په سمنګان کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۳ کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي

په سمنګان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني ویلي، چې د دغه ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ په غزنیګک کلي کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله ۳ کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

هغه ویلي، چې د پېښې ټپیان د سمنګان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. د یادې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي ښودل شوې ده.