طالبانو په کونړ کې ۱۷ کسان په دُرو وهلي دي

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په کونړ کې یې ۱۷ کسان د نشه يي توکو د استعمال او “لواطت” په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. طالبانو ویلي، چې یاد کسان یې ۱۰ تر ۳۹ دُرې وهلي او له یو څخه تر دوه کاله په تنفیذي بند محکوم شوي دي.