د امریکا مرستیال ولسمشر د کډوالو د اېستلو بهیر د لا ګړندي کېدو ګواښ وکړ

د امریکا د ولسمشر مرستیال جیډي وېنس په واشنګټن کې د یوه افغان کډوال له لوري پر دوو عسکرو تر برید وروسته ګواښ کړی، چې له دغه هېواده باید د کډوالو د اېستلو بهیر ګړندی او سخت شي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جیډي وېنس په واشنګټن کې د یوه افغان کډوال له لوري پر دوو عسکرو تر برید وروسته ګواښ کړی، چې له دغه هېواده باید د کډوالو د اېستلو بهیر ګړندی او سخت شي.
وېنس ویلي، په ۲۰۲۱کال کې د جو بایډن د حکومت پر هغې تګلارې د نیوکې له امله «نژادپال» بلل شوی و چې له مخې یې افغان پناهغوښتونکي په ډول، ډول او بې له لازمو امنیتي څېړنو امریکا ته داخلېدل. هغه وویل: «زموږ ډېری رایهورکوونکي نه یوازې خبرې؛ بلکې عملي اقدامات غواړي».
د ټرمپ مرستیال ټینګار وکړ، چې په واشنګټن کې د دغه تازه برید افغان بریدګر به قضایي ارګانونو ته وسپارل شي او تر دې وروسته باید «حکومتي هڅې دوه برابره شي؛ څو له خپل هېواد څخه ناقانونه او په جرمونو کې ښکېل کډوال وباسو». څو ساعتونه وړاندې واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ مخې ته یو افغان بریدګر د امریکا د مليګارډ پر دوو عسکرو ډزې وکړې او ورسره هممهاله ټرمپ اعلان وکړ، چې دغه کس په ۲۰۲۱کال کې د بایډن حکومت له لوري امریکا ته لېږدول شوی و.

د افغان اېواک په نوم د کډوالو د ملاتړ یو اېتلاف ویلي، چې واشنګټن ډيسي کې د یو افغان له لوري د مليګارډ پر دوو سرتېرو برید یو شخصي عمل دی او باید افغان ټولنې پورې ونه تړل شي. په دې تړاو اعلامیه کې راغلي، چې له دغه پېښې باید د افغانانو پر ضد سیاسي استفاده ونهشي.
دغه امریکایي سازمان د مليګارډ د ټپي شویو سرتېرو کورنیو سره غمرازي څرګنده کړې او د پېښې عامل ته یې د قانون له مخې د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده. د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي: «هېڅوک د بل کس د جرم یا کړنو په وړاندې مسوولیت نهلري. موږ رسنیو، منتخب چارواکو، پالېسي جوړونکو او ټولو بانفوذه کسانو ته د زړه له کومې سپارښتنه کوو چې د دغه ناوړه عمل لپاره دې افغان ټولنه نه بدناموي».
دغه سازمان زیاته کړې، امریکا ته له هر ننوتونکي افغان قوي امنیتي څېړنې کېږي او چارواکي باید پلټنې وکړي چې دغه پېښه څنګه او ولې رامنځته شوه. افغان اېواک وایي، هر څوک د خپلو کړنو مسوول دی او په همدې اساس باید د یو کس د کړنې له امله د یوې ټولنې د سپکولو هڅې ونهشي.
څو ساعتونه وړاندې د امریکا پلازمېنه واشنګټن ډيسي کې د سپینې ماڼۍ مخې ته یو کس د مليګارډ پر دوو عسکرو ډزې وکړې. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پېښه کې ښکېل کس افغان بللی دی.
هغه ویلي، دغه افغان بریدګر د ۲۰۲۱کال په سپټمبر میاشت کې د بایډن حکومت له لوري امریکا ته لېږدول شوی او اعلان یې کړی چې له یاد کال راهیسې تر اوسه پورې امریکا ته د ټولو ورغلو افغانانو په تړاو جدي څېړنې پیلوي.
د ملي مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مشر علي میثم نظري وایي، دوی د سپینې ماڼۍ مخې ته د امریکا د ملي ګارډ پر عسکرو برید خپه کړي او دغه پېښه غندي. هغه پنجشنبه د (لېندۍ ۶مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه برید ښايي په امریکا کې طالبانو پورې د اړوندو شبکو لهخوا شوی وي.
هغه زیاته کړې، دغه برید د رحمان الله لکڼوال په نوم کس کړی چې د طالبانو له ډلو او شبکو سره یې مستقیم تړاو لاره. د مقاومت جبهې دغه چارواکي لیکلي: «دغه ترهګر رحمان الله لکڼوال ښکاري، چې د طالبانو له ډلې او د هغوی له پراخې شبکې او چاپېریال سره مستقیم تړاو لري».
د علي میثم نظري په وینا؛ دوی تر ۲۰۲۱کال راهیسې خبرداری ورکړی، چې طالبان خپلې شبکې او نورو ترهګرو ډلو پورې تړلي کسان لوېدیځو هېوادونو ته استوي؛ څو هلته د بریدونو ترسره کولو ته زمینه برابره کړي. هغه ادعا کړې، چې طالبانو زرګونه بهرنیو ترهګرو ته د افغانستان پاسپورټونه هم وېشلي دي.
مقاومت جبهې خبرداری ورکړی، تر هغې چې طالبان پر افغانستان واکمن وي؛ نو نړۍ به له ډول ډول ګواښونو سره مخ شي او خطرونه به لا ډېر شي. یادې جبهې د امریکا د ملي ګارډ د دوو ټپي شویو عسکرو له کورنیو سره خپله غمرازي هم څرګنده کړې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د ملي ګارډ عسکرو بریدګر افغان اعلان کړی او ویلي یې دي، چې دغه کس د ۲۰۲۱کال په سپټمبر میاشت کې د بایډن حکومت له لوري دغه هېواد ته لېږدول شوی دی. هغه زیاته کړې، د ټولو هغو افغانانو څېړنه پیلوي چې تر ۲۰۲۱کال وروسته امریکا ته ورغلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې نیم ساعت وړاندې اعلان وکړ، چې په واشنګټن ډي سي کې پر ملي ګارډ برید کوونکی افغان د بایډن حکومت له لوري د ۲۰۲۱کال په سپټمبر میاشت کې امریکا ته لېږدول شوی و. هغه ویلي، چې له کابل نه په ۲۰۲۱کال کې د انتقال شويو کسانو په اړه څېړنې کوي.
ټرمپ وویل، چې د ملي ګارډ پر عسکرو برید یو «ترهګریز» عمل دی او په دې تړاو یې د ټپي شویو دوو عسکرو له کورنیو سره غمرازي وښوده. هغه ټینګار وکړ، چې د امریکا د پلازمېنې د خوندیتوب لپاره یې ۵۰۰تازه دمي د ملي ګارډ عسکر ګومارلي دي.
د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «دا زموږ د ټول ملت پر وړاندې یو جرم دی؛ بلکې د ټول انسانیت په وړاندې جرم دی». ټرمپ د پېښې افغان عامل «حیوان» وباله او ټینګار یې وکړ، چې د دغه کړنې بیه او سزا به پرې کړي. د نوموړي په وینا؛ استخباراتي معلوماتو په ډاګه کړې، چې دغه بریدګر له افغانستان نه امریکا ته ورغلی دی؛ خو د پوره هویت په تړاو یې نور جزییات نهدي ورکړي.
د ټرمپ په خبره: «دغه برید د امریکا ملي امنیت ته یو ګواښ دی، بایډن د هېواد لپاره دغه ناورین رامنځته کړی دی». هغه همداراز نیوکې وکړې، چې زرګونه سومالیایي وګړي هم امریکا ته داخل شوي او دغه هېواد کې یې وسلهوالې ډلې جوړې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ساعته وړاندې په واشنګټن ډيسي کې د ملي ګارډ پر دوو عسکرو برید وشو. د ټرمپ تر څرګندونو دمخه یو شمېر امریکايي رسنیو هم یاد بریدګر افغان بللی و.
د افغان مدني ټولنې ګډې کاري ډلې له نړۍ، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له سازمانونو او د هېوادونو له پارلمانونو وغوښتل، چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د نیولو او جبري شړلو مخه ونیسي.
دغې ډلې د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه ویلي، چې زرګونه افغان کډوالې ښځې او ماشومان په پاکستان، ایران، ترکیه، هند او تاجکستان کې د تاوتریخوالي، خپلسري نیونو، جبري شړلو او ناوړه چلند سره مخ دي.
دوو ویلي، چې د افغان ښځو پر وړاندې دا وضعیت په ټوله سیمه کې د بشري حقونو د سرغړونو یوه بېلګه ده.
په خبرپاڼه کې د پاکستاني پولیسو له خوا د کډوالو پر کورونو چاپې وهل، دروازې ماتول، خلک په زوره نیول او کورنۍ په تیاره او سړه هوا کې بند ساتل د اندېښنې وړ بلل شوي دي.
د دوی د معلوماتو له مخې، کډوال د نیول کېدو له وېرې شپې په پارکونو کې تېروي.
د افغان مدني ټولنې ګډې کاري ډلې له افغان کډوالو سره دا ډول چلند د بشري حقونو د ټولو قوانینو سرغړونه یاده کړې.
دوی له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له شورا، د کډوالو له عالي کمېشنرۍ او اروپایي ټولنې وغوښتل، چې په ټولو کوربه هېوادونو کې دا ډول کړنې وڅاري او دروي.
دغې ډلې همداراز غوښتنه کړې، چې د زیانمنونکو کورنیو لپاره بشري ویزې او د بیا مېشتېدو پروسه باید ګړندۍ شي.
د یادولو ده، چې د پاکستان پولیسو بیا د اسلاماباد په «ارجنتینا پارک» کې د نیمې شپې له چاپې وروسته د ۵۳۹ افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د بېرته جبري اېستلو لړۍ پیل کړې ده. د افغانستان انټرنشنل-پښتو د راپور له مخې؛ په نیول شویو کسانو کې د بشري حقونو فعالان، خبریالان او د پخواني حکومت کارکوونکي شامل دي.
پولیسو د هغه افغان کډوالو شمېر تایید کړی، چې تر نیول کېدو وروسته لومړی حاجي کمپ ته لېږدول شوي او له هغه ځایه د تورخم له لارې افغانستان ته اېستل شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت څو ورځې مخکې وویل، چې د روان کال له پیل راهیسې د بندیانو په ګډون تر ۲ مېلیونه او ۴۳۰زره ډېر کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
یاد شمېر کډوال له پاکستان، ایران، ترکیې او تاجکستان څخه یا په زور اېستل شوي او یا په خپله خوښه ستانه شوي دي. د راپورونو له مخې، دا کډوالو افغانستان ته په داسې حال کې ستانه شوي، چې اوسنی افغان ولس له پراخ بشري ناورین سره مخ دی.
واشنګتن پوسټ د امریکا د فدرالي چارواکو له قوله لیکلي، چې نن چهارشنبه (د لیندي ۵مه) سپینې ماڼې ته نږدې د ملي ګارډ دوه سرتېري په یوه برید کې په ډزو وژل شوي. ویل کېږي، چې په دې تړاو یو شکمن کس هم نیول شوی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویټ وویل: «ولسمشر د پېښې په اړه خبر شوی دی.»
ټرمپ دا مهال د شکرکزارۍ د رخصتیو په مناسبت د فلوریډا په پالم بېچ کې په خپل استوګنځي کې دی.
د پېښې په اړه ځینو رسنیو لیکلي، چې دغه دوه ساتونکي د برید په وخت کې وژل شوي او بریدګر ټپي حالت کې نیول شوی دی. تراوسه د دې برید د انګیزې په اړه څه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د پېښې له امله د رونالډ رېګن ملي هوایي ډګر ته الوتنې شاوخوا شل دقیقې ځنډول شوې وې، خو وروسته عادي شوې دي.
د هوایي ډکر مسوولینو ویلي، چې ځیني پروازونه کېدای شي لږ ځنډ سره مخ شي.