• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د بدخشان والي د یوه پلاوي په مشرۍ د تاجکستان خاروغ ښار ته سفر کړی

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۶ GMT+۰تازه شوی: ۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۴ GMT+۰

د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند وایي، چې د یادې ډلي د بدخشان والي په مشرۍ پلاوي د چهارشنبې په ورځ د تاجستان خاروغ ښار ته د سفر په ترڅ کې د تاجکستاني چارواکو سره د بندرونو د نظم او سرحدي همغږۍ پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله فاروقي ویلي، چې د بدخشان لپاره د یادې ډلي والي محمد اسماعیل غزنوي د بدخشان په خاروغ ښار کې د کوهستان مختار بدخشان ولایت والي، د ملي امنیت مرستیال او نورو چارواکو سره کتلي ده.
پر همدغه مهال په بدخشان کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ رییس حکمت الله اخوندزاده ویلي، چې د بدخشان لپاره د طالبانو والي او تاجکستاني چارواکو د سرحدي همکاریو پیاوړتیا، اقتصادي اړیکو او امنیتي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي، چې دواړو لوریو د سرحدي بازارونو د فعالولو، د سیمه‌ییزو محصولاتو د راکړې ورکړې او د پانګونې د فرصتونو د پراختیا په اړه هوکړه وکړه.
د بدخشان د اوبو او انرژۍ رییس ویلي، چې سیمه‌ییزو طالب پلاوي او تاجکستاني چارواکو د سرحدي سیمو د امنیت، د غېرقانوني تګ راتګ د مخنیوي او معلوماتو د شریکولو ترڅنګ د ګډو امنیتي اقداماتو له لارې د قاچاق او امنیتي ګواښونو مخنیوي په اړه هم ژمني تازه کړې دي.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۳

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۵

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

•
•
•

نور کیسې

سپینې ماڼۍ ته نږدې د ملي ګارډ دوه سرتېري وژل شوي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۸ GMT+۰
100%

واشنګتن پوسټ د امریکا د فدرالي چارواکو له قوله لیکلي، چې نن چهارشنبه (د لیندي ۵مه) سپینې ماڼې ته نږدې د ملي ګارډ دوه سرتېري په یوه برید کې په ډزو وژل شوي. ویل کېږي، چې په دې تړاو یو شکمن کس هم نیول شوی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویټ وویل: «ولسمشر د پېښې په اړه خبر شوی دی.»

ټرمپ دا مهال د شکرکزارۍ د رخصتیو په مناسبت د فلوریډا په پالم بېچ کې په خپل استوګنځي کې دی.

د پېښې په اړه ځینو رسنیو لیکلي، چې دغه دوه ساتونکي د برید په وخت کې وژل شوي او بریدګر ټپي حالت کې نیول شوی دی. تراوسه د دې برید د انګیزې په اړه څه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د پېښې له امله د رونالډ رېګن ملي هوایي ډګر ته الوتنې شاوخوا شل دقیقې ځنډول شوې وې، خو وروسته عادي شوې دي.
د هوایي ډکر مسوولینو ویلي، چې ځیني پروازونه کېدای شي لږ ځنډ سره مخ شي.

د خراسان رضوي والي: ایران غواړي چې اړین توکي له افغانستان څخه وارد کړي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۱ GMT+۰
100%

د ایران د خراسان رضوي والي غلام حسین مظفري په هرات کې د طالبانو له والي سره په کتنه کې ویلي، چې له افغانستان سره د وارداتو کچه زیاتوي او ایران د اړتیا وړ توکې له دغه هېواد څخه واردوي.

په دې لیدنه کې د سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د ټرانزیټي اسانتیاوو او ګډو اقتصادي فرصتونو په اړه هم خبرې وشوې.

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی والي اسلام جار له ایراني چارواکو او سوداګرو سره په لیدنه کې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

طالبانو په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې دا ناسته مهمه بللې او زیاته کړې ده: «د ایراني چارواکو او سوداګرو دا سفر د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو بازارونو وده او د سیمه‌ییزې سوداګرۍ په برخو کې اغېزمن کېدای شي.»

طالبانو د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ پراختیا، د ټرانزیټي اړیکو زیاتوالی او په سوداګریزو همکاریو کې اسانتیاوې د خپلو لومړیتوبونو په توګه یادې کړي.

طالبانو د خراسان رضوي د والي له قوله لیکلي، چې نوموړي له افغانستان څخه د وارداتو زیاتوالي ته لېوالتیا ښودلې او زیاته کړې: «موږ هڅه کوو چې د یاد هېواد بازارونو اړتیاوې له افغانستان څخه پوره کړو.»

طالبان: په لړم میاشت کې نږدې ۳ زره بهرنيو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۵ GMT+۰
100%

د طالبانو د احصایې او معلوماتو اداره وایي، چې د ۱۴۰۴ کال د لړم میاشتې په ترڅ کې د هوایي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې هېواد ته ۲,۷۶۸ بهرنيو وګړو تګ راتګ کړی دی. دغې ادارې ویلي، چې په دې شمېر کې ۸۶ کسان یې ښځې دي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د لړم په میاشت کې د ۶۲ ښځو په ګدون ۱۴۲۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي دي او دغه راز د ۲۴ ښځو په ګډون ۱۳۴۲ نور له هېواد څخه وتلي دي.

یادې ادارې بیا دا مشخص کړې نه ده، چې دغه شمېر بهرني وګړي څوک او د کومو هېوادونو دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته په میلیونه افغانان کډوال شول، چې له دغه جملې یې ډېری یې د خپلو کورنیو د لیدو لپاره هم افغانستان ته تګ راتګ کوي.

اصف دراني: موږ په افغانستان کې د رژیم د بدلون غوښتونکي نه یو، ټي‌ټي‌پي باید مهار شي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۵ GMT+۰
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف دراني وایي، په افغانستان کې د رژیم د بدلون غوښتونکی نه دی، بلکې د پاکستاني طالبانو تحریک مهارول غواړي. نوموړي زیاته کړه، چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ روان وضعیت ښه نه دی.

اصف دراني د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې پاکستان باید پر افغان خاوره وروستي بریدونه رد کړي او طالبان باید د دې بریدونو روښانه انځورونه خپاره کړي.

نوموړي د پاکستان او طالبانو د اړیکو پر ترینګلتیا اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده: «متاسفانه د دواړو خواوو اړیکې ښې نه دي، سوداګري بنده ده، لارې تړلې دي او وضعیت مناسب نه دی.»

د دراني په خبره، ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې فعالیت کوي او افغان طالبان یې ملاتړ کوي.
هغه وايي، چې ټي‌ټي‌پي د پاکستان لپاره یوه لویه اندېښنه ده او افغان لوری باید د دې ډلې د مهارولو په برخه کې ونډه واخلي.

نوموړي ادعا کړې. چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پوځ پر پوستو د ټي‌ټي‌پي په بریدونو کې افغانانو هم برخه اخیستې او انځورونه یې هم خپاره شوي دي.

دراني طالبان د افغانستان د اوسني واقعیت په توګه یاد کړي، چې اوس مهال واکمن دي. د هغه په خبره، طالبان له امریکا سره د تړون له مخې واک ته رسېدلي او په دې اړه څه نه وايي.

که څه هم اصف دراني د افغانستان انټرنشنل ډېرو پښتنو ته واضیح ځواب ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې د ټي‌ټي‌پي مهارول وخت ته اړتیا لري او پاکستان به په دې برخه کې جدي وي.

هغه د افغان طالبانو په اړه وویل: «موږ په افغانستان کې د بدلون غوښتنونکي نه یو، باید طالبان د ترهګرو د ملاتړ څخه لاس واخلي او ژمنې عملي کړي.»

نوموړي له طالبانو غوښتي، چې د نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، او بشري حقونو سازمانونو اندېښنو ته جدي ځواب ورکړي.

د دراني په خبره، پاکستان د هند او طالبانو اړیکو ته کوم غبرګون نه ښيي او د طالبانو خوښه ده چې د هر چا سره اړیکې جوړې کړي.

اصف دراني ویلي، چې ټول افغان طالبان د پاکستان دوښمنان نه دي او یو شمېر یې له اسلام‌اباد سره ښې اړیکې لري؛ خو هغه زیاته کړه چې نه غواړي د هغو طالب چارواکو نومونه یاد کړي.

نوموړي هیله وښوده، چې طالبان د ستونزو په حل کې پر ځان تکیه وکړي او نور اړخونه په دې کې دخیل نه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف درانی تر دې مخکې ویلي و، چې افغانستان د شاوخوا ۲۰ ترهګرو ډلو د فعالیتونو مرکز دی. نوموړي دغه راز ویلي و، د سیمې هېوادونه باید د وضعیت د کنټرول لپاره رغنده ګامونه پورته کړي؛ ځکه چې د طالبانو حکومت په خپله د دغه کړکېچ په مدیریت کې بې‌وسه دی.

پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم په ځلونو ادعا کړې ده، چې طالبانو د افغانستان په خاوره کې د «ټي‌ټي‌پي» په ګډون د دوی د حکومت ضد وسله‌والو ډلو ته پناه ورکړې ده او دغه ډلې له هغه ځایه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه پلانوي؛ خو دا هغه ادعاوې دي چې طالبانو په وار-وار رد کړې دي.

پاکستاني سوداګر وايي چې له افغانستان سره د لارو بندیدو سخت زیان ور رسولی

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۳ GMT+۰
100%

پاکستاني سوداګرو په پېښور کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان او د عوامي نشنل ګوند مسوولینو سره کتلي او له افغانستان سره یې د سوداګریزو لارو د پرانېستل کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د سوداګرو د جرګې غړو نن د چار شنبې په ورځ د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمان سره کتلي او له افغانستان سره د لارو خلاصیدو په برخه کې یې ترې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

پاکستاني سوداګرو ویلي، چې د لارو تړل کېدو له امله ورته سخت زیان اوښتی دی او ټولې لارې دې ژر تر ژره پرانېستل شي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن سوداګرو ته له خپله اړخه د لارو د خلاصیدو په برخه کې د هلو ځلو په تړاو ژمنه ور کړې ده.

بل خوا د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر میا افتخار حسین د لارو بندیدو په غبرګون کې پر پاکستاني چارواکو نیوکې کړې دي او وايي، چې د لارو بندیدو سره تر ټولو ډېر زیان د پاکستان عامو خلکو ته اوښتی دی.

نوموړي پر طالبانو او پاکستان غږ کړی چې کړکېچ دې د خبرو له لارو حل کړي.

میا افتخار ویلي:« موږ افغانستان او پاکستان ته وایو اول او ښه حللاره داده، چې مذاکرات وکړئ، بیا قطر او ترکیې ته وایو، چې تاسې د خبرو ضمانت کړی دی، په کار ده چې ضمانت سر ته ورسوئ او اوسنۍ ستونزه حل کړئ. چې ستونزه حل شي، بیا به لارې او سوداګري هم پرانېستل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې له شاوخوا ۴۶ ورځو راهیسې د هر ډول سوداګرۍ او تګ راتګ پرمخ تړلې دي.

د راپورونو له مخې، د لارو بندیدو له امله د دواړو لوریو سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی دی.