د طالبانو او ایران د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالان پر دوه اړخیزو اړیکو وغږېدل

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستیال مهدي سبحاني سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او په ایران کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو پر ښه والي او پرمختګ خبرې کړې دي.