روسیې د اوکراین د اوډیسا ښار د انرژۍ پر تاسیساتو برید کړی

روسیې د اوکراین د سوېلي ښار اوډیسا د انرژۍ پر تاسیساتو برید کړی، چې له امله یې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده. د دغه ولایت والي اولیه کیپر ویلي، چې د دغه برید له امله شاوخوا سیمې چې د اوکراین لوی سمندري بندرونه هم په‌کې موقعیت لري؛ له برېښنا بې‌برخې شوې دي.