له تېرې ورځې راهیسې؛ په غزه کې د سړې هوا له کبله درې ماشومان مړه شوي دي

د غزې د الشفا روغتون چارواکو ویلي، چې له تېرې ورځې راهیسې په غزه کې د سړې هوا له کبله درې ماشومان مړه شوي دي. دا مهال شاوخوا ۱.۵ مېلیونه د غزې بېځایه شوي اوسېدونکي تر خېمو لاندې ژوند کوي.
د راپورونو له مخې؛ دغه ماشومان هم د غزې د بېځایه شویو خلکو په پنډغالو کې مېشت وو. دا په داسې حال کې ده، چې د هواپوهنې ادارې په وروستیو ورځو کې د سختو بارانونو، تېزو سېلیو او سېلابونو خبرداری هم ورکړی و.





