طالبان وايي چې په بامیان کې یې ۴۱ کم پیدا مرغان ازاد کړل

د طالبانو تر واک لاندې د چاپیریال ساتنې عمومي ریاست ویلي، چې په بامیان کې یې د الوتونکو مرغانو د هټیو له څارنې وروسته ۴۱ نادره یا کم پیدا الوتونکي مرغان ازاد طبیعت ته خوشې کړل.

د طالبانو تر واک لاندې د چاپیریال ساتنې عمومي ریاست ویلي، چې په بامیان کې یې د الوتونکو مرغانو د هټیو له څارنې وروسته ۴۱ نادره یا کم پیدا الوتونکي مرغان ازاد طبیعت ته خوشې کړل.
د یاد ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په ازادو شویو الوتونکو مرغانو کې ۴۰ افغاني سایرې او یوه ښکاري باښه شامل وو.
طالبانو ویلي، چې یاد اقدام یې د یادې ډلې د مشر هبت الله له خوا د ښکار مخنیوي د حکم پلي کولو په موخه ترسره کړی دی.
د طالبانو د چاپیریال ساتنې عمومي ریاست ویلي چې د الوتونکو مرغانو د ارزښت او غیرقانوني ښکار مخنیوي په اړه یې پوهاوی هم ورکړی دی.
طالبانو دا نه دي ویلي، چې د مرغانو د خوشې کولو په بدل کې یې هټیوالو ته د هغو بیه ور کړې او که نه.


محلي سرچینې وايي، وسلهوالو په هرات کې د احمدشاه نوري په نوم یوه سوداګر موټر ودراوه او هغه یې د خپلې کورنۍ پر وړاندې په ډزو وواژه. دا پېښه د چارشنبې په ورځ د هرات ښار او گلران ولسوالۍ تر منځ شوې. سرچینې زیاتوي، وسلهوالو ۲۰۰ زره افغانۍ هم له ځان سره وړې دي.
یوه محلي سرچینه وايي، دوو موټرسایکل سپرو د نوري موټر ودراوه او هغه یې له موټر ښکته کړ او وروسته یې د ماشومانو او د کورنۍ د نورو غړو پر وړاندې په ډزو وواژه.
د پېښې لامل تراوسه څرګند نه دی، خو د یاد سوداګر کورنۍ وايي، وسلهوالو ددوی ۲۰۰زره افغانۍ هم له ځان سره وړې دي.
په هرات کې په وروستیو میاشتو کې د ناامنۍ پېښې او وسلهوالې غلاوې ډېرې شوې دي.
طالبانو تراوسه د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.


د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي، چې په امریکا کې نیول شوی افغان جهان شاه صافی د پخواني ملي امنیت فعال افسر و او پلار یې له پخواني قوماندان احمدشاه مسعود سره د طالبانو لومړۍ دوره کې یوځای جګړه کړې ده.
نبیل د پنجشنبې په ورځ پر اېکس ولیکل، چې د امریکا استخباراتي ادارې د سیاسي سیالیو له اغېزو سره ډېرې ښکېلې شوې او خپل مسلکي تمرکز یې په لویه کچه له لاسه ورکړی دی.
نبیل وايي، جهان شاه صافی د افغانستان د ملي امنیت ریاست یو له خورا فعالو او اغېزناکو افسرانو و او د ده کار په ترهګرۍ ضد مبارزه، د افراطي شبکو پېژندنه او د استخباراتي سرچینو اداره کې مهم و.
نبیل ویلي، چې د هغه پلار حاجي جانداد خان صافی د پخواني شوروي اتحاد پر ضد په جهاد کې یو مهم قوماندان، د کونړ مشهور قومي مشر او د طالبانو او وروسته د داعش کلک مخالف و. د نبیل په وینا، د طالبانو په لومړي رژیم کې، جانداد خان له احمد شاه مسعود سره یو ځای جګړه وکړه.
د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رییس په وینا،دغه شالید صافي ته اجازه ورکړه چې د طالبانو، داعش، او نورو محلي ډلو په ځینو حلقو کې مهمې او باوري استخباراتي سرچینې جوړې او اداره کړي.
نوموړي ویلي، « دا د هغه دنده کې یوه عادي او حیاتي برخه وه، او د ګواښونو موندل او د ترهګرۍ د فعالیتونو مخنیوی یې ډېر اغېزناک و».
نوموړی وايي، چې په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته صافي پلان درلود چې کونړ ته ستون شي او له خپلو خلکو سره د طالبانو پر وړاندې مقاومت پیل کړي، خو د امنیتي اندېښنو له امله امریکایي ځواکونو هغه ته په افغانستان کې د پاتې کېدو اجازه ورنه کړه.
رحمت الله نبیل پوښتلي، چې په امریکا کې د سیاستونو سیالۍ کله ناکله هغه کسان تر شک او تور لاندې راولي چې په رښتیا یې د ترهګرو پر ضد جګړه کی ونډه لرله، خو ځینو ریښتینو خطرناکو ډلو ته بیا په حیرانوونکي ډول نرم چلند او سور فرش ورته غوړول کیږی؟
نوموړي ویلي، چې «دا ډول تضادونه موږ دې ته اړ باسي چې په داسې مسایلو کې په ډېر احتیاط او د سیاسي او استخباراتي حالت په ښه پوهه قضاوت وکړو».

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات په امریکا کې د جهان شاه صافي نیولو ته په غبرګون کې ویلي، چې نوموړی ترهګر نه بلکې اغېزناک استخباراتي افسر دی، چې د ترهګرو ډلو ضد ګڼو عملیاتو مشري یې کړې ده. سادات د امریکا له کورني امنیت وزارت غوښتي چې نوموړی خوشې کړي او بښنه وغواړي.
سمیع سادات پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې جهان شاه صافی ترهګر نه بلکې د افغانستان یو له خورا اغېزناکو استخباراتي مامورینو څخه و، چې په کونړ ولایت کې یې دنده ترسره کوله او د القاعده او داعش ډلو پر وړاندې یې د ترهګرۍ ضد عملیاتو مشري کوله.
جنرال سمیع سادات د امریکا د کورني امنیت له لوري پر جهان شاه صافي لګول شوي تور ته چې ګواکې د داعش مالي ملاتړ یې کاوه، توند غبرګون ښودلی او وايي، چې برید جنرال جهان شاه ساپی په شخصي توګه پیژني او د جهان شاه ساپي پلار جانداد خان د شوروي پر وړاندې جهاد ترسره کړی دی.
سمیع سادات ویلي، چې د افغانستان پخوانيو نظامیانو ته چې د ترهګرۍ پر ضد یې مبارزه کړې، د ترهګر خطاب کول د جکړې د وخت له متحدینو سره خیانت دی.
سمیع سادات زیاته کړې:«د استخباراتو د افسر په توګه موږ ټولو معلوماتو راټولولو لپاره سرچینې کار وو، خو د امریکا د کورني امنیت وزارت دومره ناپوهه دی چې په دې نه پوهیږي.»
سمیع سادات ویلي، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت دې د جهان شاه صافي په وړاندې د کړي چلند په اړه بښنه وغواړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت تېره ورځ اعلان وکړ، چې د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د جهان شاه صافي په نوم یې یو افغان له داعش ډلې سره د مالي ملاتړ په تور نیولی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې په تېره یو میاشت کې د هرات امنیه قوماندانۍ د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د ګڼو جرمونو په تور ۸۸ کسان نیولي دي.
له دغه وزرات څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د غلو د بانډونو غړي دي او په دغه ولایت کې یې په غلاوو او نورو جرمونو کې لاس درلود.
خبرپاڼه زیاتوي چې په هرات کې طالب پولیسو له دغو نیول شویو کسانو څخه ۱۸ عرادې مختلف النوع موټر او له څلور میلیونو ډیرې افغانۍ چې غلا کړې یې وې، ترلاسه کړې او بېرته یې خپلو اصلي څښتنانو ته سپارلې دي.
طالبان په داسې حال کې د ۸۸ تنو غلو د نیولو خبر ورکوي چې تازه په هرات کې وسله والو یو محلي سوداګر وژلی او د هغه سل زره افغانۍ یې له ځان سره وړې دي.

طالبانو ویلي، چې په هرات کې د یادې ډلې والي اسلام جار د ایران کونسل سره لېدنه کې له یاد هېواد سره پر پوله د ایراني ځواکونو په ډزو کې د ۱۱ تنو افغانانو د وژل کېدو په تړاو، نوموړي ته خپل رسمي اعتراض لیک سپارلی دی.
په هرات کې د طالبانو د والي ویاند محمد یوسف سعید ویلي، چې اسلام جار له د ایراني ځواکونو له خوا د افغانو د وژلو پیښې په اړه خواشینې ښودلې او په هرات کې یې د ایران له کونسل څخه غوښتنه کړې، چې ایران باید یاده پېښه په بشپړه او شفافه توګه وڅېړي او عاملان یې محکمې ته وسپاري.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اسلام جار ټینګار وکړ :« د پولو پر سر د اوسېدونکو ژوند ساتنه د ګاونډیتوب او ښو اړیکو اساسي کرښه ده او د ایران اړخ باید د دې ډول پېښو د تکرار مخنیوي لپاره عملي اقدامات وکړي.»
طالبانو ویلي، چې په هرات کې د ایران کونسل پر پوله د ایراني ځواکونو له خوا د ۱۱ افغانانو د وژلو پیښې په اړه خواشینې ښودلې او ژمنه یې کړې، چې د طالبانو اعتراض او غوښتنې به تر لوړپوړو ایراني چارواکو ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي و، چې د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري د ۱۱ افغانانو د وژلو پيښې د څېړلو په موخه یاد هېواد ته یو پلاوی لېږي.