• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کایا کالاس: د روسیې پروړاندې نورو بندیزونو ته اړتیا ده

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۹ GMT+۰

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو اړیکو استازې کایا کالاس وایي، چې د روسیې پروړاندې نورو بندیزونو ته اړتیا ده او د اوکراین پراخ ملاتړ باید دوام وکړي.

د نوموړې په وینا، داسې هېڅ نښه نشته چې روسیه د اوربند لپاره چمتو وي.
هغې همداراز وویل: «که موږ غواړو د دې جګړې له دوام څخه مخنیوی وکړو، نو په حقیقت کې باید د روسیې پوځ او د دغه هېواد پوځي بودیجه محدود کړو.»
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو اړیکو استازې کایا کالاس زیاته کړه، چې هر ډول د سولې تړون باید د روسیې له لوري هم ځینې امتیازات ولري.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۳

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۵

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي ارزګان کې د انارو له ۶۶۹ هکټاره باغونو څخه څه باندې ۶زره ټنه حاصلات راټول شوي

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۵ GMT+۰
100%

په ارزګان کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ویلي، چې روان کال په یاد ولایت کې د انارو له ۶۶۹ هکټاره باغونو څخه ۶۴۶۹ ټنه انار راټول شوي دي.

د ارزګان یو شمېر بڼوالو ويلي، که څه هم د تېرکال په پرتله د انارو حاصلات ډېر و، خو د خرڅلاو لپاره یې مناسب بازار شتون نه لري او د صادراتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

په ورته مهال د یاد ولایت د کرنې ریاست مسولینو ویلي، چې د ارزګان د انارو حاصلاتو ډېره برخه په خپله ارزګان کې په مصرف رسېږي او لږ برخه یې کندهار ته له لېږدول کېدو وروسته هند او پاکستان ته صادرېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته له شاوخوا ۴۶ ورځو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولي لارې د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ پرمخ تړلې دي او طالبانو د افغانستان د وچې او تازه مېوو صادراتو لپاره له ازبکستان سره هوکړې کړې دي.

اورسولا وان ډرلاین: د ښځو د خوندیتوب لپاره مبارزه روانه ده

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۸ GMT+۰
100%

د اروپایي ټولنې د کمېسیون مشرې اورسولا وان ډرلاین د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي، چې د ښځو د خوندیتوب لپاره مبارزه روانه ده.

هغې ویلي، چې اروپا تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او له کورني تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره خپل لومړنی قانون تصویب کړ، خو دا هڅې لا تراوسه پای ته نه دي رسېدلي.

نوموړې زیاته کړې: «نن شپه اروپا زمونږ د مسوولیت د یادونې لپاره په نارنجي رڼا روښانېږي، څو د دې پیغام یادونه وشي چې هره ښځه باید له وېرې پرته ژوند وکړای شي.»

نوموړې دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي له نړۍوالې ورځې سره برابره ده او دغه نارنجي کمپاین د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو نړۍوال سمبول دی.

د سوډان د ار‌اېس‌اېف وسله‌والو مشر درې میاشتنی اوربند اعلان کړ

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۱ GMT+۰
100%

د سوډان د چټک ملاتړ وسله‌والو ځواکونو (ار‌اېس‌اېف) مشر د دوشنبې په ماښام اعلان وکړ، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هڅو په غبرګون کې به د ده وسله‌وال سمدستي د درې میاشتو لپاره بشري اوربند وکړي. دا اعلان په داسې حال کې شوی، چې جګړې دغه هېواد لوږې او قحطۍ ته ټېل وهلی دی.

د امریکا، متحده عربي اماراتو، مصر او سعودي عربستان هغه هېوادونه چې د "کواډ" په نوم پېژندل کېږي، روانه میاشت یې د درېیو میاشتو اوربند او د سولې د خبرو وړاندیز کړی دی.

ار‌اېس‌اېف وویل، چې دغه وړاندیز مني، خو لږ وروسته یې د پوځ پر سیمو د ډرون بریدونه پیل کړل.

د دوشنبې د ورځې اعلان یو اړخيز اوربند ښکاري. دا اعلان یوه ورځ وروسته له هغه شوی، چې د سوډان د پوځ مشر د "کواډ" وړاندیز رد کړ او متحده عربي امارات یې پر دې تورن کړل، چې ګواکې ار‌اېس‌اېف ته وسلې ورکوي. امارات دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د جګړې د ختمولو لپاره کار کوي.

سویسي ساینس‌پوهانو د شګې په اندازه داسې روباټ جوړ کړی چې کولای شي درمل تر ټاکلي ځای ورسوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۶ GMT+۰
100%

واشنګټن پوسټ لیکلي، چې د سویس ساینس‌پوهانو یو داسې مایکرو روباټ جوړ کړی، چې اندازه یې د شګې د دانې سره برابره ده او د مقناطیسي ساحې په وسیله کنټرولېږي.

د راپور له مخې، دغه کوچنی روباټ کولی شي د وینې رګونو او یا د دماغي مایعاتو له لارې حرکت وکړي او درمل د بدن دقیقې برخې ته ورسوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې دا پرمختګ د دې لپاره طرحه شوی چې د درملو سخت جانبي عوارض کم کړي.

د واشنګټن پوسټ په وینا، ساینس‌پوهان باور لري چې دا مایکرو روباټ کولای شي د ځانګرو درملنو لپاره په طبابت کې نوی بدلون رامنځته کړي.

طالبانو په سمنګان کې پر ۴۰۰ زلزله‌ځپلو کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي

۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۴ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ویلي، چې د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې یې له ۴۰۰ زلزله‌ځپلو کورنیو سره د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د بېوزلۍ د کمولو په موخه د ۳۱.۲ ټنه خوراکي توکي وېشلي دي.

طالبانو ویلي، چې دغه مرسته د ملک سلمان د بشري مرستو د مرکز له لوري چمتو شوې وه او پر هرې کورنۍ ۷۸ کیلو ګرامه خوراکي توکي وېشل شوي دي.

په دې مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې، بوره، لوبیا او خرما شامله ده.

د یادولو ده، چې څه موده وړاندې سمنګان، بلخ او ځینې نور ولایتونه نسبتا زوروري زلزلې ولړزول.

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۶کسان مړه او ۱،۱۴۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

یاد سازمان زیاتوي، په زلزله‌ځپلو سیمو کې شاوخوا ۴۳۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.