طالبان: په یوه اوونۍ کې مو ۲۳۸موټره خوراکي او غیري خوراکي توکو د قاچاق مخه نیولې ده

جنوب کې د طالبانو ۲۱۵ عزم قول اردو وايي، چې د هلمند په بهرامچې ولسوالي کي د تيري اوونۍ په لړ کي ۲۳۸ موټر چي مختلف خوراکي او غیري خوراکي توکي په کې بار وه نيولي دي. نیول شویو توکو کې بي کيفيته درمل، کيماوي سره، ډبرو سکاره، تيل، ماهيانو غوښه،چاکليټو او غیر خوراکي توکې شامل دي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ له نښتو وروسته د شاوخوا دوه میاشتې راهسې د سوداګریزو لارو بندېدو سره قاچاقبران له بېلابېلو لارو هڅه کوي، چې پاکستاني توکي راوړي.





