د پښتونخوا خلک له ګڼو پېچلو ستونزو سره مخ دي، خو تر ټولو خطرناکه مسله د ټي ټي پي او د پاکستان د پوځ، ملیشو او پولیسو ترمنځ جګړه ده. دا جګړه له ۲۰ تر ۲۵ کلونو راهیسې روانه ده، خو په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې شدت په بېساري ډول زیات شوی دی.
دویمه غټه مساله هغه سیاسي انقطاب دی چې د نواز شریف د مسلم لیګ د مرکزي حکومت او د عمران خان د سیاسي ګوند تحریک انصاف په مشرۍ د پښتونخوا د ایالتي حکومت ترمنځ د کال ۲۰۲۴ د ټول ټاکنو نه وروسته منځ ته راغلی دی.
د اسلاماباد د مرکزي حکومت او د پېښور د ایالتي حکومت ترمنځ موجوده ترینګلتیا د وخت په تېرېدو لا پسې زیاته شوې ده. تحریک انصاف د خپل لارښود عمران خان د محبس څخه د ایستلو په موخه د پښتونخوا ایالتي حکومت په یو سنګر بدل کړی دی، او د پښتونخوا د پنځوسو میلیونو نه د زیاتو وګړو له ژوند، ژواک او له نورو ورځنیو مسایلو نه یې مخ اړولی دی.
د جګړې د شننې نه به یې پیل کړو. عین د ۱۹۸۰ د کلونو نه افغانستان کې د شوروي اتحاد د عسکرو او د خلکو دموکراتیک جمهوریت د قواوو په ضد جګړه د هغو قبایلي ضلعو نه کېدله چې اوس د پښتونخوا د ایالت برخه ګرځېدلې دي او په دغو ضلعو یا ولسوالیو کې د جګړې اغېزه یوه طبیعي خبره وه. خو د هغې وخت د جګړې توپیر د ۹/۱۱ نه پس د امریکايي عسکرو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د قواوو په ضد د طالبانو د جګړې سره دا دی چې په وړومبۍ جګړه کې د افغان جنګیالیو دفترونه په ښارونو او د افغان مهاجرو په کمپونو کې په ډاګه او په رسمي توګه فعال وو.
د ۱۹۹۰ په لسیزه کې د طالبانو دفترونو هم څرګند فعالیت کاوه، ولې د ۹/۱۱ نه پس د طالبانو جګړه تر یوې اندازې پټه وه. د دوی کاري مرکزونه زیاتره په قبایلي سیمو کې وو او د محلي خلکو ګډون پکې زیات و. نو ځکه په شمال کې د مالاکنډ ډېویژن (د یو شمېر ضلعو نه جوړه سیمه ډېویژن بلل کېږي) زرګونه محلي خلک او په جنوب کې د بنو او د ډېره اسماعیل خان ډېویژن زرګونه محلي خلک د طالبانو په صفوفو ورګډ شول او په افغانستان کې یې تر کلونو کلونو په جګړه کې برخه واخیسته.
په کال ۲۰۰۷ کې د پاکستان د استخباراتو په تشویق ټي ټي پي د هم دغو جنګیالیو څخه جوړه شوه، ځکه چې یو خو دغه خلک په قبایلي سیمو کې د افغان طالبانو د پټو ځایونو د کوربهتوب لپاره ډېر مساعد وو او بله دا چې د پاکستان جنرالواکۍ دا فکر هم کاوه چې د مذهبي افراطيانو دغه لښکر به د پښتنو د مليګرایۍ د نهضتونو د مخنیوي لپاره مفید تمام شي.
تر ډېرو کلونو د ټي ټي پي جنګیالیو پښتانه مليګرا سیاسي فعالین ووژل، خو په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ نه پس ټي ټي پي سره دا فکر پیدا شو چې هغوی هم د شرعي نظام د شعار په وسیله پښتونخوا نیولی شي او دلته خپله واکمني جوړه کړای شي. که څه هم دوی ځان ته د پاکستان طالبان وایي، خو پنجاب کې یې لاس نه ښخېږي او د دوی جګړه په پښتونخوا پورې محدوده ده. نو ځکه اوس په دې مهال پښتونخوا د یوې ویجاړوونکې جګړې سره مخ ده، چې عام او غریب پښتانه پکې وژل شوي او هره ورځ وژل کېږي.
اوس به لږ د پښتونخوا د ایالتي حکومت او د پاکستان د مرکزي حکومت ترمنځ د سیاسي انقطاب په مساله نظر واچوو. هسې خو په پاکستان کې جنرالواکۍ تل په ټول ټاکنو کې ګوتې وهلې دي، خو د کال ۲۰۱۸ او د کال ۲۰۲۴ ټول ټاکنو کې د پوځي استخباراتو درغلي او لاسوهنه داسې په لویه کچه وه چې د ټول ټاکنو نتایجو ته یې سل په سله بدلون ورکړی دی.
د کال ۲۰۲۴ ټاکنې په واقعیت کې په پنجاب او پښتونخوا کې د عمران خان ګوند تحریک انصاف ګټلې وې، خو د رایو شمېرې شپه په شپه بدلې شوې او استخباراتو په زور پنجاب کې ګټه د نواز شریف ګوند مسلم لیګ ته ورکړه. نو ځکه د پاکستان مرکزي حکومت او د پنجاب ایالتي حکومت مسلم لیګ ته په ګوتو ورغلل.
پښتونخوا کې په ټول ټاکنو کې پوځ د عمران خان ګوند ته د لارې ورکولو برسېره مرسته هم ورسره وکړه، ځکه چې دغه ګوند ورته د پښتنو د مليګرا نهضتونو د سیاسي مخنیوي لپاره یوه موثره وسیله برېښېده. او بله دا خبره هم وه چې د اویا کلن عمران خان د پاپولېزم په اړه د جنرالانو اټکل دا و چې هغه به دولتي اختناق او محبسونو ته ټینګ نه شي، ځکه چې هغه په ځوانۍ کې د نړیوال کرکټ یو ستوری پاتې شوی و او په مغرب کې یې یو اشرافي او ارام ژوند تېر کړی دی. نو د دوی دا خیال و چې هغه به هرو مرو مصالحت ته اړ شي.
د پاکستان د اردو د لوی درستیز څوکۍ ته د عمران خان کاندید جنرال فیض حمید و، خو چې کله په پارلمان کې د سلب اعتماد له لارې د مسلم لیګ او پیپلز ګوند غړو عمران خان د لومړي وزارت د څوکۍ نه برطرف کړ او د هغه پر ځای د نواز شریف کشر ورور شهباز شریف د موقت حکومت لومړی وزیر شو، نو هغه جنرال عاصم منیر ته ترفیع ورکړه او د کال ۲۰۲۲ د نومبر په میاشت کې عاصم منیر د اردو د لوی درستیز په څوکۍ کښېناست. عمران له یوې خوا د عاصم منیر د ترفیع په ضد ولسي کمپاین وکړ او له بلې خوا یې د ۲۰۲۳ کال د مې په میاشت کې د عاصم منیر په ضد د فیض حمید د ناکامې کودتا سره مرسته هم وکړه. نو اوس فیض حمید او عمران خان دواړه بندیان دي. د عاصم منیر او عمران خان ترمنځ مخالفت اوس د ضیاالحق او د ذوالفقار علي بوټو د دښمنۍ غوندې په شخصي دښمنۍ اوښتی دی، نو ځکه د عمران خان د محبس نه راوتل اسان کار نه دی.
خو خبره پښتونخوا ته ګرانه شوې ده.
یوې خوا ته د مرګ، ژوبلې، تباهۍ او بېکورۍ نه ډک جنګ دی، بلې خوا ته په ژور سیاسي انقطاب کې بوخت ایالتي حکومت دی چې د پښتونخوا د ولس د مسایلو حل ته د پاملرنې وخت نه لري او ټوله انرژي او د حکومت منابع د عمران خان د محبس نه د ازادولو په کمپاین مصرفوي. هغه د ستر شاعر رحمت شاه سایل صاحب خبره چې:
تېره اونۍ په کابل کې د طالبانو له خوا رابلل شوې او د شاوخوا زر افغان دیني عالمانو په ګډون جوړه شوې غونډه او پرېکړې یې په افغانستان او پاکستان کې د جدي بحثونو موضوع ګرځېدلې دي.
په دغو پرېکړو کې، چې د دیني فتوا حیثیت لري، په درېیمه پرېکړه کې مهم ټکي دا راغلي دي چې چون اسلامي امارت ژمنه کړې ده چې د افغانستان له خاورې څخه به د کوم بل هېواد پر ضد استفاده نه کېږي، نو دا خبره پر ټولو مسلمانانو واجبه ده چې هغوی دې د افغانستان له خاورې څخه کوم بل هېواد ته د ضرر رسولو په موخه استفاده ونه کړي.
د دغې پرېکړې نه سرغړوونکی که هر څوک وي، هغه به نافرمان او سرکش وګڼل شي او اسلامي امارت به د هغوی پر ضد د ګام اوچتولو حق ولري. په څلورمه پرېکړه کې راغلي دي چې لکه څنګه چې د شرعي امیر له خوا هېڅ یو افغان ته د هېواد نه بهر د پوځي فعالیت اجازه نه لري، کوم څوک چې د دې پرېکړې نه سرغړونه وکړي، نو باید اسلامي امارت د هغوی د فعالیتونو د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
که څه هم په دغو پرېکړو کې د ټي ټي پي نوم نه دی اخیستل شوی، خو بیا هم دا خبره څرګنده ده چې د دیني عالمانو د غونډې دغه پرېکړې په غیرمستقیمه توګه د پاکستان د هغو اعتراضونو په ځواب کې شوې دي چې هغه یې په افغانستان کې د ټي ټي پي د پټو ځایونو په اړه کوي.
طالبانو له خپله اړخه د پرېکړو د سند په فورمولبندۍ کې دقت کړی دی چې پاکستان او ټي ټي پي دواړه راضي وساتي.
په دې پرېکړو کې پاکستان لپاره پیغام دا دی چې په اسلامي امارت کې د زر تنو دیني عالمانو فتوا د شرعي حکم حیثیت لري، نو هغه باید اوس قناعت وکړي چې طالبانو د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کېدونکو فعالیتونو د مخنیوي په اړه جدي دریځ غوره کړی دی.
له بلې خوا د ټي ټي پي لپاره هم باید دا خبره د ډاډ وړ وي چې یو خو په پرېکړو کې د ټي ټي پي نوم نه دی اخیستل شوی، نو دا حتمي نه ده چې پورته ذکر شوې پرېکړې د ټي ټي پي په اړه وي، او بله خبره دا ده چې دغه پرېکړې د طالبانو د امارت کوم رسمي تصمیم نه دی، دا محض په اصطلاح د ازادو دیني عالمانو نظر دی او حتمي امر خو په وروستي تحلیل کې د امیر دی. نو لکه څنګه چې پښتانه متل کوي، نه سیخ وسوځي او نه کباب؛ په دې ډول په لنډ مهال کې د دواړو فریقونو د ډاډ خیال په نظر کې ساتل شوی دی.
د استانبول نه وروسته د دواړو حکومتونو استازو د دسمبر د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې په سعودي عربستان کې هم لیدنې کتنې کړې وې، خو په ظاهره د هغوی تر منځ کېدونکې خبرې اترې بېنتیجې پاتې شوې وې. البته د دې خبرې قوي احتمال شته چې د افغانستان د دیني عالمانو د غونډې د دایرولو او په هغې کې د پرېکړو له لارې د بنبست له منځه وړلو فکر په سعودي عرب کې کېدونکو مشورو په جریان کې زېږېدلی وي او بیا د طالبانو امارت هغه عملي کړی وي.
د پاکستان د وزارت خارجه رسمي ویاند په کابل کې د دیني عالمانو د غونډې پرېکړې یو مثبت ګام وبللو، خو زیاته یې کړه چې دا کفایت نه کوي او د طالبانو امارت باید پاکستان ته کتبي تضمین ورکړي چې د افغانستان له خاورې څخه به د پاکستان پر ضد استفاده نه کېږي. هغه د پاکستان د تشویش د توضیح په ضمن کې زیاته کړه چې پاکستان ځکه پر کتبي تضمین ټینګار کوي چې طالبان پخوا هم پر خپلو ژمنو ټینګ پاتې شوي نه دي.
پاکستان په خپلو اوسنیو تبلیغاتو کې فوکس د افغانستان له خاورې د ټي ټي پي پر جګړهییزو فعالیتونو بندیز ته ساتلی دی، خو که چېرې د دیني عالمانو د غونډې او په هغې کې د پرېکړو وړاندیز رښتیا په سعودي عرب کې کېدونکو مشورو په جریان کې زېږېدلی وي او ترکیه هم په جریان کې وي، نو بیا دا امکان شته چې د پاکستان جنرالواکۍ په دغو پرېکړو قناعت وکړي.
تېره اونۍ په ترکمنستان کې چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف تر منځ کومه کتنه شوې وه، نو کېدای شي چې په هغې کې هم په دې اړه د نظر تبادله شوې وي.
خو که څوک د افغانستان په اړه د پاکستان د جنرالواکۍ د سیاستونو شالید وګوري، نو هغه دې نتیجې ته رسېږي چې پاکستان چې په عمل کې څه کوي، هغې ته پام وکړئ؛ هغه چې څه وايي، په هغه باور مه کوئ. ځکه چې د پاکستان افغان پالیسي ډېر ضدونقیض اړخونه لري. د بېلګې په توګه، په کومو وختونو کې چې د طالبانو د مشرتابه غړي په پاکستان کې اوسېدل، نو هغوی په پرېکړه کولو کې ازاد نه وو. د هغوی په هر تصمیم کې د پاکستاني جنرالانو نظر او اراده شریکه وه. د دغې اصل په رڼا کې که څوک په کال ۲۰۰۷ کې د ټي ټي پي د جوړېدو د پرېکړې ارزونه وکړي، نو هغه څنګه دا خبره منلی شي چې د پاکستان په داخل کې د پاکستاني اتباعو په ګډون د ټي ټي پي سازمان د پاکستاني جنرالانو د نظر، مشورې او اجازت نه بغیر جوړ شوی دی؟
په دې برسېره دوه نورې پوښتنې هم شته. لومړۍ دا چې د کال ۲۰۰۷ نه تر کال ۲۰۱۴ پورې د ټي ټي پي ټول زعامت په پاکستان کې اوسېده، خو د پاکستان امنیتي موسسو څنګه د ټي ټي پي د مشرتابه یو غړی هم نه توقیف کړای شو او نه یې ووژل شو؟ دویمه خبره دا ده چې په کال ۲۰۲۱ کې چې طالبانو په کابل کې واک تر لاسه کړ، نو پاکستان ولې د ټي ټي پي د زرګونو جنګیالیو پاکستان ته د راوستلو او مېشتولو پرېکړه وکړه او د دې کار لپاره یې د لسو میلیاردو بودیجه هم ځانګړې کړه؟ متأسفانه چې دا ټول د کاسو د لاندې نیمکاسې د ابرقدرتونو د لویو لوبو د نقشو برخه ده، چې د پښتون/افغان د وینو په بیه پلي کېږي.
په تېرو ۴۸ کلونو کې پاکستان د سیمې د جهادي او افراطي ډلو په واک کې د پام وړ نقش لوبولی دی. له مجاهدینو نیولې تر لشکر طیبه، جیش محمد، جیش العدل، طالبانو او ټي ټي پي پورې یې دا ډلې د خپلې ستراتیژیکو ګټو لپاره وکارولې؛ خو اوس معادله بدله ښکاري، دا مالکیت طالبانو تر لاسه کړی دی.
د پاکستان پوځ په سیمه کې د افراطي او جهادي ډلو د مالک پوځ په توګه ګڼل کېده او غربي بلاک همېشه د پاکستان دغه نفوذ ته په کتلو له هغوی سره معامله کړې ده، چې له مخې یې لسګونه کاله د پوځ د تمویل او دولتي پروژو د بقا لپاره غربي مرستې تر لاسه شوې دي.
د هند، چین، ایران او منځنۍ اسیا لپاره ګڼې وسله والې او افراطي ډلې د پاکستاني پوځ تر نفوذ لاندې زرغونې شوې او د بقا تر حده رسېدلې دي.
په افغانستان کې د مجاهدینو ډلې او ملاتړ د دې سبب ګرځېدلی چې غربي بلاک وتوانیږي د شوروي اتحاد لاسونه په افغانستان کې لنډ کړي او دا چاره د پاکستان له همکارۍ ناشونې وه.
طالبان چې د ۱۹۹۶–۲۰۰۱ کلونو په لومړۍ واکمنۍ کې د پاکستان ستراتیژیکه وسیله ګڼل کېدل، د ناټو په ملاتړ د جمهوري دولت پر وړاندې جګړه کې یې هم د پاکستان غښتلی ملاتړ له ځانه سره لاره او دغه ملاتړ دې ته زمینه برابره کړه چې د افغانستان جګړه نېږدې شلو کلونو ته وغځیږي او په پایله کې یې جمهوري دولت سقوط وکړ.
مګر وروسته له هغې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل او ګڼو سُني وسله والو ډلو له ملا هبت الله څخه ملاتړ وکړ او هغه یې د امیر په توګه ومانه، دې چارې پاکستان د افراطي ډلو د مالک په توګه له نړۍوالې معادلې څخه یو څه څنګ ته کړی دی.
دا ډار هغه وخت لا پسې زیات شول چې طالبانو د عمران خان د واکمنۍ پر مهال د پاکستان له دولت سره ټي تي پي په کابل کې خبرو ته کېنوله.
مخکې له دې چې د پاکستان د افراطي او جهادي ډلو د مالکیت د لاسه ورکولو ډار ته تم شو، اړینه ده چې یو تاریخي شالید ته هم متوجې شو.
د کرزي او غني غوښتنې: “یا طالبان یا افغانستان”
د افغانستان د جمهوري دولت په دوره کې د پاکستان-طالبانو اړیکې تل د بحث او فشار په مرکز کې وې. د حامد کرزي او اشرف غني څرګندونې ښيي چې افغان حکومت په ښکاره توګه له اسلاماباد غوښتنه کړې وه چې یا له طالبانو ملاتړ وکړئ یا له افغانستان سره ودریږئ.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی:
د افغانستان د جمهوري دولت پخواني ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۰۷ کال د فېبروري په ۲۸مه په کابل کې وویل: “پاکستان باید انتخاب وکړي چې له چا سره دی؟”
همدا راز د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر میاشتې په ۱۰مه نېټه له یوې خونړۍ پېښې وروسته کرزي وویل: “پاکستان دې د سولې لپاره طالبان پرېږدي، که نه افغانستان به د ګاونډي دوهګوني پالیسۍ څخه د خلاصون لار ولټوي.”
همداراز له امریکا سره د امنیتي تړون د کړکېچ پر مهال حامد کرزي د ۲۰۱۳ کال د جون په ۱۶مه نېټه وویل: “پاکستان باید د افغانستان پر ضد د طالبانو ملاتړ پای ته ورسوي، ګني موږ به نړۍوالو ته شکایت وکړو.”
د ۲۰۱۴ کال د جنوري په ۲۶مه کرزي په لندن کې له نواز شریف سره په درې اړخیزه غونډه کې وویل: “پاکستان باید طالبان خبرو ته کینوي او تصمیم دې ونیسي چې رښتیا د سولې ملاتړی دی که نه؟”
پخوانی ولسمشر ډاکتر اشرف غني:
د افغانستان د جمهوري دولت دویم او وروستي ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې په کابل کې وویل: “پاکستان باید پرېکړه وکړي چې د افغان دولت ملاتړی دی که د هغو وسلهوالو چې زموږ پر هېواد بریدونه کوي.”
هغه د ۲۰۱۵ م کال د می په ۹مه د پاکستان پارلمان ته په یوه وینا کې وویل: “موږ له پاکستانه د سولې په برخه کې عملي اقدامات غواړو… پاکستان باید د سولې او جګړې تر منځ انتخاب وکړي.”
د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې د کیو سي جي په لومړۍ غونډه کې یې بیا هم پر پاکستان غږ وکړ: “وخت راغلی چې پاکستان یو واضح انتخاب وکړي.”
د کابل پروسې په لومړۍ غونډه کې چې د ۲۰۱۷ کال د جون په میاشت کې کابل کې ترسره شوه پکې اشرف غني وویل:“په سیمه کې څوک چې زموږ ګاونډیان دي، انتخاب دې وکړي چې د افغانستان سره په دوستۍ ولاړ دي که د تاوتریخوالي له ملاتړو سره.”
دې ته ورته څرګندونې په ۲۰۱۸، ۲۰۱۹ او په ۲۰۲۱ کال کې هم شوې دي، خو هېڅ ډول نتیجه یې نه ده ورکړې.
دغه څرګندونې د دې ښکارندويي کوي چې افغان حکومت تل هڅه کړې چې پاکستان د یوه شفاف او ټاکلي انتخاب په وړاندې عملي اقدام وکړي خو په پایله کې یې هېڅ ډول عملي اقدام ونه شو.
که څه هم پاکستان ته د جمهوري دولت پر مهال ډېر روښانه انتخاب وړاندې شوی و، خو پاکستان د دې لپاره چې د جهادي او افراطي ډلو مالکیت له لاسه ورنه کړي د افغانستان له جمهوري دولت سره همکاري ونه کړه.
دا ډلې اوس د ټي ټي پي په محور راټولې شوې دي، امکاناتو ته یې لاسرسی پېدا کړی، د جګړې لپاره یې یو اسلامي او قومي روایت ایجاد کړی او تر ډېره پورې بریالۍ دي.
اسلام اباد چې تازه یې په سیمه کې د وسله والو ډلو د مالکیت حس کم رنګی شوی، له هغه چا د مرستې غوښتونکی دی چې د دغو ډلو مالکیت یې تر لاسه کړی دی.
د پاکستان له لومړي وزیره نیولې، تر بهرنیو چارو وزیر او د پوځ لوی درستیز په وار - وار ویلي چې طالبان دې د ټي ټي پي ملاتړ بند کړي.
له وروستیو نظامي مداخلو، د ډېورنډ پر کرښې له جګړو سربېره د پاکستان لوی درستیز ویلي چې افغان طالبان یا باید جهادي ډلې انتخاب کړي او یا هم پاکستان.
د پاکستان لوی درستیز ځکه د ټي ټي پي پر ځای د جهادي ډلو کلیمه کاروي چې مساله له ټي ټي پي ډېره پورته ده. په حقیقت کې د پاکستان پوځ غواړي د جهادي او وسله والو ډلو مالکیت بېرته تر لاسه کړي تر څو له غربي او شرقي بلاک سره پرې معاملې وکړي، خو دا ځل اسلامي روایت او ملاتړ له ملا هبت الله او د هغه له پلویانو سره دی.
دا د پاکستان د ۴۸ کلن پلان د ماتېدو معنا لري، ځکه هغه ستراتیژیک نفوذ چې پاکستان د افراطي ډلو له لارې ساته، اوس طالبانو ته انتقال شوی دی.
که په لنډه یې ووایو، د پاکستان اصلي درد دا دی چې په تېرو ۴۸ کلونو کې یې د سیمهییزو افراطي ډلو مالکیت په لاس کې و او دا مالکیت اوس طالبانو ته تللی. د دې بدلون له امله، پاکستان اړ شوی چې په خپلو استراتیژیکو پلانونو، د امنیتي فشارونو او ډیپلوماټیکو هڅو کې بدلون راولي.
د خلیل حقاني په تړاو د افغانستان انټرنشنل – پښتو د یو راپور له مخې، په تړون کې د پاکستان د پوځ او ابراهیم حقاني او خلیل حقاني رول مهم و او دوی دلته په خلکو کې نفوذ هم وکړ.شیعه ګانو او سنیانو ۴۰ میلیونه روپۍ ښوینی کېښود او ځینې نور شرطونه او قیودات هم وضع شول.
حقانیانو سني قبیلې له جګړې را وګرځولې او په بدل کې یې د شیعه ګانو له سیمې افغانستان ته د تګ راتګ او اکمالاتو لار ومونده.
هر هیواد ته خپلې ګټې باید مهمې وي او د دنیا د نورو هیوادونو سره د روابط محور هم باید خپلې ګټې وي نه دا چې د نورو هیوادونو لپاره یو هیواد خپلې ټولې ګټې قرباني کړي.
په سیاسي علومو کې دا ګټې د دوکاندارې غوندې دي چې د اخستونکو او پلورنکو ترمنځ د یو متاع په اخستلو (پیرودلو) او پلورلو کې باید دوه اړخیزه ګټې مطرح وي. داسې هیڅکله نشي کیدلې چې دوکاندار هر څه په تاوان خرڅ کړي او اخره کې دوکانداري یې دیوالي شي او نه داسې هم کیدلی شي چې اخستونکی یوه متاع په دومره لویه بیه واخلي چې بیا د خپل خرید نه پېښمانه وي. څه به اخلې او څه به ورکوې یعنې د دواړو خواوو په پلورلو او پیردولو کې خپله ګټه وګوري.
دلته د هیوادونو د مشرانو محاسبه مهمه ده چې څه واخلي او څه ورکړي، نو ځکه سیاسي علومو ته ساینس وایي چې هره ورکړه او راکړه، یا روابط د بل هیواد سره باید محاسبه شي.
له بده مرغه، افغانستان د کلونو کلونو راپه دیخوا د احساساتو، انډیوالۍ او ملګرتوب په اساس خپل روابط د نورو هیوادونو سره ساتلي دي حال دا چې په سیاست کې د همدغو ګټو د محاسبې له امله دایمي دوست او دوښمن نشته دی او کله چې د ګټو اختلاف رامنځته کیږي، روابط هم سره سړیږي او یا له منځه ځي او په بعضې مواردو کې د دایمي ګټو (Existential Threat) د تهدید له امله په جنګ او خشونت بدلیږي.
د امریکا نوې ستراتیژي په همدغه پورته ټکو څرخي چې د دوی لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ګټې اولویت لري. په دغه ستراتیژی کې ویل شوي چې د دنیا په هر هیواد او د نړۍ په ټولو سیمو کې ډیر مسایل دي او هره مساله د هغوي لپاره مهمه ده او باید توجه ورته وشي. که څه هم د امریکا متحده ایالات د دنیا د ټولو ملکو په پرتله سخي هیواد دی، خو دا هم ممکنه نه ده چې د امریکا متحده ایالات د دنیا په ټولو مسایلو باندې خپل فوکس وکړي ځکه که په ټولو مسایلو فوکس کوي معنا دا چې په یوې مسالې هم فوکس نه کوي. هر مساله د هر هیواد لپاره یو قسم اهمیت نه لري او هرهیواد د خپلو اولویتونو په اساس مسایل انتخابوي.
د پورته ستراتیژې په اساس، د امریکا د روایتي دوستانو او مخالفینو تر منځ په پنځو سترو وچو کې څو شیان مطرح شویدي. د دې لپاره چې امریکا د نړۍ مقتدر ترین او متمول ترین هیواد پاتې شي باید په ساینس او تکنالوژی، اقتصاد، انرژي او نظامي پیاوړتیا فوکس وکړي. د دغه اهدافو لپاره دوی وسایلو، بشري قوت او د بیلابیلو هیوادونو سره د اړیکو او په سیمو فوکس ته اړتیا لري.
د مونرو د دکتورین په دوام، د دوی لپاره غربي (West Hemisphere) یعنې مرکزي او جنوبي امریکا هیوادونه په اول کې اهمیت لري چې خپل اقتصادي او فزیکي امنیت ته د دغه سیمو نه ګواښ نه وي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې په دغو سیمو کې د دوی ګټې تهدید کړي.
دویم فوکس د نړۍ په کچه منځني ختیځ دي چې د ابراهیم قرارداد تقویه او عملي کړي او د دغه قرارداد په وړاندې د ایران تهدید له منځه یوسي.
درېیم فوکس د دغه ستراتیژی په لرې ختیځ کې دی چې د دنیا تقریبا نیمایي خالص عاید په هغه سیمه کې دی او هغه باید وساتي چې په هغه هیوادونو کې جاپان، تایوان، کوریا او نور راځي یعنې د چین د نفوذ او تهدید مخه په هغه سیمه کې ونیسي.
د اروپا او روسیې ترمنځ د دوی ستراتیژي دا ده چې اروپا باید زیاته بودیجه په نظامي برخه کې مصرف کړي او هم د روسیې تهدید له منځه یوسي خو په عین حال کې کولی شي چې د روسیې سره شریک کار وکړي. د امریکا لپاره روسیه اوس داسې لوی قوت نه دی چې د دوی ګټې تهدید کړي البته یوازینی هیواد چې د امریکا ګټې تهدید کولی شي، هغه چین دی. همداشان په افریقا کې دوی هم نه غواړي چې په ټولو هیوادونو فوکس وکړي بلکې په هغو هیوادونو به فوکس کوي چې هلته د دوی ګټې مطرح دي.
په دې ستراتیژې کې، افغانستان، پاکستان او مرکزي اسیا باندې فوکس نشته لکه زیات افغاني سیاسیون او تحلیګران فکر کوي چې افغانستان د امریکا لپاره مهمه ستراتیژیکه سیمه ده نو ځکه د امریکا جمهور ریيس بګرام یادوي. د بګرام یادول، لکه موږ چې په خبرو کې یو ضرب المثل یادوو، هسې ده چې باید د بایډن اداره د بګرام نه نه وای وتلې. د افغانستان نوم له سره په دغه ستراتیژې کې یاد شوی نه دی، د پاکستان نوم یو ځل پکې یاد شوی چې وايي د هند او پاکستان جګړه یې ختمه کړله او همداشان مرکزي اسیا هم یاده شوې نه ده.
په لنډو ټکو کې، د امریکا د نورو جمهور رییسانو غوندې، تروریزم او بشر حقوق هم په دغه ستراتیژی کې ډیر مطرح نه دي ځکه هر هیواد پوه شه او خپل کار یې.
له بده مرغه، په افغانستان کې د امریکا د حضور په وخت کې د افغانستان د مشرانو غلطه محاسبه همدا وه چې امریکا به په افغانستان کې د دایم لپاره اوسي او که هر څومره به دوی ته ویل کیدل چې د امریکا قواوې د افغانستان نه وځي، دوی لپاره کاذب باور دا جوړ شوی و چې نه که امریکا پسې کوتک هم راواخلې نو دوی نه وځي. البته د یادونې وړ ده چې دغه کاذب روایت د دغو مشرانو په غوږونو کې د ایران او پاکستان پلوه کسانو چې د دې مشرانو تر څنګ ناست وو یا دي، پیچکاری کړی و او دوی به هم په پوره مد او شد سره په خصوصي او علني محافلو کې ویل چې برادرا تشویش نکنید، امریکا از افغانستان نمی براید.
د افغانستان اوسني سیاسي او پوځي مخالفین هم په تیرو ستراتیژیو چورتونه وهي او فکر کوي چې امریکا به د دوی حمایت وکړي. طالبان هم فکر کوي چې امریکا به دوی په رسمیت وپیژني او د افغانستان روابط به د دنیا سره ښه یا نارمل شي. دا دواړه چورتونه سم نه ښکاري.
که څه هم امریکا په افغانستان فوکس نه لري خو په موجوده حالت کې طالبان هم په رسمیت نه پیژني اوهمدا د انزوا حالت به دوام لري. پاکستان او ایران به د افغانستان نه د خپلو اهدافو لپاره ګټه اخلی. که حالات همداسې دوام وکړي، د افغانستان ولس به د جدي فقر او امنیتي تهدید سره مخامخ وي او د خلکو ژوند به ورځ تر بلې تریخیږي. افغانستان به د نړۍ نه بلکې د سیمه ییزو نیابتي رقابتونو مرکز وي.
اوس دا سوال باید مطرح شي چې طالبان او یا نور ولس که مخالفین دي او غیر مخالفین، په افغانستان کې څه غواړي؟ فقر، انزوا، انحصار د قدرت، د یو بل نفې کول، زړې خبرې او رقابتونه په خپلو منځو کې او یا د سیمې د رقابتونو لپاره زمینه مساعدول غواړي او که غواړي چې افغانستان د انزوا نه ووځي، یو بل ومني او د قانون په چوکاټ کې سره ګډ ژوند وکړي؟
طالبان او غیر طالبان که په دې فکر وي چې دنیا او یا سیمه به دوی د انزوا د حالت نه وکاږي، دا فکر خوب و خیال او جنون دی. بیا هم وړاندیز کوم چې د افغانانو په خپل ابتکار، باید یوه واقعي لویه جرګه چې د افغانستان د ټولو اقشارو، سیمو او قومونو استازولي وکړای شي، راوغوښتل شی او د افغانستان د راتلونکې لپاره تګلاره باندې توافق وکړي. د لویې جرګې اجندا باید مشخصه وي؛ څنګه ولسي مشروعیت رامنځته شي؟ البته د دغې جرګې راغوښتل په اوس وخت کې د طالبانو مسوولیت دی. که د افغانستان حالات ښې یا بدې خوا ته ځي، مسوولیت او کریدیټ یې دواړه طالبانو ته راجع کیږي.
په نړۍوالو رسنیو، سیاسي بحثونو او ټولنیزو شبکو کې افغان کډوال ډېر وخت د شک، بدګومانۍ او منفي روایتونو تر سیوري لاندې یادېږي.
له امریکا تر اروپا او له منځني ختیځه تر اسټرالیا پورې د افغان کډوالو په اړه یو لړ کلیشې، شکمنې خبرې او سیاسي تبلیغ تکرارېږي چې له حقیقته لېرې دي.
ښايي پوښتنې ډېرې وي، خو یو څو پوښتنې چې ډېرې عامې دي باید د بحثونو محور وګرځي او دا وپوښتل شي چې ولې افغان کډوال د نړۍ د منفي قضاوت اسانه هدف ګرځي؟ ملتونه څنګه په نړۍوال ذهنیت کې تورنیږي؟
تاریخ ښيي چې د یوه ملت د بدنامولو پروسه یوازې پر افغانانو نه ده تمامه؛ بلکې دا یوه تکرارېدونکې نړۍواله پدیده ده، چې تر ډېره یا د جګړې، یا د اقتصادي فشار، یا د سیاستوالو د اړتیاوو له امله رامنځته کېږي.
په رسنیو کې د عادي افغان ژوند، د هغوی د کار، زده کړو، پرمختګ او مدني فعالیتونو پوښښ ډېر کم دی. خبرونه تل د بحرانونو پر لور ځغلي او دا رجحان یو هېواد د نړۍوالو په ذهن کې د ورته بحرانونو دوامداره سرچینه ګرځوي.
د رسنیو او سیاسیونو له خبرونو او خبرو متاثره نړۍوال چې کله یو افغان د اروپا یا امریکا په کوڅه کې وویني، ذهن ته یې هماغه انځور ورځي چې په تلویزیون کې یې لیدلی وي.
په امریکا او اروپا کې ډېری سیاستوال د کډوالو موضوع د رایو د ترلاسه کولو لپاره کاروي. افغانان ځکه اسانه هدف ګرځي چې شمېر یې زیات دی، د جګړې له نوم سره تړل شوي دي، د فرهنګي توپیر له امله ژر بدنامېږي، د غربي ټولنې عام خلک د هغوی په اړه کم معلومات لري او که معلومات لري هم د رسنیو له خبرونو څخه متاثره دي، په انتخاباتي کمپاینونو کې د افغان کډوال نوم د "خطر" د شعار لاندې راځي، خو حقایق برعکس دي.
د څو افرادو کړنې څنګه ټوله ټولنه بدناموي؟
په امریکا، اروپا او کاناډا کې هره ورځ په سلګونه او زرګونه داسې پېښې کیږي چې بومي خلک پکې ښکېل وي، خو په ډېری هېوادونو کې که یو افغان په جرم کې ښکېل شي، رسنۍ یې څو ورځې راپور ورکوي، خو که زرګونه افغانان کار وکړي، مالیه ورکړي، زده کړې وکړي او ښه ژوند ولري، هېڅ یو خبر هم پرې نه جوړېږي.
دا هغه څه دي چې په ژورنالېزم کې ورته Generalization یا "عمومي کول" وایي. په دې کې د څو کسانو منفي کړنې د ټول ملت پر وړاندې د قضاوت بنسټ ګرځي.
په امریکا او اروپا کې د افغانانو د جرم اندازه د نورو کډوالو او حتا ځايي خلکو له منځنۍ کچې هم کمه ده، خو په رسنیو کې یې انعکاس د ټولو پېښو څو چنده دی.
له دغو پېښو څخه سیاستوال په خپله ګټه، رسنۍ په خپله ګټه او د کډوالو مخالفین په خپله ګټه کار اخلي چې د دغو تبلیغاتو له امله ټول عامه ذهنیت د یوه ملت پر وړاندې منفي لوری خپل کړي.
بل خوا په پاکستان، ایران او ترکیه کې د افغانانو په اړه رسمي او غیررسمي تبلیغ اکثره د اقتصادي فشارونو او سیاسي لانجې محصول دی. په پاکستان کې د کډوالو پر وړاندې منفي چلند له طالبانو سره د پاکستان د کړکېچ پایله ده او همېشه افغان کډوال د یوې وسیلې په توګه کارول شوي دي.
د کډوالو په اړه منفي ذهنیت یو بل رواني اړخ هم لري، ځکه انسان په طبعي لحاظ ژر قضاوت کوونکی مخلوق دی.
په روانپوهنه کې یو بحث دا دی چې انسانان د ځان او "بل" تر منځ د توپیر کرښه رسموي. کډوال، په تېره بیا افغانان چې کلتوري او ژبني توپیرونه لري، ژر د "بل" په ډله کې شاملېږي، چې له امله یې د خشن قضاوت سبب ګرځي.