا او پلاوي سره یې د راستنېدونکو د ملاتړ او د کډوالۍ د ستونزو دایمي حل په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د اغلې شکونودا په حواله راغلي:« افغانستان زموږ لپاره لومړیتوب لري او موږ د افغان کډوالو د ستونزو دایمي حل ته ژمن یو.» هغې زیاته کړې، چې د راستنېدونکو د ظرفیتونو او مهارتونو په کارولو سره هغوی کولای شي د ټولنې فعال غړي شي او د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د هغوی لپاره د مناسبه کاري فرصتونو د رامنځته کولو هڅې کوي.

خبرپاڼه زیاتوي، د پلاوي غړو همدارنګه د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د اغېزمن مدیریت لپاره له دغه وزارت سره د ګډې کمېټې د جوړولو وړاندیز کړی دی. په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له مرستو مننه کړې ده.

مولوي کبیر له نړۍوالو غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره دې خپلې پروژې پراخې کړي. د هغه په وینا؛ دغه وزارت اړمنو راستنېدونکو ته د مرستو د وېش لړۍ پیل کړې او د ملګرو ملتونو له ادارو یې غوښتي، چې «د کډوالو لاسنیوی زیات کړي».

د افغانانو لپاره د ایران کاري ویزې؛ ایرانی چارواکی: تر دې دمه ۸زره غوښتنلیکونه ترلاسه شوي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۵ GMT+۰
100%

د ایران د کار او ټولنیزې هوساینې وزارت د بهرنیو وګړو د کارموندنې څانګې مشر علي باقري ویلي، چې د افغانانو له‌خوا یې د کاري ویزو لپاره شاوخوا ۸زره غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي؛ خو دغه شمېرې د ورځې په تېرېدو د بدلون په حال کې دي.

باقري ویلي:« دا هغه ۸زره غوښتنلیکونه دي، چې اوس‌مهال د پروسس په حال کې دي؛ یو شمېر یې منل شوي، ځینې د اصلاح لپاره کار ورکوونې ادارې ته استول شوي او ځینې هم رد شوي دي.»

هغه د ۲۰۰زره ویزو په اړه هم خبرداری ورکړ او ویې ویل:« ویزې د کورنیو اړتیاوو، د مجازو کارونو او مشخصو سیمو د اړتیا له مخې صادرېږي او ښايي له ټاکل شویو ۲۰۰زره ویزو څخه ټولې هغه صادر نه‌شي.»

د غوښتنلیکونو د پروسې په اړه باقري وویل، چې د ویزو غوښتنې په درېیو برخو وېشل کېږي: «تایید شوې»، «د اصلاح لپاره استول شوې» او «رد شوې» او دغه لړۍ دوام لري. باقري د بهرنیو کارګرو د قانوني ګومارنې په اړه زیاته کړه:« هغه کسان چې کارکوونکو ته اړتیا لري باید لومړی په سیسټم کې نوم لیکنه وکړي، اسناد ثبت کړي او بیا کارګر انتخاب کړي. یوازې مشخصې سیمې او ولایتونه د کارګرو د ګومارنې لپاره غوره شوې دي.»

هغه د کارګرو د حقوقو یادونه هم وکړه:« هغه کسان چې ویزه لري، ایران ته تر ورتګ وروسته د کفالت کارت ترلاسه کړي؛ نو د قانوني کارګر په توګه به وپېژندل شي. کارورکوونکی باید د دوی ټول حقونه ورکړي او هغوی بیمه کړي.»

باقري په پای کې ټینګار وکړ، چې لومړیتوب کورنيو کارګرو ته ورکول کېږي او یوازې په هغه صورت کې چې مناسب کارګر پیدا نه‌شي؛ خلک کولای شي له بهرنيو کارګرو څخه کار واخلي.

محمد اشرف حیدري: پاکستان د افغانستان ثبات ته ګواښ جوړوي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۵ GMT+۰
100%

په سریلانکا کې د افغانستان پخوانی سفیر او د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان مشر محمد اشرف حیدري وایي، چې پاکستان د افغانستان ټولنیز، اقتصادي او امنیتي حالت د بې‌ثباته کولو هڅه کوي او دا کار د نوي کړکېچ د رامنځته کېدو ګواښ زیاتوي.

ښاغلي حیدري پر اېکس پاڼه کاږلي، هغه اقدامات چې اسلام‌اباد یې عملي کوي؛ د افغانستان شته ستونزې نورې هم زیاتوي او سیمه د یوه نه مخنیوي وړ ناورین پر لور بیايي. د نوموړي په وینا:«جبري بېرته ستنېدنه د هغو افغانانو چې له جدي ځورونې او ګواښ سره مخ دي؛ پر ټولنې او وګړو فشار لا زیاتوي او خلکو ته رواني او اقتصادي تاوان رسوي.»

هغه همداراز یادونه کړې، چې د پاکستان له لوري په عامو خلکو هوایي بریدونه د رواني جګړې وسیله ګرځېدلې او دغه چاره د وېرې، رواني فشار او ټولنیزو شخړو لامل ګرځي. حیدري همداراز لیکي:« اقتصادي محدودیتونه او د سوداګرۍ لارې تړل د مېلیونونه افغانانو ژوند لا ګران کړی او هغوی لا له وړاندې د بېلابېلو فشارونو پر وړاندې زیانمن شوي دي.»

د نوموړي په وینا؛ پاکستان هڅه کوي طالبان چې وړاندې یې د یو باور وړ ځواک په توګه کارولی، د خپلو ستراتېژیکو اهدافو سره همغږي کړي. دغه پخواني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د بېلابېلو قومي او مذهبي ډلو یوځای کېدل او د «رژیم بدلون» هڅې د تېرې جګړې د خونړیو شخړو ګواښ بیا ژوندی کوي.

حیدري ټينګار کړی، چې افغانان او نړۍواله ټولنه په ځانګړي ډول ملګري ملتونه باید دغه خبرداری جدي ونیسي او د ثبات د ملاتړ لپاره اقدام وکړي. نوموړي همداراز زیاته کړې: «افغانستان اوس د یوې رېښتینې، پراخ بنسټه او ملاتړ شوې سولې پروسې ته اړتیا لري او باثباته افغانستان نه یوازې د افغانانو لپاره؛ بلکې د سیمه‌ییز توازن او نړۍوال امنیت لپاره به هم ګټور وي.»