• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کینیا کې د ظاهر قدیر دویمه محاکمه تر راتلونکې فبرورۍ میاشتې ځنډېدلې ده

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۰ GMT+۰

د پخوانۍ ولسي جرګي غړي عبدالظاهر قدیر کورنۍ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې د کینیا په نایروبي کې د نوموړي د محاکمې بهیر د راتلونکي کال تر فبرورۍ میاشتې ځنډول شوی دی. د قدیر د کورنۍ په وینا، د عبدالظاهر قدیر د خلاصون په تړاو د طالبانو هڅو تر اوسه نتجه نه ده ورکړې.

د عبدالظاهر قدیر کورنۍ نن سې شنبه، د لیندۍ ۲۵مه وویل، چې محکمه د هغه د دویمې محکمې د ځنډېدو په اړه څه نه وايي، خو دوی پر خپلو ژمنو عمل نه کوي او له تېرو څو میاشتو راهیسې یې محاکمه ځنډول کېږي.

د کورنۍ یو غړي یې وویل:« په لومړیو کې طالبانو ژمنه کړې وه، چې د عبدالظاهر قدیر خلاصون کې به هڅې کوي خو تر اوسه یې موږ ته کوم مثبت احوال نه دی راکړی.»

د نایروبي محکمې ته د عبدالظاهر قدیر د وړاندې کولو راتلونکې نېټه تر اوسه نه ده په ډاګه شوې خو په لومړۍ محاکمې کې پرېکړه وشوه، چې نوموړی امریکا ته وسپاري.

د لومړی محکمې پرېکړه د هغه د مدافع وکیل له خوا رد شوې وه او د محکمې د دویمې ناستې دایرولو غوښتنه یې کړې وه.

عبدالظاهر قدیر د اپریل په نیمايي کې د نایروبي ښار په یوه هوټل کې نیول شوی او د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست (DCI) غوښتنه کړې وه، چې نوموړی تر قانوني بهیر پورې په توقیف کې وساتل شي.

د نایروبي د میلیمېن محکمې مشر قاضي بنمارک اېکهوبي د عامه څارنوالۍ د رییس غوښتنه وروسته ومنله.

د نایروبي د پلټنو افسر جان وافولا، چې د جرمونو د پلټنو ریاست له مخدره موادو ضد څانګې سره کار کوي، محکمې ته ویلي و، چې د امریکا د نشه يي توکو ضد ادارې ځانګړي استازي نیکولس دیفرانسیسکو د نیویارک یوې محکمې ته د عبد‌الظاهر قدیر پر ضد جنایي شکایت ثبت کړی.

داسې رپوټونه خپاره شوي ول ، چې امریکايي چارواکو د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست د استازي له لارې د کینیا حکومت ته یو ډیپلوماتیک یادښت استولی، چې د عبد‌الظاهر قدیر د ور سپارلو غوښتنه پکې شوې.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو مشر وايي سختو معلولانو ته یې د موټر پېرنې د لګښت ورکولو فرمان ور کړی

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۲ GMT+۰

د طالبانو مشر په کندهار کې یوه درې ورځني سیمینار ته په خبرو کې ویلي، چې ددې ډلې د شهیدانو او معلولانو وزارت ته یې د سختو معلولانو په تړاو یو «فوق العاده فرمان» ور کړی دی. نوموړي ویلي، چې د فرمان له مخې په دوو غړو معلولو کسانو ته د موټر پېرلو لپاره لګښت ورکول کیږي.

مولوي هبت الله اخوندزاده په دغه درې ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې ویلي، چې د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت هر کال یتیمانو، کونډو او معلولانو ته میاشتني معاشونه ورکوي او په یوه فرمان کې یې یاد وزارت ته فوق العاده امر کړی، چې د دوو اندامونو معلول ته د موټر د رانیولو پیسې ورکړي او د «مجردو شهیدانو» کورنیو ته هم امتیاز ور کړي.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو اداره د مسلمانانو د وکالت او استازولۍ مقام دی او دوی به د مسلمانانو د دين او عقیدې ساتنه کوي او خلکو ته به دین او شریعت ورښيي.

د طالبانو مشر دغه راز ویلي، چې اداره به یې د خلکو امنیت ساتي او د یتیمانو، کونډو، بېوزلو او بې سرپرسته کورنیو کفالت به کوي.

په داسې حال کې، چې د طالبانو له زندانونو نه د زندانیانو د شکنجې رپوټونه ورکول کیږي، مولوي هبت الله یادونه کړې، چې د بندیانو او محبوسانو په حق کې یې وړاندې فرمان صادر کړی، چې نه به ځورول کېږي او نه به وهل کېږي او نه به هم شکنجې ورکول کېږي.

د طالبانو مشر په داسې حال کې د معلولانو لپاره د خپل فوق العاده فرمان خبره کوي، چې ګڼ متقاعدان او معلولان د طالبانو د تقاعد ریاست او ټولنیزو چارو وزارت نه شکایت کوي، چې ددوی معاشونه پر وخت نه ور کوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر هند ته تللی

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۰۳ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي نوي ډیلي ته رسېدلی او تود هرکلی یې شوی دی. د رندهیر جیسوال په وینا، دا سفر د افغانستان د روغتیايي نظام د ملاتړ برخه کې د هند دوامداره ژمنتیا څرګندوي.

نوموړي زیاته کړې چې دواړه لوري به د دغه سفر پر مهال پر مهمو او رغنده موضوعاتو هر اړخیزې خبرې اترې وکړي.

جیسوال پر خپل اېکس له جلالي سره د انځور په خپرولو د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره هیله څرګنده کړې ده.

ملګري ملتونه: دا مهال شاوخوا ۱۳.۸ مېلیونه افغانان د خوړو ناامنۍ سره مخ دي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ژمي له راتګ سره د لوږې ناورین په بې‌ساري ډول پراخېږي او اټکل کېږي چې د ۲۰۲۵کال له نومبر میاشتې د ۲۰۲۶ کال تر مارچ میاشتې پورې به شاوخوا ۱۷.۴ مېلیونه وګړي د خوړو له جدي ناامنۍ سره مخ شي.

د دغه سازمان په وینا؛ له ډلې به نږدې پنځه مېلیونه خلک د بېړني حالت سره مخ شي.

د یاد سازمان د وروستي راپور له مخې؛ دا مهال شاوخوا ۱۳.۸ مېلیونه افغانان چې د هېواد ۲۸ سلنه نفوس جوړوي، د خوړو د سختې ناامنۍ درېیم پړاو (ناورین) یا تر هغې لوړې کچې سره مخ دي.

په راپور کې راغلي، په دې ډله کې نږدې ۲.۹ مېلیونه کسان د بېړني حالت (څلورم پړاو) او ۱۰.۹ مېلیونه د ناورین په کچه ژوند کوي. د ملګرو ملتونو دغه اداره وایي، که څه هم ژمی هغه پړاو دی چې لوږه په‌کې په چټکۍ سره لوړېږي؛ خو بیا هم افغان بزګران د خپلو ټولنو د تغذیې لپاره کار ته دوام ورکوي.

د دغه سازمان په وینا؛ «که بېړنی کرنیز ملاتړ پر وخت او په پراخه کچه ورسېږي؛ نو کولای شي خلک وژغوري او د خوړو خوندیتوب پیاوړی کړي.» راپور کاږي، د افغانستان اقتصاد له اوږدمهاله ځوړ، پرله‌پسې وچکالۍ او د بشري مرستو له کمښت سره مخ دی چې له امله یې د ټولنې لویه برخه د خپلو لومړنیو خوړو د اړتیاوو پوره کولو وس نه‌لري.

راپور زیاتوي، چې دا مهال د بې‌کارۍ کچه خورا لوړه ده او له بهره د پېسو لېږد هم کم شوی دی. د راپور له مخې؛ یوازې په ۲۰۲۵کال کې له ایران او پاکستان نه د شاوخوا ۲.۵ مېلیونه افغانانو راستنېدنې پر ځایي سرچینو، خدماتو او د خلکو پر معیشتونو خورا منفي اغېز کړی.

راپور کې وړاندې راغلي، چې دغه وضعیت د سختې وچکالۍ او وروستیو زلزلو له امله لا پسې کړکېچن شوی. یادې ادارې اټکل کړی، چې د ژمي د کم‌حاصله فصل له امله به د ۲۰۲۵کال له نومبر څخه د ۲۰۲۶کال تر مارچ میاشتې پورې د خوړو ناامني لا زیاته شي او شاوخوا ۱۷.۴ مېلیونه کسان به د ناورین یا تر هغې لوړې کچې سره مخ شي، چې نږدې ۴.۷ مېلیونه به یې د بېړني حالت په کچه وي.

د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۶کال له اپرېل څخه تر سپټمبر میاشتې پورې چې د حاصلاتو موسم بلل کېږي، د خوړو په وضعیت کې د نسبي ښه‌والي تمه کېږي او د ناورین کچه به بېرته شاوخوا ۱۳.۸ مېلیونه کسانو ته راښکته شي، چې له دې ډلې به بیا هم نږدې ۲.۹ مېلیونه وګړي د بېړني حالت له ګواښ سره مخ پاتې وي.

طالبانو په غزني او بدخشان کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان په دُرو وهلي دي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د سترې محکمې له‌خوا په دوو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې په غزني او بدخشان ولایتونو کې یې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې د «لواطت، زنا او نامشروع اړیکو» په تور په دُرو وهلي دي.

د دغې محکمې په لومړۍ خبرپاڼه کې راغلي، چې په غزني ولایت کې یې دوو کسانو ته د «لواطت او زنا» په تور د يوـ یو کال تنفيذي بند او ۳۵ـ ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده. د یادې محکمې په یوې بلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یوې ښځې په ګډون یې په بدخشان ولایت کې دوه کسانو ته د ۲۵ـ ۲۵ دُرو سزا ورکړې ده.

طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د بېلابېلو تورونو په تړاو ۲۸۱ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼو پربنسټ؛ یاد کسان «د نشه‌یي توکو د کارو بار، زنا، لواطت، غلا، له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په تورونو مجازات شوي.»

د خبرپاڼو له مخې؛ دغه کسان په ننګرهار، خوست، فراه، پکتیا، فاریاب، پروان، غور، لوګر، جوزجان، تخار، غزني، بلخ، کابل، لغمان، میدان‌وردګ، پکتیکا، کاپیسا او زابل ولایتونو کې په دُرو وهل شوي دي.

تېره ورځ تر ۳زره زیات کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۳ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د سې‌شنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۵مه) خبر ورکړی، چې پرون له ایران او پاکستان نه ۵۷۷ کورنۍ چې ټول‌ټال ۳۰۰۵ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون په راپور راغلي، چې له دغه کډوالو سره مالي مرسته هم شوې ده.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۲۹۹ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۵۵ کورنۍ، د هلمند د بهرامچې له لارې ۷۵ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۶ کورنۍ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۳۲ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

راپور زیاتوي، د ټرانسپورټ، لېږد او مالي چارو د کمېټې له لوري دغه ستنېدونکو کورنیو ته شاوخوا ۷.۸ مېلیونه افغانۍ مالي مرسته او کرایه ورکړل شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

په ډېرو سیمو کې پولیسو د هغو کورونو دروازې هم ماتې کړې، چې ګومان کېده افغانان په‌کې ژوند کوي. همدا راز په ایران کې هم د کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات روان دي، چې له امله یې افغانان په بې‌باوره او ناامنه فضا کې ژوند تېروي.
له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم خبر ورکړی، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴ مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي او له ۲ مېلیونه ډېر مجردان په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.