• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: تاجکستاني پانګوالو د سمنټو په برخه کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې تاجکستاني پانګوالو ددغه وزارت له وزیر ملا هدایت الله بدري سره په لیدنه کې د سمنټو د زېرمو د استخراج په برخه کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.

له دغه وزرات څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو خواوو د افغانستان د کاني سرچینو په برخه کې په پانګونې پورې اړوند مسالو په اړه بحث کړی.

خبرپاڼه زیاتوي چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د دوی د لېوالتیا هرکلی کړی، او ډاډ یې ورکړی چې دوی به د کانونو د قانون او طرزالعملونو سره سم د پانګونې چاپیریال چمتو کولو کې همکاري وکړي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۳

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۴

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

•
•
•

نور کیسې

له تېلو تر خوړو؛ د کابل او تهران ترمنځ سږکال تر اوسه د ۲مېلیارد ډالرو سوداګري شوې

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۴ GMT+۰
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د ۱۴۰۴کال په تېرو ۷میاشتو کې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه یو مېلیارد او ۹۲۱مېلیون ډالرو ته رسېدلې ده. دغه وزارت ایران له خپلو مهمو سوداګریزو شریکانو ګڼي.

له پاکستان سره د طالبانو د سوداګریزې راکړې ورکړې تر بندیز وروسته د افغانستان په سوداګریز بازار کې د ایران ارزښت نور هم ډېر شوی او افغان سوداګرو ورته مخه ډېره کړې ده. د طالبانو د یاد وزارت د راپور پر بنسټ؛ د افغانستان او ایران دوه‌ اړخیزې سوداګریزې معاملې په تېرو اوو میاشتو کې یو میلیارد او ۹۲۱ مېلیون ډالرو ته رسېدلې دي. په راپور کې راغلي، چې ایران د افغانستان له بنسټیزو او مهمو سوداګریزو شریکانو څخه بلل کېږي.

یاد وزارت زیاتوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډېره برخه راکړه ورکړه تېل، خوراکي، ودانیز او صنعتي توکي جوړوي. د طالبانو د دغه وزارت چارواکي وايي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو بهیر پورته روان دی او د پام وړ زیاتوالی په‌کې راغلی دی.

له پاکستان سره کړکېچ؛ طالبان د بدیلې سوداګرۍ په لټه کې

له دې وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده ویلي و، چې طالبان د چابهار بندر د کارونې پراخول او د سوداګریزو لارو متنوع کول د دې لپاره څاري چې د افغانستان د ټرانزیت موقعیت پیاوړی شي. هغه زیاته کړې وه، چې دغه تګلاره به د ټرانزیتي لارو د پراختیا، د بیو د مدیریت، د صادراتو د ځنډ مخنیوي، د کاروباریانو د ستونزو د حل او ازادو اوبو ته د لا ښه لاسرسي لامل شي.

له ایران سره د طالبانو سوداګریزې اړیکې داسې مهال زیاتېږي، چې هم‌مهاله لا هم پر ډیورنډ کرښه له پاکستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې پرمخ دروازې بندې دي او طالبانو افغان سوداګرو ته د بدیلو لارو موندلو خبره کړې ده. اسلام‌اباد او طالبانو د کړکېچ د ختمولو لپاره په ترکېې، قطر او سعودي عربستان کې مذاکرات هم کړي؛ خو تر اوسه یې کومه عملي پایله نه‌ده ورکړې.

له دې ور هاخوا طالبانو د منځنۍ اسیا هېوادونو په ځانګړې توګه تاجکستان او ازبکستان ته هم خپله پاملرنه ډېره کړې او ورسره یې د سوداګرۍ په تړاو ناستې ولاړې هم کړې دي. طالبانو ویلي، هڅه کوي چې حیرتان بندر له لارې منځنۍ اسیا سره خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې لا پراخې کړي.

امریکا په بلوچستان کې د امریکايي بانک ۱،۲۵ میلیارده ډالره پانګونه مهمه ګڼلې

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۴ GMT+۰
100%

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت چارسمبالې ناتالي بیکر وایي چې د امریکا د صادراتو او وارداتو بانک(یو ایس ایګزم) په بلوچستان کې د مهمو منرالونو د کان کیندنې د ملاتړ لپاره د ۱،۲۵ میلیارد ډالرو تمویل منظور کړی دی. نوموړې دا د دواړو هېوادونو او بلوچستان د پرمختګ لپاره مهم ګام ګڼلی.

بیکر په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي چې د ایګزم بانک تمویل به په راتلونکو کلونو کې تر ۲میلیارده ډالرو پورې د کان‌کېندنې امریکایي وسایل او تخنیکي خدمات د رېکوډېک کان د چارو لپاره پاکستان ته واستوي.

د هغې په وینا، دغه پروژه به په امریکا کې ۶۰۰۰ دندې او په بلوچستان کې ۷۵۰۰دندې رامنځته کړي.

ناتالي بیکر وویل:«رېکوډېک پروژه د کان‌کېندنې هغو پروژو لپاره یوه نمونه ده چې هم د امریکا صادراتو ته ګټه رسوي او هم د پاکستاني ټولنو لپاره د عوایدو او پرمختګ لامل کېږي.»

هغې زیاته کړې چې د ولسمشر ټرمپ اداره د داسې لویو اقتصادي تړونونو پر پراخولو ټینګار کوي او دا یې د امریکا د بهرنۍ تګلارې مهمه برخه ګرځولې ده.

رېکوډېک د مسو او سرو زرو یو ستر کان دی چې په بلوچستان کې موقعیت لري او د نړۍ د لویو زیرمو په ډله کې شمېرل کېږي.

تېره میاشت د ایګزم بانک مشر جان ژوانوویچ فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي و چې دا بانک به د امریکا او د هغې د متحدینو د عرضې ځنځیرونو د خوندي کولو لپاره په مهمو منرالونو، هستوي انرژۍ او د مایع طبیعي ګاز برخو کې ۱۰۰میلیارد ډالر پانګونه کوي.

د ده په وینا، د پانګونې لومړۍ مرحلې کې به د مصر، پاکستان او اروپا پروژې شاملې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: له یوه کال راهیسې ۸۵ زره ویزې لغوه شوې دي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۵ GMT+۰
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د روان کال له جنورۍ میاشتې راهیسې تر اوسه شاوخوا ۸۵ زره ویزې یې لغوه کړې دي. دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د ویزو د لغوه کولو لړۍ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو د لارښوونو پر بنسټ روانه ده.

په اعلامیه کې بیا دا مشخص نه دي شوي، چې د کومو هېوادونو د وګړو ویزې لغوه شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، دواړه چارواکي د ویزو په برخه کې د سختو تدابیرو د عملي کولو لپاره یو ګډ، واضیح او ساده لارښود تعقیبوي.

په امریکا کې د کډوالو لپاره هر ډول پروګرامونه وروسته له هغې له خنډ او ځنډ سره مخ شول، چې څو ورځې وړاندې یوه افغان د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د ملي ګارډ پر سرتېرو برید وکړ او په پایله کې یې یوه سرتېرې ووژل شوه او یو بل یې ټپي دی او دی په‌خپله هم نیول شوی دی.


طالبانو د بدن‌ جوړونې یو مډال‌ګټونکی د ږیرې لنډولو له امله نیولی او بیا یې خوشې کړی

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۸ GMT+۰
100%

د افغانستان انټرنشنل د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د امربالمعروف محتسبانو د بدن‌ جوړونې ملي اتل ابوبکر برهاني د «ږیرې لنډولو» له امله د لنډې مودې لپاره نیولی و. نوموړی د هرات په پنځمه امنیتي حوزه کې یوه ورځ بندي و او وروسته په ضمانت خوشې شوی دی.

ابوبکر برهاني د سوېلي اسیا په سیالیو کې د افغانستان له مډال‌ګټونکو ورزشکارانو څخه دی.

نوموړی شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د لړم په ۲۲مه د خپل د کار په ځای کې ونیول شو.

ښاغلي برهاني ته نږدې یوې سرچینې ویلي، چې د امر بالمعروف کارکوونکو «هغه په ښار کې پر موټرسایکل وګرځاوه او وروسته یې پنځمې حوزې ته یووړ.»

دغه ورزشکار د هماغې ورځې په ماښام د خپلو څو نږدې کسانو له خوا په ضمانت خوشې شو.

برهاني چې د افغانستان د بدن جوړونې د ملي ټیم غړی دی، په ۲۰۲۳ کال کې د سوېلي اسیا په سیالیو کې د افغانستان لپاره مډال ګټلی و.

هغه همدارنګه په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو کې په اسیايي او نړۍوالو سیالیو کې د افغانستان استازولي کړې ده.

برهاني سږ کال د طالبانو د ورزشي ادارې له‌ خوا د سفر د لګښتونو د نه ورکړې له امله په ګڼو سیالیو کې له ګډون څخه پاتې شوی.

یو شمېر ورزشکاران په دې باور دي، چې دا ډول سخت محدودیتونه تر ډېره د ټیټ عاید لرونکو او د ټولنې د کمزورو قشرونو پر وړاندې عملي کېږي او طالبان له با نفوذه کسانو او ځانونو ته نږدې کسانو سره دا ډول چلند نه کوي.

د دوی په وینا، دا تګلارې د ځوانانو او ورزشکارانو ترمنځ د وېرې او اندېښنې فضا رامنځته کړې ده.

تر دې وړاندې هم داسې راپورونه او انځورونه خپاره شوي وو، چې د امر بالمعروف محتسبان په ورزشي میدانونو کې حاضر شوي او د سیالیو د ترسره کېدو خنډ ګرځېدلي دي.

نیویارک ټایمز: د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریز کړکېچ خلک اقتصادي سقوط ته نږدې کړي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۶ GMT+۰
100%

نیویارک ټایمز په خپل تازه رپوټ کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ دوامداره ځنډ او خنډ د دواړو هېوادونو پر میلیونونو کروندګرو، سوداګرو او عامو خلکو ژور منفي اغېز کړی. رپوټ وايي، افغان سوداګر د شړلو له وېرې له پاکستاني بانکونو پانګې باسي.

په راپور کې راغلي چې افغان کروندګرو د خپلو محصولاتو اصلي بازار پاکستان له لاسه ورکړی دی. عبدالله خان، چې درې باغونه یې په پور نیولي، وایي اوس اړ دی چې محصولات د افغانستان ښارونو ته په ټیټه بیه واستوي. هغه اندېښنه لري چې څه ډول به د ۹۹۱زره افغانیو (نږدې ۱۵زره ډالرو) پور ادا کړي.

نوموړي ویلي: «موږ ګاونډیان یو، ژبه مو یو، کلتور مو یو، خو هر ځل چې د دولتونو ترمنځ ستونزې پیدا شي، زیان یې موږ وینو.»

بل خوا په پېښور کې هغه لوی مارکېټ چې پخوا په زرګونو افغان دوکاندارانو او لاسي خرڅوونکو پکې فعالیت درلود، اوس یې د پلور او پېر اندازه نیمایي ته راکښته شوې ده. بازار دومره تش شوی چې پېرودونکي پرته له ګڼې ګوڼې ګرځېدای شي.

نیویارک ټایمز وایي چې په ۲۰۲۴کال کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ارزښت ۱۳۲.۲۶میلیارده افغانۍ (شاوخوا ۲میلیارده ډالر) و.

پاکستان د خپل ستر نفوس او د سمندر له لارې د افغانستان د وصل نقطې په توګه، د افغانستان اقتصاد ته خورا مهم پاتې شوی دی.

تر مني وړاندې، د افغانستان ۴۰ سلنه صادرات پاکستان ته وو، افغانستان پاکستان ته د ډبرو سکرو په لېږلو سره په بدل کې سمنټ او درمل اخیستل، خو د تلې له ۱۹مې راهیسې سلګونه لارۍ او کانتینر د ډیورند کرښې هغې غاړې ته ولاړ دي او د تګ اجازه نه لري.

د عبدالوکیل په نوم یوه افغان موټرچلوونکي، په تورخم کې نیویارک ټایمز ته ویلي:«کله چې موږ دلته ودرول شوو، لا منی و؛ اوس د ژمي په درشل کې یو.»

موټرچلوونکي وايي، د غلا له ویرې شپه په وېره تېروي، ځکه غله د هغوی د موټرو د بیټرۍ د غلا هڅې کوي.

پاکستانۍ اقتصادي څېړونکې عظمیه چیمه وايي: « داسې نه ښکاري چې طالبان به له پاکستان سره اړیکې ژر ښې کړي، او د پاکستان پوځ هم د شاتګ لپاره کومه نښه نه ښيي. هیڅ روښانه لوری نه لیدل کېږي.»

اقتصادپوهان وایي چې دا سوداګریز جنجال دواړو لوریو ته د سخت زیان سبب شوی.

په پاکستان کې د فقر کچه ۲۵ سلنې ته رسېدلې، چې دا په نږدې یوه لسیزه کې تر ټولو لوړه کچه ده.

له بلې خوا افغان سوداګر، له پاکستان څخه د شړلو له وېرې، له پاکستاني بانکونو څخه خپلې پانګې باسي، او پاکستاني شریکان هم په ګډ کار کې احتیاط کوي.