په کونړ کې له ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

د طالبانو تر واک لاندې سره میاشت ټولنه وايي، په کونړ کې یې له ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه او غیر خوراکي توکو مرسته کړې. یادې ټولنې زیاته کړې، چې د کونړ د څوکۍ او نورګل ولسوالیو له اړمنو کورنیو سره د لومړنیو اړتیاوو، سر پناه او غیر خوراکي توکو ۹ قلمه مرسته شوې ده.
