اوباما: په امریکا کې تاوتریخوالی ځای نهلري

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو عسکرو د برید په غبرګون کې ویلي، چې تاوتریخوالی په امریکا کې ځای نهلري. ښاغلي اوباما پر اېکس پاڼه کاږلي، چې هغه او مېرمن یې د دغه دوو عسکرو لپاره دعا کوي.
څو ساعتونه وړاندې د امریکا پلازمېنه واشنګټن ډيسي کې د سپینې ماڼۍ مخې ته یو کس د مليګارډ پر دوو عسکرو ډزې وکړې.




