• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عبدالرشید دوستم: د طالبانو د عادي ښودلو بهیر باید پای ته ورسېږي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۷ GMT+۰

د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم په امریکا کې د ترهګریزو ګواښونو په تړاو د یوه افغان د نیول کېدو په تړاو وايي، د طالبانو د عادي ښودلو بهیر باید پای ته ورسېږي. هغه ویلي، هر څوک چې د طالبانو ملاتړ کوي د امریکا لپاره نېغ په نېغه امنیتي ګواښ دی.

عبدالرشید دوستم د شنبې په ماخوستن (د لیندۍ ۸مه) په خپله اېکس پاڼه د محمد داوود الکوزي په نوم افغان چې په ښکاره یې پر امریکاییانو د ځانمرګي برید ګواښ کړی و، ویلي: «هر څوک چې له طالب ترهګره ملاتړ کوي، نو د امریکا لپاره نېغ په نېغه امنیتي ګواښ دی.»

هغه همداراز غوښتنه کړې: «د طالبانو عادي کول هم باید پای ته ورسېږي.»

د یادونې وړ ده، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت یو افغان کډوال د «ترهګریزو ګواښونو» په تور نیولی دی. هغه د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې امریکا ته رسېدلی و.

محمد داوود الکوزی پر دې تورن دی، چې د ټکزاس په فورټ ورث سیمه کې یې د یوې موخې لپاره د بم جوړولو لپاره په ټیک ټاک کې خپله ویډیو خپره کړې ده.

تر دې مخکې هم یوه بل افغان پناه غوښتونکي په واشنګټن کې د ملي ګارد یوه غړې وژلې او یو بل یې ټپي کړی دی.

دغې پېښې له پراخو غبرګونو سره سره په امریکا کې مېشت افغان د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.

تر دې برید وروسته ټرمپ د کډوالۍ اړوند تګلارې، په ځانګړي ډول د افغان پناه‌غوښتونکو لپاره لا سختې کړې.

له دې مخکې د امریکا د کډوالۍ ادارې اعلان کړی و، چې د افغان وګړو د ټولو کډوالۍ غوښتنلیکونو ارزونه یې درولې ده. سربېره پر دې، ټرمپ امر کړی، چې د هغو ټولو افغانانو دوسیې دې له سره وڅېړل شي، چې د جو بایډن په دوره کې امریکا ته داخل شوي دي.

ټرمپ همدارنګه امر کړی، د امریکا د کډوالۍ خدمتونو اداره دې د هغو هېوادونو د اوسېدونکو د ګرین‌کارټ (دایمي استوګنې) دوسیې له سره وڅېړي، چې «د اندېښنې وړ هېوادونه» بلل کېږي چې افغانستان هم په دغه نوملړ کې شامل دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې له ټولو هغو هېوادونو څخه چې «درېیمې نړۍ هېوادونه» بلل کېږي؛ امریکا ته به یې د کډوالۍ لړۍ په دایمي توګه دروي. ټرمپ وایي، دغه ګام د امریکا د «سیسټم د بېرته رغولو» لپاره اخلي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

طالبان: له هغو شرکتونو سره به قانوني چلند وشي چې په ناقانونه توګه افغان کارګر بهر ته استوي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۱ GMT+۰
طالبان: له هغو شرکتونو سره به قانوني چلند وشي چې په ناقانونه توګه افغان کارګر بهر ته استوي
100%

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري بهر ته د افغان کارګرانو د لېږد ټولنې له مشر سره په کتنه کې خبرداری ورکړ، هغه شرکتونه به د قانون منګلو ته وسپارل شي چې په ناقانونه توګه بهر ته افغان کارګر استوي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کتنه کې بهرنیو هېوادونو ته د نویو افغان کارګرو د لېږد پر څرنګوالي، هلته د مېشتو افغان کارګرانو د اوسني وضعیت، د ستونزو د حل، د حقونو د خونديتوب او اړتیاوو، د بهرنیو چارو وزارت په ملتیا کارګرمنونکو هېوادونو ته له یادې ټولنې سره د ثبت شرکتونو د رسمي معرفت او قطر او نورو هېوادونو کې د افغان کارګرانو د لېږد د ټولنو لپاره د رسمي دفترونو پرانېستلو په تړاو خبرې شوې دي.

عبدالمنان عمري همداراز بهر ته د افغان کارګرانو د لېږد له ټولنې وغوښتل، چې په کارګرمنونکو هېوادونو کې افغان کارګرانو لپاره بازارموندنه وکړي، د کارګرمنونکو هېوادونو د کارګرانو له رسمي ټولنو سره کاري اړیکې جوړې کړي او همداراز له دوی سره مرسته وکړي: «هغه شرکتونه وپېژني او د قانون منګلو ته یې وسپاري، چې په غېرقانوني ډول بهر ته افغان کارګران استوي.»

نوموړي همداراز په ډاګه کړه، چې په نږدې راتلونکي کې د ایران د کارپنځونې مرستیال کابل ته سفر لري او په ګډه به له هغوی سره خپلې غوښتنې شریکې کړي.

بهر ته د افغان کارګرو د ټولنې مشر نورالله فدوي د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو له وزارت څخه وغوښتل، چې بهرنۍ کاري اړیکو ته یې د ټینګښت زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د چنګاښ په ۳۰مه اعلان وکړ، چې په قانوني توګه افغان کارګر قطر ته د کار کولو په موخه استوي، خو له څلورو میاشتو په تېرېدو لا تر اوسه یو افغان هم د کار لپاره قطر ته نه‌دی استول شوی.

قطر نږدې ۷ زره کارګر په‌کار و، خو په هماغه لومړیو ورځو کې څه باندې ۴۰ زره کسانو ورته نوم لیکنه کړې وه.

مشعل: پاکستانی نظامي «رژیم» په نوي نړۍوال نظم کې لا هم د نفوذ او تهدید زړې نقشې تعقیبوي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۹ GMT+۰
مشعل: پاکستانی نظامي «رژیم» په نوي نړۍوال نظم کې لا هم د نفوذ او تهدید زړې نقشې تعقیبوي
100%

په تېر جمهوري نظام کې په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر عاطف مشعل د افغانستان او تاجکستان په پوله کې د درېیو چیناییانو وژل کېدو ته په اشارې وايي، پاکستانی نظامي «رژیم» په نوي نړۍوال نظم کې د راولاړېدونکو سیمه‌ییزو واقعیتونو پرځای لا هم د نفوذ او تهدید زړې نقشې تعقیبوي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د تاجکستان د ختلان ولایت په شمس‌الدین شاهین سیمه کې ۳ چیناييان په یوه هوايي (بې پيلوټه الوتکې) برید کې وژل شوي او یو بل یې ټپي شوی دی.

چین په تاجکستان کې د خپلو دریو وګړو وژل کېدل تایید کړل | افغانستان انټرنشنل پښتو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۷مه) د تاجکستان د ختلان ولایت په شمس‌الدین شاهین سیمه کې د درېیو چینایي وګړو وژنه وغندله او زیاته یې کړه: «د لومړنۍ ارزونې او معلوماتو پر بنسټ په دې کې هغه کړۍ لاس لري، چې په سیمه کې د ګډودۍ، بې‌ثباتۍ او هېوادونو ترمنځ د بې‌باورۍ رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.»

طالبانو په تاجکستان کې د درېیو چینایي وګړو وژنه وغندله | افغانستان انټرنشنل پښتو

دغې پېښې ګڼ غبرګونونه راوپارول او په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر عاطف مشعل بیا په تاجکستان کې پر چینایي وګړو وروستی برید تصادفي نه‌ګڼي او وايي: «داسې څرګندې نښې شته چې ځینې بهرنۍ کړۍ هڅه کوي، د بدخشان- واخان په حساسو سیمو کې د بې‌ثباتۍ فضا رامنځته او سیمه‌ییز باور زیانمن کړي.»

د عاطف مشعل په باور، د داسې کړنو له لارې هڅه کېږي چې چین او تاجکستان د افغانستان په اړه په مصنوعي شک او ناسمو برداشتونو کې راګیر کړي او سیمه د بې‌باورۍ پر لوري سوق کړي او زیاتوي: «بدخشان د افغانستان د جغرافیې او هویت مهم رکن دی او افغانان به هېڅکله اجازه ورنه‌کړي چې دا سیمه د جیوپولیټیکي لوبو یا د تکفیري افراطیت د انتقال د لارو په توګه وکارول شي.»

د مشعل په باور، د چترال- بدخشان احتمالي دهلېز او هغه تحرکات د پاکستان له لوري د سخت‌دریځو داعیشیانو او ځینو ځان‌منسوبو «مقاومت» کړیو د نفوذ لپاره تعقیبېږي او په وینا یې، دغه خوځښتونه د سیمې لپاره د اندېښنې څرګند زنګ دی او چین، منځنۍ اسیا او روسیه هم اغېزمنوي.

هغه زیاتوي: «پاکستانی نظامي رژیم په نوي نړۍوال نظم کې د راولاړېدونکو منطقوي واقعیتونو پرځای لا هم د نفوذ او تهدید زړې نقشې تعقیبوي، چې نه یوازې د دوی پر ظرفیت دروند فشار دی، بلکې د سیمې د زغملو وړ هم نه ښکاري.» او په وینا یې، نوی منطقوي نظم د اتصال، ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو پر بنسټ ولاړ دی او د ثبات دوام د همدې اصولو غوښتنه کوي.

نوموړي همداراز څرګنده کړې، چې افغانستان، چین خپل تاریخي او د باور وړ شریک ګڼي او باوري دی چې د سیمې امنیت د متقابل اعتماد، همغږۍ او واقعبینانه همکاریو پایله ده. افغانستان د بې‌ثباتۍ هره هڅه ردوي او د سیمه‌ییزو شریکانو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا ته ژمن دی او همداراز سیمه‌يیز ثبات کې خپلې ملي ګټې ویني.

نیویارک پوسټ: په امریکا کې شاوخوا ۷زره افغان کډوال د «احتمالي ګواښ» په توګه پېژندل شوي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۵ GMT+۰
نیویارک پوسټ: په امریکا کې شاوخوا ۷زره افغان کډوال د «احتمالي ګواښ» په توګه پېژندل شوي
100%

نیویارک پوسټ د امریکا د کورني امنیت وزارت د معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۶۸۶۸ افغان کډوال امریکا ته له ننوتلو وروسته د احتمالي «امنیتي ګواښ» د نښو لرونکو په توګه پېژندل شوي. له دې شمېر څخه تر ۵زره زیات کسان د «ملي‌ امنیت» له پلوه شکمن پېژندل شوي دي.

نیویارک پوسټ د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۸مه) د امریکا د کورني امنیت وزارت معلوماتو ته د لارسي له مخې لیکلي، چې د یاد شمېر کسانو څخه ۹۵۶ یې «د عامه امنیت» مسایلو اړوند په نښه شوي او شاوخوا ۹۰۰ نور د احتمالي «درغلۍ» له امله تر پلټنو لاندې دي.

که څه هم د امریکا ځینې ادارې توانېدلي، چې د دې افغان کډوالو ډېری قضیې حل او فصل کړي؛ خو د روان کال د سپټمبر تر میاشتې پورې ۸۸۵ افغان کډوال لا هم د «احتمالي ګواښ» په توګه پاتې دي.

دا معلومات یوازې څو ورځې وروسته له هغه په ډاګه کېږي، چې یو افغان کډوال په واشنګټن کې د ملي‌ ګارډ پر دوو سرتېرو د برید له امله تورن شوی.

د جمهوري‌ غوښتونکي ګوند سناتور چک ګرسلي چې د کورني امنیت وزارت معلومات یې ترلاسه کړي، نیویارک‌ پوسټ ته ویلي: «ما دوه کاله کېږي چې د متحدینو ښه راغلاست پروګرام د امنیتي شالید د کمزورو معیارونو په اړه خبرداری ورکاوه؛ خو زه د بایډن حکومت او په ګانګرس کې د ګڼو استازو له سخت غبرګون سره مخ شوی یم.»

هغه زیاته کړې: «له بده مرغه په واشنګټن کې د تېرې اوونۍ غمجنې پېښې زما اندېښنې نورې هم تاییدوي. زه د ټرمپ ادارې د هغو هڅو ستاینه کوم چې د نظم بېرته راوستلو او له افغانستان څخه د ویجاړونکي وتلو پرمهال د بایډن ادارې شويو تېروتنو ته رسېدنه کوي.»

د کورني امنیت وزارت د مفتش یو بل راپور څرګندوي، چې دغه وزارت د احتمالي امنیتي ګواښونو د ارزوونې او رسېدنې لپاره «بې پروا او بې‌ انسجامه چلند» کړی دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د امریکایي ځواکونو له وتلو او د افغانستان له سقوط راهیسې امریکا تر اوسه پورې د سیمه ییزو همکارانو په ګډون له ۱۸۳ زره څخه ډېر افغان کډوال انتقال کړي دي.

د امریکا د عدلیې وزارت عمومي مفتش په جون میاشت کې راپور ورکړ، چې د ۲۰۲۳ کال د مې تر میاشتې پورې د ترهګرۍ د څارنې په نوملړ کې ۵۵ کسان امریکا ته د ننوتلو بندر ته رسېدلي دي؛ ځینې یې د اېستلو د بهیر پر مهال دې نوملړ ته ورزیات شوي‌ وو.

د عدلیې وزارت مفتش ویلي: «د افغانانو د بېړنۍ اېستلو اړتیا د افرادو د شالید ثبت عادي پروسه کمزورې کړې او دې کار د بد نیت لرونکو کسانو لپاره د انتقال له بهیر څخه د ناوړه ګټې اخیستنې خطر زیات کړی.»

اسحاق ډار: ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې پاکستان دې له افغانستان سره تړلې پوله بېرته پرانیزي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۷ GMT+۰
اسحاق ډار: ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې پاکستان دې له افغانستان سره تړلې پوله بېرته پرانیزي
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايي، ملګرو ملتونو له اسلام‌اباد څخه غوښتي چې له افغانستان سره دې د پولې د بندولو پرېکړه بېرته له سره وارزوي. هغه زیاته کړې، کېدای شي چې پاکستان د دې غوښتنې تر ارزونې وروسته د اړینو خوراکي توکو او بشري مرستو د تېرېدو اجازه ورکړي.

ډار د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۸مه) په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو دغه رسمي غوښتنه یوه ورځ مخکې ترلاسه کړې ده.

هغه وویل، تر رسمي ځواب وړاندې کولو مخکې به دا موضوع له پوځي مشرانو او د هېواد له لومړي وزیر سره وڅېړل شي. هغه هیله څرګنده کړه، چې د بشري مرستو د لېږد اجازه به تر سبا (یکشنبه) پورې تایید شي.

د اسحاق ډار په وینا، اسلام‌اباد طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) مسلې له پامه غورځول د دوی لپاره هم ستونزې زېږولی شي. هغه ټینګار وکړ، چې اسلام‌اباد یوازې د همدې برخې په اړه د طالبانو ژمنتیا غواړي.

ډار د رېل پټلۍ د نښلولو تړون په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل، چې په دې تړاو له پاکستان، افغانستان او ازبکستان سره غونډې شوي، خو د طالبانو له لوري هېڅ ډول پرمختګ نه دی لیدل شوی.

له افغانستان سره د پاکستان دروازې نږدې ۵۰ورځې کېږي چې د دواړو خواوو د پوځي نښتو له امله تړلې دي، چې له امله یې د دواړو هېوادونو سوداګر زیانمن شوي دي.

له دې مخکې د سوداګرو یوه پلاوي د جمعیت علمای پاکستان له مشر مولانا فضل الرحمان سره لیدنه کړې او د دې ستونزې د حل غوښتنه یې کړې وه.

په امریکا کې یو افغان کډوال د «ترهګریز ګواښ» په تور نیول شوی دی

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۹ GMT+۰
په امریکا کې یو افغان کډوال د «ترهګریز ګواښ» په تور نیول شوی دی
100%

د امریکا د کورني امنیت وزارت یو افغان کډوال د «ترهګریزو ګواښونو» په تور نیولی دی. د فاکس نیوز د خبر له مخې، محمد داوود الکوزی په دې تورن دی چې د ټکساس په فورټ ورث سیمه کې یې د یوې موخې لپاره د بم جوړولو لپاره په ټیک ټاک کې خپله ویډیو خپره کړې ده.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۸مه) ویلي، چې الکوزی د ۲۰۲۲م کال د سپټمبر په اوومه نېټه د بایډن ادارې د «متحدینو د ښه راغلاست» پروګرام له لارې امریکا ته داخل شوی و.

الکوزی د سې شنبې په ورځ له هغه وروسته د ټکساس د عامه خوندیتوب وزارت او د ګډې ترهګرۍ ضد ډلې له خوا ونیول شو، چې تر دې یوه ورځ وړاندې یو افغان شکمن په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو برید وکړ.

محمد داوود الکوزی دا مهال د ټکساس ایالت په فورټ ورث ښار کې د تارانټ د اصلاح او روزنې په مرکز کې ساتل کېږي.