• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ګډو رزمي هنرونو لوبغاړې تمنا احمدي د هانګ‌کانګ له سیالې سره په لوبه کې بریا خپله کړه

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۱ GMT+۰

د افغانستان د ګډو رزمي هنرونو (اېم‌اېم‌اې) لوبغاړې تمنا احمدي وتوانېده، چې د هانګ‌کانګ لوبغاړې کایلي لام ته ماتې ورکړي. دا لوبه د PCFC سازمان تر چتر لاندې په انګلستان کې د منچسټر په ښار کې ترسره شوه. دا بریا په ازادو سیالیو کې د تمنا احمدي درېیمه پرله‌پسې بریا ده.

دغه سیالۍ چې د اماتور په کچه وه، احمدي د داورانو په پرېکړې سره بریا ترلاسه کړه. دا افغانه لوبغاړې هیله لري، چې ورته بریالۍ لړۍ ته دوام ورکړي، د خپل مسلکي پرمختګ لپاره نور هم پیاوړي ګامونه واخلي او په راتلونکي کې لا لویو لاسته‌راوړنو ته ورسېږي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

بدخشان کې تازه نښتې؛ د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

ملا ندیم محصلینو او طالبانو ته: کوشش وکړئ چې د امیرالمومنین بې اطاعتي درڅخه ونشي

•
•
•

نور کیسې

د افغان کرېکټ د غوره‌لیګ پر نوې لوګو نیوکې؛ مینه‌وال د ملي بیرغ نشتون «نه‌بښونکی» بولي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۵ GMT+۰
100%

د افغان کرېکټ د غوره‌لیګ د دویم پړاو د پیل ځانګړي مراسم په متحده‌عربي اماراتو کې ترسره شول. په مراسمو کې د افغانستان کرېکټ بورډ له خپلو ستراتیژیکو پانګه‌والو او شریکانو سره یو ځای د لیګ د دویم پړاو د پیل نېټه، کوربه هېواد، د لوبډلو شمېر او د لیګ نوې لوګو په رسمي ډول معرفي کړل.

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب‌خان وویل، چې د افغانستان کرېکټ غوره‌لیګ به په ۲۰۲۶ کال کې په متحده‌عربي اماراتو کې ترسره شي.

هغه زیاته کړه: «دا لیګ به پنځه لوبډلې ولري او د افغانستان کرېکټ غوره‌لیګ لوګو هم نوې شوې ده.»

په همدې غونډه کې د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف وویل، چې د افغانستان کرېکټ غوره‌لیګ یوه ستره او عایداتي پروژه ده.

نوموړي د لیګ د ګټو په اړه وویل: «دا لیګ د نویو ځوانانو لپاره مالي مرسته برابروي، تخنیکي اړخ یې پیاوړی کوي او دا یې تر ټولو مهمې ګټې دي.»

خو د غونډې پرمهال د نوې لوګو په اړه چې پکې د افغانستان د ملي بیرغ درې رنګه نښان نه و، د کرېکټ بورډ مشرانو هېڅ وضاحت ورنه‌کړ.

د خلکو غبرګونونه او سختې نیوکې

د افغان کرېکټ غوره‌لیګ د نوې لوګو له اعلان وروسته دغه پرېکړه د افغان کرېکټ مینه‌‌والو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ په رسمي ټولنیزو پاڼو سلګونو کسانو تبصرې کړي او د لوګو بدلون یې په کلکو ټکو غندلی دی.

د ټولنیزو رسنیو یوه کاروونکي لیکلي: «تر دې هغه مخکېنۍ لوګو ښه وه. دا باید د وطن د درې رنګه ملي بیرغ له رنګونو جوړه وای؛ خو ډارن خلک یاست.»

بل کس لیکلي: «ډېره چټي او بې‌ معنا لوګو ده.»

د کرېکټ یوه بل مینه‌وال بیا لیکلي: «د لوګو د جوړولو لپاره باید عامه سیالي ترسره شوې وای، تر څو مینه‌والو ګډون پکې کړی وای او په پای کې تر ټولو غوره لوګو ټاکل شوې وای او ګټونکي ته انعام هم ورکړل شوی وای، په دې سره به د مینه‌والو حوصله‌ افزایي شوې وای او لیګ به لا په زړه پورې شوی وای»

یو بل کس په غبرګون کې لیکلي: «دغه ټوله غونډه یوازې په یوه لوګو سره پای ته ورسېدله، بیا مو د ملت په سترګو کې خاورې ورواچولې، شرم دې وي.»

بل مینه‌وال بیا وایي: «دا داسې پیکه او سپېره لوګو ده چې د سړي زړه پرې نه خوږیږي، همداسې به افغان کرېکټ هم بې‌خونده او بې‌رنګه کړي.»

د دې نیوکو او غبرګونو پر دوام بیا د کرېکټ یوه بل مینه‌وال زیاته کړې: «طالبان پریمیر لیګ ورته ووایئ، لا به ښه وي.»

که څه هم د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکي ټینګار کوي، چې د افغانستان کرېکټ غوره‌لیګ به د هېواد د کرېکټ د ودې، د ځوانانو د ملاتړ او مالي پیاوړتیا لامل شي، خو د نوې لوګو پر سر راپورته شوی ولسي غبرګون ښيي، چې د کرېکټ مینه‌وال د ملي هویت نښانونو ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

تر دې مهاله د افغانستان کرېکټ بورډ د خلکو د دغو نیوکو په اړه کوم رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی او لا هم روښانه نه ده، چې ایا د لوګو په اړه به بیاکتنه کېږي او که نه.

ننګرهار کې د ځوانانو او ورزشکارانو د هڅونې لپاره سیالۍ ترسره شوې

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۹ GMT+۰
100%

د ننګرهار ولایت په جلال‌اباد ښار او کوټ ولسوالۍ کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د رزمي لوبو، پانکریشن، والیبال او کرکټ سیالۍ ترسره شوې. په دې سیالیو کې د ۲۵۰ څخه زیات ورزشکارانو برخه اخیستې وه او ځینې یې د اتلولۍ کپونه او غوره لوبغاړو جایزې وګټلې.

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیو دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په جلال‌اباد ښار کې د رزمي لوبو (UFC) سیالۍ د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د درې کټګوریو په اساس ترسره شوې، چې په پایله کې ۲۵ لوبغاړي بریالي وپېژندل شول.

خبرپاڼه کې راغلي، د پانکریشن سیالۍ د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې او ۲۱ لوبغاړو یې بریاوې ترلاسه کړې. همدارنګه د والیبال فدراسیون له لوري په کوټ ولسوالۍ کې د ۱۲ داخلي لوبډلو ترمنځ د غوره لوبډلې د ټاکلو لپاره سیالۍ پیل شوې، چې لس ورځې به دوام ولري.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، د انبارخاني پنځوس بالیز ټیپ ‌بال کرکټ ټورنمنټ د ۲۲ لوبډلو ترمنځ ترسره شو، چې د یوې میاشتې سیالیو وروسته د انبارخاني اخند سټار لوبډلې د چهاردهي اتلانو پر وړاندې په بریا سره د اتلولۍ کپ خپل کړ.

د ننګرهار د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست د چارواکو په وینا، د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو هڅونه، د ځوانانو ترمنځ همغږي او د ورزش وده ده.

پوتین: د روسیې د کنګل شویو شتمنیو د کارولو طرحه په ښکاره ډول غلا ده

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۰
100%

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اروپايي ټولنې پر هغې جنجالي طرحې سختې نیوکې کړي چې غواړي د مسکو کنګل شوې شتمنۍ د اوکراین په ګټه وکاروي. هغه ویلي، د روسیې د کنګل شویو شتمنیو د کارولو طرحه په ښکاره ډول غلا ده.

ولسمشر پوتین دا کار په ښکاره توګه غلا وبلله او خبرداری یې ورکړ چې د دې طرحې احتمالي پلي کېدل به د غلو لپاره جدي پایلې ولري.

هغه زیاته کړه چې که اړتیا وي روسیه به د خپلو ګټو د دفاع لپاره په دې برخه کې له قضایي لارو کار واخلي.

د اروپايي اتحادیې مشرانو د لیندۍ په ۲۸مه په بروکسل کې پر دې هوکړه وکړه چې اوکراین ته به د ۱۰۶میلیارده ډالرو بې‌سود پور ورکړي، خو د دې سرچینو د برابرولو لپاره د روسیې د کنګل شوو شتمنیو د کارولو په اړه خبرې ناکامې شوي دي.

ټرمپ: د ونزوېلا د تیل وړونکو بېړیو درول کېدای شي جګړه راولاړه کړي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۰ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له یوې رسنۍ سره په مرکه کې د ونزوېلا سره د احتمالي جګړې امکان رد نه کړ او ویې ویل چې د ونزوېلا د تیلو وړونکو بېړیو ودرول کېدای شي د جګړې سبب شي.

هغه د این بي سي نیوز شبکې سره په خبرو کې په دې اړه ډیر جزییات ورنکړل، خو بیا یې په څرګنده ټینګار وکړ چې داسې امکان شته.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ د هغو تحریم شویو تیل وړونکو بیړیو د «محاصرې» حکم ورکړ چې د ونزوېلا څخه تګ راتګ کوي. د امریکا چارواکو په خبره دا اقدام د ونزوېلا پر ولسمشر نیکولاس مادورو د فشار زیاتولو لپاره شوی دی. همداراز امریکا په دې وروستیو کې یوه تیل وړونکې بېړۍ چې د ونزوېلا په نږدې سیمو کې توقیف شوې وه، ضبط کړېده.

ولسمشر ټرمپ وویل چې د تیل وړونکو بېړیو توقیف به روان وي او نورې بېړۍ به هم ضبط شي. په ورته وخت کې هغه د دې پوښتنې په اړه چې ایا د واک څخه د نیکولاس مادورو لرې کول د واشنګټن وروستۍ موخه ده که نه، ډاډمن ځواب ورنه کړ.

د «اېم‌اېم‌اې» افغان لوبغاړې تمنا احمدي د هانګ‌کانګ لوبغاړې پر وړاندې لوبه کوي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۹ GMT+۰
100%

د افغانستان د «اېم‌اېم‌اې» د ترکیبي رزمي لوبو لوبغاړې تمنا احمدي به په یوې نوې سیالۍ کې د هانګ‌کانګ لوبغاړې کایلي لام سره مخ شي. دغه سیالۍ د «PCFC» سازمان له‌خوا تنظیم شوې او ټاکل شوې، چې د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۴مه) د انګلستان په مانچسټر ښار کې ترسره شي.

دغه مبارزه به د اماتوار په کټګورۍ کې ترسره شي. تمنا احمدي تر اوسه پورې د «اېم‌اېم‌اې» په دوو رسمي سیالیو کې برخه اخیستې او په دواړو سیالیو کې یې بریا خپله کړې ده.

نوموړې غواړي، چې د خپلو بریاوو لړۍ ته دوام ورکړي.

100%