• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل په لوېدیځه غاړه کې د ۱۹ نویو ښارګوټو د جوړولو پرېکړه تصویب کړه

۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۳۵ GMT+۰

د اسراییل امنیتي شورا په لوېدیځه غاړه کې د ۱۹ نویو ښارګوټو له جوړولو سره موافقه وکړه. له دې پرېکړې سره، په تېرو درېیو کلونو کې د هغو نویو ښارګوټو شمېر چې جواز یې ترلاسه کړی، ۶۹ ته ورسېد.

د اسراییل د ماليې وزیر بتزالل اسموتریچ دفتر د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳۰مه) په یوې خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې په یوه «تاریخي اقدام» کې د اسراییل امنیتي کابینې د اسموتریچ او د دفاع وزیر یسراییل کاټز له وړاندیز سره د لوېدیځې غاړې په سیمه کې د نویو ښارګوټو د تصویب او منظمولو په موخه موافقه کړې ده.
د دې خبرپاڼې له مخې، د دغو ښارګوټو موقعیتونه «لوړ ستراتیژیک اهمیت» لري او تر ټولو مهم یې د غانیم او کادیم د دوو ښارګوټو بیا رغونه او بیا مېشت کېدل دي. دغه دواړه ښارګوټي تر دې مخکې د لوېدیځې غاړې په شمال کې ړنګ شوي وو.
امنیتي کابینه یا «وړه کابینه» د اسراییل د حکومت د یو شمېر مهمو وزیرانو څخه جوړه ده. دا ډله د اسراییل د هغو مهمو امنیتي او بهرنۍ پالیسۍ موضوعاتو په اړه پرېکړې کوي، چې یا محرم وي او یا یې په لویه کابینه کې پرېکړه کول ډېر وخت نیسي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش د خپور شوي راپور له مخې، په روان میلادي کال کې د لوېدیځې غاړې په سیمه کې د اسراییلي ښارګوټو پراختیا له ۲۰۱۷ کال راهیسې چې ملګرو ملتونو یې څارنه پیل کړې، تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.
د ګوترېش د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په ټولییز ډول د شاوخوا ۴۷ زره او ۳۹۰ استوګنیزو واحدونو لپاره داوطلبۍ وړاندې شوي، تایید شوي او یا پرانېستل شوې دي.
دا شمېر په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۲۶ زره او ۱۷۰ استوګنیزو واحدونو ته رسېده.
د بشري حقونو د څار سازمان د راپور له مخې، د اکټوبر په اوومه د حماس د برید له پیل راهیسې اسراییلي ځواکونو په لوېدیځه غاړه کې نږدې زر فلسطینیان وژلي، له محاکمې پرته نیونې یې پراخې کړي، ګڼ کورونه یې نړولي او د ښارګوټو د جوړولو بهیر یې چټک کړی دی.
انتونیو ګوترېش هم د تېرو کلونو په پرتله د څرګند زیاتوالي په یادولو سره ویلي، چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د ښارګوټو د جوړولو کلنی اوسط شاوخوا ۱۲ زره او ۸۰۰ واحدونه و.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې په لوېدیځه غاړه کې د اسراییل له‌خوا د ښارګوټو پرله‌پسې پراختیا تاوتریخوالی زیاتوي، فلسطینیانو ته خپلو ځمکو ته لاسرسی محدودوي او د یوه خپلواک، ډېموکراتیک او بشپړ حاکمیت لرونکي فلسطیني دولت د جوړېدو امکان له ګواښ سره مخ کوي.
د ختیځ بیت‌المقدس له حساب پرته چې اسراییل له خپلې خاورې سره یوځای کړی، دا مهال له ۵۰۰ زرو ډېر اسراییلیان د لوېدیځې غاړې په ښارګوټو کې ژوند کوي؛ هغه ښارګوټي چې ملګري ملتونه یې د نړۍوالو قوانینو له‌مخې ناقانونه بولي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

بدخشان کې تازه نښتې؛ د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

په کندهار کې د محتسبانو له بندیزونو سره هممهاله دیني عالمانو د تبلیغ دودیز کمپاین پیل کړی

•
•
•

نور کیسې

د سعودي دفاع وزیر د پاکستان د پوځ مشر ته د پاچا عبدالعزیز د ممتاز درجې مډال ورکړ

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۶ GMT+۰
100%

د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان د پاکستان د پوځ او دفاعي ځواکونو مشر عاصم منیر ته د پاچا عبدالعزیز د ممتاز درجې مډال ورکړ. عاصم منیر ته دغه مډال د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا په برخه کې د هڅو له امله ورکړل شوی دی.

خالد بن سلمان د یکشنبې په ماخوستن (د لیندۍ ۳۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه په دې تړاو وویل: «دغه مډال د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د سعودي ـ پاکستان اړیکو د پرمختګ لپاره د هغه [عاصم منیر] د ارزښتناکو هڅو د ستاینې په موخه ورکړل شوی دی».

سعودي عربستان او پاکستان د روان کال په وږي میاشت کې په ریاض کې ستراتیژيک دفاعي تړون لاسلیک کړ او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په هغه وخت کې (د وږي په ۲۸مه) وویل، دغه تړون د دواړو هېوادونو امنیت تضمینوي او پر بنسټ یې پر یو له دغو هېوادونو برید پر بل هېواد برید ګڼل کېږي.

خالد بن سلمان وايي، په دې کتنه کې یې د سعودي عربستان او پاکستان تر منځ تاریخي اړیکې او د دواړو هېوادونو تر منځ د دفاعي برخې ستراتیژیکه همکاري هم ارزولې ده.

ویل کېږي، په دې کتنه کې د نړۍوال امنیت او سولې د ټینګښت د هڅو او نورو ورته مسایلو هم خبرې شوې دي.

ترکیې دویمه میلګم کلاس جنګي بېړۍ «پي‌اېن‌اېس خیبر» پاکستان ته وسپارله

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۴۱ GMT+۰
100%

ترکیې په استانبول کې د رسمي مراسمو پر مهال دویمه جنګي بېړۍ «پي‌اېن‌اېس خیبر» پاکستان ته وسپارله. دغه بېړۍ د «میلګم کلاس» له ډلې ده او د اسلام‌اباد او انقرې ترمنځ د دفاعي همکاریو په چوکاټ کې جوړه شوې ده.

د دې جنګي بېړۍ د سپارلو په مراسمو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان د بحري ځواکونو قومندان نوید اشرف ګډون کړی و.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د «میلګم کلاس» بېړۍ د پاکستان د بحري ځواکونو تر ټولو پرمختللې بېړۍ ګڼل کېږي، چې د قوماندې او کنټرول عصري سیستمونه، پرمختللي وسلې او حسګرونهلري.

د یادو څلورو میلګم کلاس بېړیو د جوړولو تړون په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان د دفاعي تولیداتو وزارت او د ترکیې د «اسفت» شرکت ترمنځ لاسلیک شوی و. د تړون له مخې، دوه بېړۍ په ترکیه او دوه نورې په پاکستان کې جوړېږي.

کرملین: پوتین د اوکراین د جګړې په اړه له مکرون سره خبرو ته چمتو دی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۵ GMT+۰
100%

کرملین وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د جګړې په اړه د فرانسې له ولسمشر اېمانوېل مکرون سره د خبرو اترو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پېسکوف د یکشنبې په ورځ د دولتي خبري اژانس «ریا نووستي» سره په مرکه کې ویلي، پوتین «له مکرون سره د خبرو لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده».

پېسکوف زیاته کړې: «که متقابل سیاسي اراده موجوده وي، نو دا به یو مثبت ګام وي.»

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون په دې اوونۍ کې وویل، اروپا باید د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره له پوتین سره بیا اړیکه ټینګه کړي.

په ایران کې د غیر قانوني تګ پر مهال د یخنۍ له امله د مړو شویو افغانانو شمېر ۴۰ ته رسېدلی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۲ GMT+۰
100%

محلي سرچینې تاییدوي، چې د سخت ژمي په منځ کې د ایران په لور د غیر قانوني تګ هڅو پر مهال د یخنۍ له امله تر ۴۰ زیات افغان کډوال مړه شوي دي. ددغه افغانانو یو شمېر جسدونه د هرات ولایت کوه‌سان او ادرسکن ولسوالیو ته انتقال شوي دي.

د کډوالو د مړینې تازه راپورونه ښيي، چې مخکې شاوخوا ۳۰ مړي راپور شوي وو، خو د سرحدي سیمو د څېړنو او د افغانستان او ایران د د مړو سړخونو د کتنو وروسته شمېر د ۴۰څخه اوښتی دی.

سرچینې وایي، د پېښو زیاتره قربانیان په سخته یخنۍ کې د ایران پر لور د غیر قانوني تګ هڅو کولو پر مهال مړه شوي دي.

راپورونه وایي، ځینې مړي د هرات ولایت کوه‌سان او ادرسکن ولسوالیو ته د کورنیو او محلي ادارو په هڅو انتقال شوي دي.

دا پېښه د افغان کډوالو د سختو شرایطو او د غیر قانوني تګ د خطرونو بیلګه بلل کېږي، چې د ژمي په موسم کې هېواد پرېږدي.

طالبان وایي د کابل څلورمه حوزه کې یې لسګونه زره نشه‌يي ګولۍ نیولي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۲ GMT+۰
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل امنیه قوماندانۍ اړوند د څلورمې حوزې پولیسو یې د نشه‌يي توکو پر ضد د عملیاتو پر مهال لسګونه زره نشه‌يي ګولۍ کشف او ضبط کړې دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د کابل امنیه قوماندانۍ د څلورمې حوزې پولیسو د همدې حوزې په مربوطاتو کې ۳۳ زره د «زیکپ» په نوم نشه‌يي ګولۍ نیولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه نشه‌يي توکي د پولیسو د کشفي عملیاتو پر مهال موندل شوي او په تړاو یې یو کس هم د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د نشه‌يي توکو د قاچاق او وېش پر ضد مبارزه به دوام ولري او نیول شوی کس به د قانوني څېړنو وروسته عدلي ارګانونو ته وسپاري.