• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د ټولې کلنۍ بودجې ۴۶ سلنه پیسې پر امنیتي سکتور لګول کیږي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۷ GMT+۰

ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو خپلمنځي مخالفتونو او فساد د یادې ډلې امنیتي جوړښت کمزوری کړی او د ترهګرۍ د ګواښ کچه یې لوړه کړې ده. راپور وایی، د طالبانو د ټولې کلنۍ بودجې ۴۶ سلنه چې ۸۳۵ میلیونه ډالره کېږي، په امنیتي سکټور کې لګول کیږي.

په راپور کې راغلي، چې د طالبانو د حکومتولۍ جوړښت په ځانګړي ډول له لویو ښاري سیمو څخه بهر په لرې سیمو کې د قانون د حاکمیت او د قانون د پلي کولو د اړتیاوو لپاره کافي نه دی.

د دوی په وینا، فساد، د حساب نه ورکول او د سیمه ییزو ځواکونو نه منل د قانون پلي کولو هڅې له خنډ سره مخ کړې دي.

راپور زیاتوي، چې که څه هم طالبان د فعلي واکمنو چارواکو کردار ته داخل شوي، خو د حکومتولۍ جوړښت یې کمزوری او د دوی خپلمنځي مخالفتونو د امنیتي ماشین د اغیز مخه نیولې ده.

په راپور کې ویل شوي:«په سیمه ییزه کچه د طالبانو په منځ کې اختلافونو داخلي کنټرول کمزوری کړی دی او د فزیکي ګواښونو پر وړاندې د رژیم وړتیا کمه ده.»

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، چې روان وضعیت په مرکزي او سویلي اسیا کې د ثبات او امنیت پر وضعیت هم منفي اغېزه لرلې ده.

په یاد راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو حکومتي جوړښټ، د عدلي او قانون پلي کولو سیستم د یوه مشخص قوم تر نفوذ لاندې دی، چې له امله یې د مشروعیت مساله زیانمنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، چې ناسم اقتصادي وضعیت د طالبانو په امنیتي لیکو باندې هم منفي اغېزه کړې او خپلو کسانو ته د معاشونو په ورکولو کې له ستونزو سره مخ دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د کندهار د رهبرۍ له خوا د یادې ډلې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ترڅنګ د استخباراتو عمومي ریاست کې شاوخوا ۴۰۰۰ تشکیلات راکم شوي دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، چې طالبانو تر ډېره په غیر پښتني ولایتونو، بدخشان، کاپیسا، پروان او تخار ولایتونو کې له امنیتي ادارو څخه د نورو ولایتونو په پرتله ډېر کسان له دندو لرې کړي دي.
د ملګرو ملتونو په رپوټ کې راغلي، چې د طالبانو د ټولې کلنۍ بودجې ۴۶ سلنه چې ۸۳۵ میلیونه ډالره کېږي امنیتي سکټور کې په مصرف لګول کېږي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې له امنیتي ګواښونو سره د مبارزې لپاره د طالبانو د حکومتولۍ اصلاحات، د سیمه ییزو ځواکونو مشروعیت ته پاملرنه، له فساد سره مبارزه او د اقتصادي ثبات لپاره عملي ګامونه اړین دي او تر څو چې یادې ستونزې هوارې نه شي، تر هغه به د افغانستان د امنیتي سکتور وړتیا محدوده پاتې شي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو ښځضد سیاستونه هر کال د افغانستان اقتصاد ته یو میلیارد ډالر زیان رسوي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، د طالبانو د ښځضدو سیاستونو له امله هر کال د افغانستان اقتصاد تر یومیلیارد ډالرو زیات زیان ویني. د شورا په رپوټ کې ویل شوي چې د افغان ښځو او نجونو وضعیت «سخت خراب» دی او له هرو لسو ښځو اته یې د زده‌کړې، کار او مسلکي روزنې له فرصتونو محرومې دي.

رپوټ زیاتوي چې افغانې ښځې د روغتیايي خدمتونو په ترلاسه کولو کې له جدي خنډونو سره مخ دي او د دوی د بې‌کارۍ کچه د سړیو په پرتله خورا لوړه ده.

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې کورنۍ ممکن نجونې له زړو کسانو سره ودونو یا جبري ودونو ته اړې کړي.

سږکال د وري میاشتې په لړ کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ د نړیوال بانک د موندنو په استناد وویل چې د ښځو پر زده‌کړې او کار د طالبانو محدودیتونه هر کال د ۱،۴ میلیارد ډالرو زیان اړوي.

یوناما وویل چې د طالبانو د امر بالمروف قانون عملي کولو د افغانستان اقتصادي بحران نور هم پېچلی کړی دی.

د ملګرو ملتونو رپوټ ټینګار کوي چې د ښځو د زده‌کړې او کار محدودیتونه مستقیمې اقتصادي اغیزې لري او د اقتصادي ظرفیت د کمېدو سبب ګرځي.

ملګري ملتونه: د افغانستان د کورني ناخالص تولید کچه ۶،۵ سلنه راکمه شوې ده

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې د افغانستان د کورني ناخالص تولید کچه۶،۵ سلنه راکمه شوې ده. په رپوټ کې راغلي چې د بېکارۍ کچه ۷۵ سلنه اټکل شوې او له ۹۰ سلنې زیات افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

رپوټ زیاتوي، چې شاوخوا ۷۰سلنه وګړي په بشري مرستو پورې تړلي دي او د افغانستان اقتصادي وضعیت د بهرنیو عواملو له امله له جدي ننګونو سره مخ دی.

د بهرنیو مرستو کمښت، پرله‌پسې وچکالۍ، طبیعي پېښې لکه زلزلې، او همداراز جغرافیایي او سیاسي ترینګلتیاوې د سوداګرۍ او پانګونې پر بهیر منفي فاکتورونه ښودل شوي.

په رپوټ کې د افغانانو جبري راستنېدل هم د اقتصادي فشارونو یو مهم لامل بلل شوی دی.

د ۲۰۲۳کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې شاوخوا ۴،۵ میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي، چې د هېواد نفوس یې نږدې ۱۰سلنه زیات کړی دی.

دغه وضعیت د کار، سرپناه او ټولنیزو خدمتونو پر سکتورونو فشار نور هم زیات کړی او د بهرنیو پیسو د لېږد کچه یې راټیټه کړې ده.

رپوټ زیاتوي چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲،۲ میلیونه افغانان په جبري ډول هېواد ته ستانه شوي دي، چې د دغو راستنېدونکو د ملاتړ هڅې د طالبانو له‌خوا د ښځو او نجونو پر کار د محدودیتونو له امله کمزورې شوې دي او په ځینو سیمو کې د ملګرو ملتونو تر ملاتړ لاندې ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته د کار اجازه نه ده ورکړل شوې.

ملګرو ملتونو ویلي، که څه هم د طالبانو د حکومت ټول لګښتونه د ۲۰۲۴ کال په کچه پاتې دي، خو معاشونه شاوخوا ۸ سلنه کم شوي دي. په ورته وخت کې، د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې دولتي لګښتونه ۳۰سلنه زیات شوي، چې د راستنېدونکو کډوالو ملاتړ او د شهیدانو او معلولینو د کورنیو مرستې پکې شاملې دي.

رپوټ خبرداری ورکوي، چې پر ایران د بندیزونو بیا پلي کېدل ښايي د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز وکړي او د سوداګرۍ بهیر، په ځانګړي ډول له هندوستان سره تجارت لا ستونزمن کړي.

همداراز د چابهار بندر اړوند محدودیتونه هم د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ پر راتلونکي سیوری غوړولی دی.

ملګرو ملتونو په پای کې ویلي، سره له دې چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال د افغانستان اقتصاد شاوخوا ۲،۵ سلنه وده کړې، خو دا وده ورو ده او د دوامدار فقر، خوراکي ناامنۍ، مالي فشارونو او د سوداګرۍ د کمښت له امله د هېواد اقتصادي راتلونکی لا هم له جدي نامعلوم وضعیت سره مخ دی.

تاجکستان له افغانستان سره د خپلې پولې د امنیت په موخه د امنیتي تجهیزاتو نوملړ چمتو کړی

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۹ GMT+۰

تاجکستان له افغانستان سره د خپلې پولې د امنیت ټینګولو لپاره اړتیا وړ وسلې او تجهیزات مشخص کړي او دغه نوملړ یې د ډله ییز امنیت تړون سازمان ته سپارلی. د یاد سازمان د دفتر سلاکار پاول سرکیسیان تایید کړه چې نور غړي هېوادونه دغه نوملړ څیړي.

دغه اقدام د ډله ییز امنیت تړون سازمان د بین الدولتي پروګرام برخه ده چې د تاجکستان او افغانستان د پولو د ټینګښت لپاره جوړ شوی او په ۲۰۲۴ کال کې تصویب شوی دی.

د دې پروګرام د پلي کولو پلان له ۲۰۲۵ کال څخه د پنځو کلونو لپاره جوړ شوی دی.

د افغانستان او تاجکستان د پولې د امنیت په تړاو اندېښنې له افغان پولې په دې وروستیو کې پر چینايي وګړو له بریدونو وروسته ډېرې شوې دي.

طالبانو پرون اعلان وکړ، چې دوی ددغو بریدونو عاملان د بدخشان په مرکز فیض اباد کې تشخیص کړي او عملیات یې پرې کړي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له دې وړاندې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان سره لیدنه کې د تاجک سرحدونو د امنیت د ټینګښت پر ارزښت ټینګار کړی و.

د تاجکستان ملي امنیت دفتر هم تایید کړې چې د افغانستان له خاورې شویو دوو بریدونو کې څو تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي.

له دغو بریدونو وروسته امام علي رحمان خپلو امنیتي ادارو ته امر وکړ چې د سرحدونو وضعیت او د امنیت د ټینګښت لارې چارې وڅېړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین سره په تیلیفوني تماس کې د چینایي اتباعو د وژل کېدو په اړه خواشیني څرګنده کړه او د سرحدونو د امنیت د ټینګښت او ګډو څیړنو لپاره یې د طالبانو بشپړ چمتووالی وښود.

امنیت شورا طالبانو ته په یوه کال کې ۳۸ سفري معافیتونه تصویب کړي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د ۲۰۲۴ کال له مې څخه د ۲۰۲۵ کال د نومبر تر ۱۱مې طالبانو ته د ۳۸ سفرونو معافیت تصویب کړی. دغه معافیتونه امیر خان متقي، عبداللطیف منصور، سلام حنفي، غني برادر، خیرخواه، ثاقب، عبدالحق وثیق، هدایت الله بدري او سراج الدین حقاني ته ورکړل شوي.

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رپوټ وايي، چې د تصویب شویو سفرونو موخې مختلفې وې او د درملنې ترلاسه کول، د حج د ادا کولو لپاره سفر، په نړیوالو غونډو کې ګډون او دوه اړخیزې مشورې پکې شاملې وې.

د سفر هدف هېوادونه کامرون، چین، هند، عمان، پاکستان، قطر، روسیه، سعودي عربستان، ترکیه، متحده عربي امارات او ازبکستان ښودل شوي دي.

100%

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۵ (۲۰۱۵) پرېکړې له مخې، د بندیزونو په ګټګورۍ کې شامل شوي کسان باید د نړیوالو سفرونو لپاره واردمخه د امنیت شورا کمیټې اجازه ترلاسه کړي.

د استثنا اخیستونکو کسانو په منځ کې امیر خان متقي، عبداللطیف منصور، عبدالسلام حنفي، عبدالغني برادر، خیرالله خیرخواه، نورمحمد ثاقب، حمیدالله اخوند، عبدالحق وثیق، هدایت الله بدري او سراج الدین حقاني شامل دي.

امیر خان متقي له۹ استثناوو برخمن شوی، عبداللطیف منصور۴ استثناوې ترلاسه کړې، عبدالسلام حنفي ۴ استثناوې، عبدالغني برادر ۴ ، خیرالله خیرخواه ۳ استثناوې، نورمحمد ثاقب ۳ استثناوې، حمیدالله اخوند ۳ استثناوې، عبدالحق وثیق۳ استثناوې، هدایت الله بدري ۳ استثناوې لري او سراج الدین حقاني هم ۳ استثناوې ترلاسه کړې دي.

ملګرو ملتونو څرګنده کړې چې ځینې غړي هېوادونه استثناوې وروسته له سفر یا د سفر پر مهال وړاندې کوي، چې د کمیټې له لارښود سره سمون نه لري.

د دې ستونزې د حل لپاره، کمیټې له ټولو غړو هېوادونو سره اړیکه نیولې چې د سفر بندیز د استثناوو لپاره د مخکینۍ غوښتنې اهمیت یادونه وکړي.

یونیسف په کونړ کې ۶۰۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته ژمني توکي ویشلي دي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۸ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي چې په کونړ کې یې لږ تر لږه ۶۰۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته ژمني توکي ویشلي دي چې ماشومان د سړې هوا په موسم کې تاده وساتي.

په افغانستان کې د یاد صندوق مشر مشر تاج الدین اویووالی پر ایکس ولیکل، چې د کونړ په زلزله ځپلو سیمو کې د سړې هوا زیاتوالی د ماشومانو ژوند ګواښي او همداشان له اغیزمنو کورنیو سره دوامداره مرسته اړینه ده.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ټینګار کړی، هغه کورنۍ چې په زلزله کې یې خپل کورونه له لاسه ورکړي دي د سړې هوا په نږدې کیدو سره له سختو شرایطو سره مخ دي.

هغه په ​​افغانستان کې د اغیزمنو ټولنو د ملاتړ لپاره د یونیسف پر ژمنې بیا ټینګار وکړ.

یونیسف د دسمبر په ۴مه اعلان وکړ چې د کونړ په زیړي بابا سیمه کې څلور ماشومان یوازې په یوه اونۍ کې د زکام او انفلونزا له امله مړه شوي دي.

یونیسف اټکل کوي چې په زلزله ځپلو سیمو کې ۲۷۰ زره ماشومان د سړې هوا له امله د ناروغیو له ګواښ سره مخ دي.