عمران خان د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۹مه) په یوه لیکنه کې ویلي، چې نوموړی او مېرمن یې په جلا بند کې په ذهني شکنجې سره ساتل کېږي.
نوموړي زیاته کړې: «زموږ پر کتاب لوستلو، ټلوېزیون کتلو او لیدنو بندیز لګېدلی دی. کورنۍ راته کتابونه رالېږي، خو دلته موږ ته نه را رسېږي او موږ ته څو اوونۍ پرلهپسې یوازینی بند راکول کېږي.»
د خان په وینا، نور زندانیان هر ډول اسانتیاوو ته لاسرسی لري، خو پر ده دا محدودیتونه د غېر انساني چلند او ظلم څرګندونه کوي.
خان پر پوځ او سیاسي واکمنانو نیوکه کړې، چې د سیاسي اختلافاتو له امله پر ښځو ظلم کوي. هغه لیکلي: «زما له خویندو او نورو ښځو سره چې د اډیالې زندان مخې ته کوم ناوړه چلند کېږي، پرې زه سخت خواشینی یم. له بشرا بيبي، ډاکټر یاسمین، ماهرنګ بلوڅ او نورو ښځو سره چې کوم چلند کېږي، دا د اسلامي دودونو او اخلاقو خلاف دی.»
عمران ویلي، چې په زندان کې ورسره ناسم چلند د پوځ د مشر عاصم منیر په امر کېږي.
نوموړي ویلي، په پاکستان کې د قانون حاکمیت صفر شوی او د ډېکتاتورانو پر وړاندې یې د قاضیانو درېدل ستایلي دي.
عمران خان په ټينګار له قاضیانو او خپلو پلویانو غوښتنه کړې، چې د اسلاماباد د محکمو مخې او سړکونو ته د را وتلو لپاره چمتووالی ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې یوې ځانګړې محکمې پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بيبي د مالي فساد په یوه قضیه کې په ۱۷ ـ ۱۷ کلونو بند محکوم کړي دي. محکمې دواړو ته د ۱۶ اعشاریه ۴ میلیونه روپیو جریمه هم ټاکلې، چې د نهورکولو په صورت کې به پرې اضافي بند تطبیق شي.
دا حکم د شنبې په ورځ د اډیاله زندان په ځانګړې محکمه کې اعلان شو. د عمران خان حقوقي ټیم ویلي، د محکمې پر پرېکړه به استیناف وکړي.
عمران خان د۲۰۲۳ کال له اګسټ میاشتې راهیسې په زندان کې دی او دا مهال د یوې بلې مالي قضیې له امله د بند سزا تېروي.