په مسکو کې د طالبانو سفیر د شمال–سویل ټرانسپورټي دهلېز په درېیم نړۍوال فورم کې ګډون وکړ

په مسکو کې د طالبانو سفیر مولوي ګل حسن حسن د شمال–سویل ټرانسپورټي دهلېز په درېیم نړۍوال فورم کې ګډون کړی. ښاغلي حسن په دغه ناسته کې د وینا پرمهال ویلي، چې «د شمال–سویل دهلېز نښلول د لاجورد لارې او د شپږو هېوادونو له ځمکني دهلېز سره، د اوراسیا د مهم اقتصادي بدلون لامل ګرځي.»