د ایران «وارش» هوايي شرکت له تهران څخه کابل ته الوتنې پیلوي

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د ایران وارش هوايي شرکت له تهران څخه کابل ته خپلې مستقیمې الوتنې پیلوي. د یاد وزارت په وینا، ټاکل شوې د یاد هوايي شرکت الوتکه په دې اونۍ کې له تهران څخه کابل ته خپله لومړۍ الوتنه وکړي.