• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کابل کې ۱۲۶ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان راغونډ شوي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، چې په کابل ولایت کې یې د عملیاتو پر مهال ۱۲۶ روږدي کسان د ښار له بېلابېلو سیمو راغونډ کړي دي . د یادې قوماندانۍ په وینا، دغه کسان په عامه ځایونو کې میشت وو او د خلکو د شکایتونو او د ښار د تنظیف د هڅو په لړ کې نیول شوي.

د طالبانو چارواکي وايي، ټول راټول شوي روږدي کسان د درملنې اړوندو مرکزونو ته لېږدول شوي، چې طبي او رواني درملنه ترلاسه کړي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

ملا ندیم محصلینو او طالبانو ته: کوشش وکړئ چې د امیرالمومنین بې اطاعتي درڅخه ونشي

•
•
•

نور کیسې

طالبان له کونړ سیند څخه درونټې بند ته اوبه لېږدوي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۱ GMT+۰
100%

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې د اقتصادي کمېټې د تخنیکي کمېټې په ناسته کې له کونړ سیند څخه د ګمبیري دښتې د ښکتنۍ برخې مسیر څخه د درونټې بند تر کاسې پورې د اوبو د انتقال وړاندیز تایید شوی او د نهايي تصمیم لپاره ددې ډلې اقتصادي کمیسیون ته راجع شوی دی.

دغه وړاندیز د طالبانو د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې د لیندۍ میاشتې پر ۲۴مه وړاندې شوی دی.

یاد معاونیت وايي، چې په دې غونډه کې له کونړ سینده د ګمبیري دښتې د ښکتنۍ برخې له مسیر څخه تر درونټې بند پورې د اوبو رسولو وړاندیز تر هراړخیز تخنیکي بحث وروسته د تایید وړ وبلل شو او د وروستۍ تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوی دی.

د طالبانو چارواکو ویلي، له کونړ سیند څخه درونټې بند ته د اوبو د انتقال په عملي کېدو سره به د ننګرهار ولایت د ډېری کرنیزو ځمکو د اوبو د کمښت ستونزه حل شي او کرنیز تولید به زیات شي.

همدارنګه، په دې غونډه کې د بادغیس ولایت د حلقوي سړک د پنځمې برخې، چې ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د پروژې په اړه هم بحث شوی.

یاد معاونیت وايي، د دې پروژې د لا کره ارزونې لپاره یوې ځانګړې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې هراړخیزې څېړنې و کړي او خپل رپوټ د طالبانو د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

په کینیا کې د ظاهر قدیر دویمه محاکمه تر راتلونکې فبرورۍ میاشتې ځنډېدلې ده

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۷ GMT+۰
100%

د پخوانۍ ولسي جرګي غړي عبدالظاهر قدیر کورنۍ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې د کینیا په نایروبي کې د نوموړي د محاکمې بهیر د راتلونکي کال تر فبرورۍ میاشتې ځنډول شوی دی. د قدیر د کورنۍ په وینا، د عبدالظاهر قدیر د خلاصون په تړاو د طالبانو هڅو تر اوسه نتجه نه ده ورکړې.

د عبدالظاهر قدیر کورنۍ نن سې شنبه، د لیندۍ ۲۵مه وویل، چې محکمه د هغه د دویمې محکمې د ځنډېدو په اړه څه نه وايي، خو دوی پر خپلو ژمنو عمل نه کوي او له تېرو څو میاشتو راهیسې یې محاکمه ځنډول کېږي.

د کورنۍ یو غړي یې وویل:« په لومړیو کې طالبانو ژمنه کړې وه، چې د عبدالظاهر قدیر خلاصون کې به هڅې کوي خو تر اوسه یې موږ ته کوم مثبت احوال نه دی راکړی.»

د نایروبي محکمې ته د عبدالظاهر قدیر د وړاندې کولو راتلونکې نېټه تر اوسه نه ده په ډاګه شوې خو په لومړۍ محاکمې کې پرېکړه وشوه، چې نوموړی امریکا ته وسپاري.

د لومړی محکمې پرېکړه د هغه د مدافع وکیل له خوا رد شوې وه او د محکمې د دویمې ناستې دایرولو غوښتنه یې کړې وه.

عبدالظاهر قدیر د اپریل په نیمايي کې د نایروبي ښار په یوه هوټل کې نیول شوی او د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست (DCI) غوښتنه کړې وه، چې نوموړی تر قانوني بهیر پورې په توقیف کې وساتل شي.

د نایروبي د میلیمېن محکمې مشر قاضي بنمارک اېکهوبي د عامه څارنوالۍ د رییس غوښتنه وروسته ومنله.

د نایروبي د پلټنو افسر جان وافولا، چې د جرمونو د پلټنو ریاست له مخدره موادو ضد څانګې سره کار کوي، محکمې ته ویلي و، چې د امریکا د نشه يي توکو ضد ادارې ځانګړي استازي نیکولس دیفرانسیسکو د نیویارک یوې محکمې ته د عبد‌الظاهر قدیر پر ضد جنایي شکایت ثبت کړی.

داسې رپوټونه خپاره شوي ول ، چې امریکايي چارواکو د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست د استازي له لارې د کینیا حکومت ته یو ډیپلوماتیک یادښت استولی، چې د عبد‌الظاهر قدیر د ور سپارلو غوښتنه پکې شوې.

د طالبانو مشر وايي سختو معلولانو ته یې د موټر پېرنې د لګښت ورکولو فرمان ور کړی

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۲ GMT+۰
100%

د طالبانو مشر په کندهار کې یوه درې ورځني سیمینار ته په خبرو کې ویلي، چې ددې ډلې د شهیدانو او معلولانو وزارت ته یې د سختو معلولانو په تړاو یو «فوق العاده فرمان» ور کړی دی. نوموړي ویلي، چې د فرمان له مخې په دوو غړو معلولو کسانو ته د موټر پېرلو لپاره لګښت ورکول کیږي.

مولوي هبت الله اخوندزاده په دغه درې ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې ویلي، چې د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت هر کال یتیمانو، کونډو او معلولانو ته میاشتني معاشونه ورکوي او په یوه فرمان کې یې یاد وزارت ته فوق العاده امر کړی، چې د دوو اندامونو معلول ته د موټر د رانیولو پیسې ورکړي او د «مجردو شهیدانو» کورنیو ته هم امتیاز ور کړي.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو اداره د مسلمانانو د وکالت او استازولۍ مقام دی او دوی به د مسلمانانو د دين او عقیدې ساتنه کوي او خلکو ته به دین او شریعت ورښيي.

د طالبانو مشر دغه راز ویلي، چې اداره به یې د خلکو امنیت ساتي او د یتیمانو، کونډو، بېوزلو او بې سرپرسته کورنیو کفالت به کوي.

په داسې حال کې، چې د طالبانو له زندانونو نه د زندانیانو د شکنجې رپوټونه ورکول کیږي، مولوي هبت الله یادونه کړې، چې د بندیانو او محبوسانو په حق کې یې وړاندې فرمان صادر کړی، چې نه به ځورول کېږي او نه به وهل کېږي او نه به هم شکنجې ورکول کېږي.

د طالبانو مشر په داسې حال کې د معلولانو لپاره د خپل فوق العاده فرمان خبره کوي، چې ګڼ متقاعدان او معلولان د طالبانو د تقاعد ریاست او ټولنیزو چارو وزارت نه شکایت کوي، چې ددوی معاشونه پر وخت نه ور کوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر هند ته تللی

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۰۳ GMT+۰
100%

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي نوي ډیلي ته رسېدلی او تود هرکلی یې شوی دی. د رندهیر جیسوال په وینا، دا سفر د افغانستان د روغتیايي نظام د ملاتړ برخه کې د هند دوامداره ژمنتیا څرګندوي.

نوموړي زیاته کړې چې دواړه لوري به د دغه سفر پر مهال پر مهمو او رغنده موضوعاتو هر اړخیزې خبرې اترې وکړي.

جیسوال پر خپل اېکس له جلالي سره د انځور په خپرولو د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره هیله څرګنده کړې ده.

ملګري ملتونه: دا مهال شاوخوا ۱۳.۸ مېلیونه افغانان د خوړو ناامنۍ سره مخ دي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۶ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ژمي له راتګ سره د لوږې ناورین په بې‌ساري ډول پراخېږي او اټکل کېږي چې د ۲۰۲۵کال له نومبر میاشتې د ۲۰۲۶ کال تر مارچ میاشتې پورې به شاوخوا ۱۷.۴ مېلیونه وګړي د خوړو له جدي ناامنۍ سره مخ شي.

د دغه سازمان په وینا؛ له ډلې به نږدې پنځه مېلیونه خلک د بېړني حالت سره مخ شي.

د یاد سازمان د وروستي راپور له مخې؛ دا مهال شاوخوا ۱۳.۸ مېلیونه افغانان چې د هېواد ۲۸ سلنه نفوس جوړوي، د خوړو د سختې ناامنۍ درېیم پړاو (ناورین) یا تر هغې لوړې کچې سره مخ دي.

په راپور کې راغلي، په دې ډله کې نږدې ۲.۹ مېلیونه کسان د بېړني حالت (څلورم پړاو) او ۱۰.۹ مېلیونه د ناورین په کچه ژوند کوي. د ملګرو ملتونو دغه اداره وایي، که څه هم ژمی هغه پړاو دی چې لوږه په‌کې په چټکۍ سره لوړېږي؛ خو بیا هم افغان بزګران د خپلو ټولنو د تغذیې لپاره کار ته دوام ورکوي.

د دغه سازمان په وینا؛ «که بېړنی کرنیز ملاتړ پر وخت او په پراخه کچه ورسېږي؛ نو کولای شي خلک وژغوري او د خوړو خوندیتوب پیاوړی کړي.» راپور کاږي، د افغانستان اقتصاد له اوږدمهاله ځوړ، پرله‌پسې وچکالۍ او د بشري مرستو له کمښت سره مخ دی چې له امله یې د ټولنې لویه برخه د خپلو لومړنیو خوړو د اړتیاوو پوره کولو وس نه‌لري.

راپور زیاتوي، چې دا مهال د بې‌کارۍ کچه خورا لوړه ده او له بهره د پېسو لېږد هم کم شوی دی. د راپور له مخې؛ یوازې په ۲۰۲۵کال کې له ایران او پاکستان نه د شاوخوا ۲.۵ مېلیونه افغانانو راستنېدنې پر ځایي سرچینو، خدماتو او د خلکو پر معیشتونو خورا منفي اغېز کړی.

راپور کې وړاندې راغلي، چې دغه وضعیت د سختې وچکالۍ او وروستیو زلزلو له امله لا پسې کړکېچن شوی. یادې ادارې اټکل کړی، چې د ژمي د کم‌حاصله فصل له امله به د ۲۰۲۵کال له نومبر څخه د ۲۰۲۶کال تر مارچ میاشتې پورې د خوړو ناامني لا زیاته شي او شاوخوا ۱۷.۴ مېلیونه کسان به د ناورین یا تر هغې لوړې کچې سره مخ شي، چې نږدې ۴.۷ مېلیونه به یې د بېړني حالت په کچه وي.

د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۶کال له اپرېل څخه تر سپټمبر میاشتې پورې چې د حاصلاتو موسم بلل کېږي، د خوړو په وضعیت کې د نسبي ښه‌والي تمه کېږي او د ناورین کچه به بېرته شاوخوا ۱۳.۸ مېلیونه کسانو ته راښکته شي، چې له دې ډلې به بیا هم نږدې ۲.۹ مېلیونه وګړي د بېړني حالت له ګواښ سره مخ پاتې وي.