• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د عضلاتو کمزوري؛ ناسم خواړه او تمرینات د عضلاتو د جوړېدو بهیر ګډوډوي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۸ GMT+۰

که له یوې خوا د عضلاتو د جوړولو لپاره سخت ورزش، وخت او هڅه ضروري وي، له بلې خوا یې پایلې هم ډېرې مثبتې دي. ځکه له دې سره د عضلاتو ځواک زیاتېږي، د بدن اضافي غوړ کمېږي او د کالوریو سوځولو وړتیا لوړېږي.

خو که له تمرین یا جېم ته د تللو سره سره کوم بدلون نه احساسوئ، ښايي ځینې عام خو ناسم عادتونه یې لامل وي. له ناسمو خوړو تر ناسم تمرین پورې ځینې عادتونه د عضلاتو د جوړېدو بهیر ګډوډوي او ان د درد او ستونزو لامل ګرځي.

راځئ هغه عادتونه وڅېړو چې عضلاتو ته زیان رسوي.

په کافي اندازه اوبه نه‌څښل

که تاسې په کافي اندازه اوبه ونه‌څښئ، عضلاتو ته زیان رسېږي، ځکه د بدن د اوبو کمښت وینه ټینګه کوي او عضلاتو ته د اکسیجن رسېدل کمېږي. همداراز، د اوبو کموالی د عضلاتو د ستړیا لامل کېږي او د درد خطر زیاتوي.

له تمرین مخکې ګرمول (وارم‌اپ) له پامه غورځول

له سخت تمرین مخکې وارم‌اپ عضلاتو ته تودوخه ورکوي، چې له امله یې وینه عضلاتو ته ښه رسېږي. دا کار د بندونو نرموالی یا انعطاف زیاتوي او د تمرین پر مهال د ټپي کېدو او درد خطر کموي.

په کافي اندازه خواړه نه‌خوړل

له کافي مقدار خوړو پرته عضلات نه‌شي جوړېدای. د دې لپاره اړینه ده، چې هره ورځ د پروټین مناسبه اندازه وخوړل شي، تر څو د عضلاتو وده چټکه شي. همدارنګه سالمې غلې، مېوې، سبزيانې او د شېدو محصولات کېدونکي کاربوهایډرېټونه د عضلاتو انرژي زیاتوي.

لږ یا ناسم خوب

کله چې د وزن زیاتولو تمرین کوئ، پر عضلاتو مو ځینې فشارونه راځي چې د بیا جوړېدو بهیر چټکوي او عضلات پیاوړي کوي. خو د دې لپاره ښه او ژور خوب ضروري دی. د ژور خوب پر مهال داسې هورمونونه ازادېږي، چې د عضلاتو ترمیم او د نسجونو په وده کې مرسته کوي. د خوب کموالی برعکس اغېز لري او د کورټیسول په نوم د فشار هورمون کچه لوړوي، چې د عضلاتو وده زیانمنوي.

تمباکو څکول

د تمباکو څکول عضلاتو ته د اکسیجن رسېدل کموي، چې له امله یې د هغوی فعالیت اغېزمنېږي.
همدارنګه د عضلاتو جوړوونکي پروټینونه سم نه پروسس کېږي او د عضلاتو ثبات ساتل هم ګرانېږي.

تمرین کې عضلاتو ته دمه ورکول

ډېر تمرین د عضلاتو فشار زیاتوي او که دمه ونه‌شي، عضلاتو ته زیان رسېدای شي.
دمه کول د ټپي کېدو خطر کموي، د عضلاتو وده ښه کوي او عمومي فعالیت هم لوړوي.

ډېر وخت ناست پاتې کېدل

د ورځې ډېره برخه په ناستې تېرول د زړه ناروغیو، شکرې او د سرطان د ځینو ډولونو خطر زیاتوي.
تر څنګ یې د عضلاتو حجم کمېږي او کمزوري کېږي، ان که د وزن زیاتولو تمرین هم کوئ، بیا هم اوږده ناسته د تمرین ګټې راکموي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵
ځانګړی

سرچینې: د ملاهبت الله نږدې کړۍ له هغه سره د نړۍوال پلاوي د لیدنې اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

له بېلتون وروسته څنګه ځان رغولی شو؟

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۸ GMT+۰
•
مسکا سنګر نیازۍ
100%

جلا کېدل (بېلتون) د ژوند له تر ټولو سختو احساساتي تجربو څخه کېدای شي؛ داسې تجربه چې انسان له درد، غم، ژړا، کړاو ان په ځان شک او بې‌باورۍ سره مخ کوي. بېلتون یوازې د یوې اړیکې پای نه‌وي؛ دا د زړه یوه داسې ټوټه له ځان سره وړي چې کله مو د ژوند ټوله برخه وه، ناڅاپه ګورې چې نشته.

ورځنۍ خبرې، عادتونه، خوبونه او هیلې ټول ورسره بدل شي. انسان داسې احساس کوي لکه ځان چې یې له لاسه ورکړی وي.

خو که رښتیا ووایو، بېلتون که هر څومره دردناک وي، همدا پړاو د انسان د ځان‌پېژندنې تر ټولو ژور درسونه هم لري.

بیلتون هغه درد دی؛ هغه څه چې درباندې تېریږي یایې زغمې بل کس ته یې هسې نه‌شې تشریح کولی.

له بېلتون وروسته درد تل په ژړا نه‌څرګندېږي. ځینې وخت انسان خاندي، خو په ګوګل کې ژاړي. ځینې وخت قوي ښکاري، خو یوازې پاتې شي، زړه یې مات وي. هغه درد چې د یو چا د عطر له بوی سره یې یادونه ذهن او زړه تسخیر کړی وي، څنګه وي؟ یوازې هغه کس پوهیږي چې بیلتون یې تجربه کړی وي. یادونه ناڅاپه راځي؛ د فلم د یوې صحنې په لیدو، د ځینو خبرو په اورېدو، د ځينو خلکو په لیدو،د یوې سندرې په اورېدو چې په ګډه مو اوریدلې وي، په هغو ځایونو کې پلی تګ چې په ګډه سره ګرځیدلي وي، دا هر څه زړه دومره دروند کړي چې ښایې که په مرمیو سوری سوری شي دومره به درد حس نه‌کړی لکه دغه درد.

انسان له ځانه پوښتنې کوي، ما چېرې تېروتنه کړې؟ ایا زه کافي نه‌وم؟ ولې هر څه داسې پای ته ورسېدل؟

دا پوښتنې طبیعي دي. دا د کمزورۍ نښه نه‌ده، دا د مینې نښه ده. هغه څوک چې رښتیا احساس لري، درد هم ژور احساسوي.

روان پوهان وایي، په داسې حالت کې باید ځان ته اجازه ورکړئ، چې غمجن اوسۍ. داسې حالت کې خلک تل وایي «هېر یې کړه، مخ ته لاړ/لاړه شه، قوي اوسه.» خو دا هر څه دومره اسانه چې ویل کیږي دومره اسانه هم نه‌دي. زړه په خبرو نه‌رغیږي، غم وخت غواړي. غم باید حس شي، نه دا چې پټ شي. هڅه مه کوئ چې ژر «ښه» شئ.

درد باید حس شي، نه دا چې پټ شي. ځان ته اجازه ورکړئ چې خپه اوسئ، وژاړئ، چوپ پاتې شئ، یوازې کینئ. دا کمزوري نه‌ده؛ دا درملنه ده. غم او درد مو ومنئ، کله چې غم او درد ومنل شي، زړه ورو ورو سپکېږي.

له ځان سره بېرته د اړیکو جوړول

بېلتون ډېری وخت انسان له خپل ځان څخه هم جلا کوي. ځکه موږ په اړیکه کې له خپل ځان څخه ډېر څه بل چاته ورکوو. اوس دا وخت دی چې بېرته خپل ځان ته راوګرځئ.

له ځانه وپوښته، له دغې اړیکې پرته زه څوک یم؟ څه شی ما خوشحالوي؟ کومې هیلې مې شاته پرېښې وې؟

دا پړاو اسانه نه‌دی، خو ډېر ارزښتناک دی. د یادښت کتابچې کې لیکل، یوازې ګرځېدل، دعا، لمونځ کول، د قران‌کریم قراعت، ځان ته پاملرنه، له یوه باوري ملګرې/ ملګري سره خبرې کول، سپورټ کول، نڅا کول، سندرې ویل، سینګار کول، ښې ښکلې جامې اغوستل، کافي شاپ ته تلل، له ملګرو سره ناسته پاسته،دا ټول مرسته کوي چې انسان خپل ځان بېرته پیدا کړي.

اما بیا هم وایم دا هرڅه اسانه نه‌دي دا باید ومنئ چې خواري ورته ډېره پکار ده.

درد څنګه انسان بدلوي؟

د بېلتون درد که سم وپېژندل شي، انسان نه‌ماتوي، بلکې انسان پیاوړی کوي. دا درد موږ ته ښيي چې موږ څه غواړو او څه نه، سرې کرښې مو کومې دي، باور کول په احتیاط سره وکړو، د مینې په نوم څه شی نه‌شو زغملی او تر هر څه مهمه دا چې د کس پرېکړه زموږ ارزښت نه‌ټاکي.

دلته باید په ځان ډېر مهربانه اوسئ کنه ځان ملامتول، ځان ته سپکې سپورې ویل، د رغونې بهیر ورو کوي. د دې پر ځای له ځان سره داسې خبرې وکړئ لکه خپل میین ته یې چې کوئ، په ځان مهربانه اوسئ او ځان د ځان یو ښه ملګری کړئ.

یوازیتوب، قهر او د بیا تکرار وېره

له بېلتون وروسته یوازیتوب ډېر دروند وي. خو دا یوازیتوب کولای شي د ځان‌پېژندنې خاموشه فضا هم شي. له ځان سره پاتې کېدل تل بد نه‌وي؛ کله نا کله همدا چوپتیا انسان بېرته ژوند ته راګرځوي.

قهر او کرکه هم طبیعي دي. خو که انسان پکې بند پاتې شي، زخم لاپسې ژورېږي. بښنه حتا که د مقابل لوري لپاره نه‌ويد خپل زړه د ارامۍ لپاره ضروري ده.

او هو، وېره به وي. وېره له دې چې بیا هماغه تېروتنه تکرار نه‌شي. خو دا وېره که په پوهاوي بدله شي، انسان ته حکمت ورکوي، نه‌کمزوري.

مخته تګ، خو په حوصله

مخته تګ دا نه‌دي چې ژر نوې اړیکه پیدا کړو. مخ ته تګ دا دي چې لومړی ځان ته ورسېږو. خپل درد او زخمونه وپېژنو، خپل ارزښت ومنو او بیا که وخت راغی، د سالمې اړیکې لپاره چمتو شو.

بېلتون د ژوند پای نه‌دی. دا یو فصل دی، سخت دی، خو مهم.

بېلتون کې زړه سخت ماتیږي، خو انسان له همدغه ماتې ځان بیا جوړوي. که درد ومنل شي، که ځان ته وخت ورکړل شي او که له ځان سره رښتیني واوسئ، نو دا تجربه موږ ته هغه ځواک راکوي چې مخکې مو نه‌درلود.

بیلتون یوازې د یو چا له لاسه ورکول نه دي؛ دا د ځان بېرته موندل دي. خو وخت غواړي.

نوې څېړنه؛ د الزایمر د تشخیص لپاره د وینې معاینات څه وایي؟

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۱ GMT+۰
100%

نوې علمي څېړنې ښيي، چې د الزایمر ناروغۍ د لومړنیو نښو د تشخیص لپاره د وینې په معاینې کې مهم پرمختګ شوی، خو متخصصان ټینګار کوي، چې یوازې پر یوې معاینې تکیه کول سم نه‌دي. د وخت په تېرېدو د بیومارکرونو د بدلونونو څارل تر ټولو دقیقې پایلې ورکوي.

ساینسپوهان هڅه کوي د وینې داسې ساده معاینات رامنځته کړي، چې د حافظې د ستونزو له څرګندېدو وړاندې د الزایمر خطر تشخیص کړي. خو تازه څېړنو ښودلې چې چاغوالی، د پښتورګو ناروغي او نورې مزمنې ستونزې کولای شي د معایناتو پایلې ګډوډې کړي.

ولې یوازې یوه معاینه بسنه نه‌کوي؟

په دې اړه د واشنګټن پوسټ په یوه راپور کې راغلي، هغه څېړنه چې دا میاشت وړاندې شوه، څرګندوي چې د چاغوالي پر مهال له الزایمر سره تړلي پروټینونه په وینه کې ګډېږي، له همدې امله د یوې واحدې معاینې پایله تل د باور وړ نه‌وي. بله څېړنه ښيي هغه کسان چې د حافظې په اړه اندېښنه لري، خو په عادي ادراکي ازموینو کې نورمال ښکاري، که د وخت په تېرېدو د دوی د وینې بیومارکرونه (داسې بیولوژیکي نښې دي چې د انسان د بدن د حالت، ناروغۍ یا د درملنې د اغېز په پېژندلو کې کارېږي.) زیات شي، نو ورسره د الزایمر د رامنځته کېدو د خطر کچه هم لوړېږي.

د څېړونکو په وینا، نږدې ۲۰ سلنه هغه کسان چې په پیل کې یې د الزایمر نښې نه‌لرلې، وروسته یې غیرطبیعي بیومارکرونه ښکاره کړل.

د تشخیص په برخه کې لوی بدلون

د امریکا د واشنګټن پوهنتون د طب پوهنځي څېړونکی سایرس اېراجيوایي: «شل کاله وړاندې موږ یوازې له مړینې وروسته د الزایمر تشخیص کولی شو، خو اوس دا برخه په بشپړه توګه بدله شوې ده.»

پخوا د الزایمر تشخیص یوازې د دماغ د انځور اخیستنې (PET Scan) او یا د ملا د تیر د مایع له لارې کېده، چې هم ګران و او هم یې لاسرسی محدود و. خو اوس د وینې معاینې کولای شي د امیلویډ او تاو په څېر پروټینونه وښيي چې د ناروغۍ له پیل سره تړاو لري.

د امریکا د خوړو او درملو اداره او د وینې معاینات

د امریکا د خوړو او درملو ادارې تر اوسه دوه د وینې معاینات تایید کړي، چې یوه معاینه دا ردوي چې ایا د ناروغ نښې د الزایمر له امله دي که نه، او بله معاینه بیا له متخصصینو سره مرسته کوي، چې د ناروغۍ شته‌والی تایید کړي.

خو د الزایمر ټولنه وایي، دا معاینات باید یوازې د ډاکټر تر څارنې لاندې وشي او د کورني استعمال لپاره نه‌دي.

د مزمنو ناروغیو اغېز

څېړنو ښودلې چې د پښتورګو ستونزې د وینې پر معایناتو اغېز کوي. د امریکا د روغتیايي ادارو د معلوماتو له‌مخې، له ۶۵ کلونو پورته نږدې ۳۴ سلنه خلک د پښتورګو له مزمنې ناروغۍ کړېږي، چې دا چاره د معایناتو پایلې لږ باوري کوي.

کارپوهان وایي، د وینې معاینات د ټول بدن له حالته اغېزمنېږي، په داسې حال کې چې د دماغ انځور اخیستنه دا ستونزه نه‌لري.

متخصصین ټینګار کوي، چې څو ځله د وینې د معایناتو کول، د ناروغ د ادراکي روغتیا په اړه تر ټولو دقیق انځور وړاندې کوي. د یوې معاینې پایله یوازې د یوې شیبې حالت ښيي، خو دوامداره معاینات د راتلونکو بدلونونو اټکل شونی کوي.

که څه هم د الزایمر د تشخیص لپاره د وینې معاینات یو مهم علمي پرمختګ بلل کېږي، خو متخصصین سپارښتنه کوي، چې دا معاینات باید له نورو طبي ارزونو سره مل شي. تر اوسه دغه معاینات د عام سکرینینګ لپاره نه‌دي، خو د راتلونکې لپاره د وختي تشخیص یوه هیله بښونکې لاره بلل کېږي.

ګوګل د چټک سرعت لرونکی «جېمني ۳ فلش» مصنوعي ځیرکتیا ماډل معرفي کړ

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۱ GMT+۰
100%

ګوګل تازه د چټک سرعت لرونکی «جېمني ۳ فلش» مصنوعي ځیرګتیا ماډل وړاندې کړی او دا د ګوګل د مصنوعي ځیرکتیا تر ټولو چټک ماډل یادیږي. دغې ادارې د ۲۰۲۵ کال په نومبر میاشت کې «جېمني ۳ پرو» ماډل معرفي کړی و.

ګوګل اداره وایي، دا ماډل د ډېر چټک کار کولو لپاره جوړ شوی دی. د ګوګل د معلوماتو له‌مخې، جوړ شوی ماډل د ډېرو ترویجونو لپاره د ګوګل د لټون په څېر چټک احساسیږي.

«جېمني ۳ فلش» به اوس په جېمني اپلېکېشن کې د ډیفالټ ماډل په توګه کار کوي، خو د «جېمني ۳ پرو» لپاره باید د فاسټ پر ځای د «تفکر» (Thinking)ماډل غوره شي.

ګوګل ویلي، چې «جېمني ۳ پرو» لا هم د پرمختللې ریاضي او کوډېنګ لپاره تر ټولو غوره انتخاب دی، خو شرکت ډاډ ښودلی، چې فلش ماډل به د نورو ټولو کارونو لپاره غوره ثابت شي.

دا ماډل د «جېمني ۲.۵ فلش» پرتله ډېر پرمختللی او ان په ځینو ازموینو کې د اوپن‌‌اې‌‌ای له «GPT-5.2» سره برابر ثابت شوی دی.

«جېمني ۳ فلش» د ګوګل سرچ په اې‌‌ای موډ کې هم د ډیفالټ ماډل په توګه ټاکل شوی دی. د ګوګل په وینا، «د مصنوعي ځیرکتیا ماډل به اوس ستاسو اړتیاوې لا ښه درک کړي او تاسو به وکولی شۍ له هغه څخه ډېرې ستونزمنې پوښتنې وکړئ او مناسب ځوابونه ترلاسه کړئ.»

جغرافیا او تبلیغات؛ د ایکس (X) نوې ځانګړنې د خلکو اصلي ځایونه رابرسېره کړل

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۰
•
مصور زادفر
100%

ټولنیزې شبکې ایکس تازه داسې نوې ځانګړنه فعاله کړې ده چې د کاروونکو موقعیت ښيي. دا ځانګړنه خلکو ته د واکمنو د پټو فعالیتونو او هغو لګښتونو رازونه بربنډوي چې دوی یې په تبلیغاتي جګړو لګوي.

افغانستان انټرنشنل د یو شمېر سیاسي څېرو د طالبانو د چارواکو، د هغوی د پلویانو او د پخواني حکومت د لوړپوړو چارواکوپاڼې کتلې دي، چې له دې نوې ځانګړنې سره تازه معلومات د هغوی د اوسېدو ځایونه څرګندوي.

دا ځانګړتیا هغه کاروونکي رسوا کوي چې ځانونه په افغانستان یا بل هېواد کې ښيي، او داسې فعالیتونه کوي چې د همغه هېواد اړوند محتوا خپروي، خو د دوی حساب بل ځای ښيي.

زموږ څېړنې ښيي چې د اروپا له ځینو هېوادونو لکه برېتانیا، فرانسې، هالنډ او نورو څخه ګڼ شمېر پاڼې د طالبانو په ګټه منظم تبلیغ کوي.

د ذبیح‌الله مجاهد حساب د امریکا له خاورې اداره کېږي

نوی فیوچر ښيي چې د طالبانو د مشر ویاند ذبیح‌الله مجاهد حساب چې له یو میلیون زیات تعقیبوونکي لري د امریکا له متحده ایالاتو اداره کېږي.

دا حساب له ۲۰۱۷ کال راهیسې فعال دی.

100%

تر اوسه د مجاهد د امریکا سفر کوم راپور نشته خوښايي دوه حالتونه وي: یا به په امریکا کې څوک د هغه حساب چلوي، یا به هغه وروستیو کې له امریکا نه خپل ته حساب ننوتی وي.دا امکان هم شته چې نوموړی VPN کاروي.

هېبت‌الله اخوندزاده ته منسوب ویاند آیفون کارويهغه موبایل چې د نړۍ یو له تر ټولو پرمختللو او ګران بیو وسایلو څخه دی. طالبان عموماً د لوېدیځ له ټکنالوژۍ او تجمل څخه ځان لرې ښکاره کوي خو آیفون د لوېدیځ د تجمل سمبول ګڼل کېږي.

د ملا برادر ددفتر اکاونټ له برېټانیا مدیریت کېږي

100%

د نوې ځانګړتیا له مخې د ملا عبدالغني برادر دفتر رسمي حساب د انګلستان له خاورې اداره کېږي په داسې حال کې چې د هغه دفتر د لندن کوم سفر نه دی اعلان کړی.

په مسکو کې د طالبانو سفارت پاڼه له اتریش اداره کیږي

همدا راز د طالبانو د سفارت حساب چې د مسکو په نوم فعال دی، د اتریش له خاورې اداره کېږي، او د اپل اپ‌سټور له لارې د امریکا په نوم ثبت دی.

د احمدالله وثیق حساب هم د امریکا له خاورې ښکاري.

د طالبانو د المرصاد ځای منځنۍ اسیا ښيي او د اپل سټور له لارې په شمالي امریکا کې ثبت دی.

د طالبانو د تبلیغ کوونکو نښې اروپا کې

زموږ څېړنې ښيي چې ګڼ شمېر طالب پالي حسابونه د اروپا له هېوادونو فعال دي.

د «عبدالسلام مجاهد» په نوم کاروونکی چې د ملا یعقوب انځور یې پروفایل کې دی په فرانسه کې فعال ښودل کېږي دا حساب پنځه ځله نوم بدل کړی.

د حافظ انس حقاني ویناوي حساب د فرانسې له خاورې ښودل کېږي او د انس حقاني خبرې او عکسونه خپروي.

د اسلامي امارت په نوم حساب په اروپا کې فعال دی او د طالبانو محتوا خپروي.

لسګونه نور حسابونه هم په اروپا او عربي هېوادونو کې فعال دي چې هره ورځ د طالبانو د ستاینې لپاره زرګونه لیدنې اخلي.

100%

د نوې ځانګړتیا له مخې د طالبانو د بهرنیو چارو ویاند عبدالقهار بلخي حساب د هند له خاورې فعال دی.

نوموړی د نومبر په لومړیو کې د پاکستان سره د خبرو اترو لپاره په استانبول کې و خو وروسته یې موقعیت هند او بیا افغانستان و.

دا موضوع ځکه مهمه شوې چې پاکستان ادعا کوي طالبان له هند سره ګډ کار کوي څو د پاکستان ضد وسله‌والې ډلې پیاوړې کړي.

په وروستیو کلونو کې د طالبانو او هند اړیکې بې‌ساري تودې شوې دي.

د پخواني حکومت د چارواکو حسابونه

افغانستان انټرنشنل د پخواني حکومت د چارواکو پاڼې هم لیدلې دي.

د اشرف غني حساب د هالنډ له ځایه ښودل کېده خو څو ساعته وروسته برېتانیا ته واوښته سره له دې چې هغه په اماراتو کې اوسیږي.

د اپل اپ‌سټور له مخې د هغه حساب د برېټانیا له خاورې وصل دی.

100%

د عبدالله عبدالله حساب هم برېټانیا ښودل کېږي سره له دې چې نوموړی په کابل کې دی او نوي‌ډیلي ته تګ راتګ لري.

100%

د حنیف اتمر حساب د جرمني له ځایه ښودل شوی.

د احمد مسعود او امرالله صالح حسابونه د منځنۍ آسیا د یوه هېواد له خاورې فعال ښکاري چې احتمالاً تاجیکستان دی.

100%

د خطا امکان

د نوې ځانګړتیا په لومړیو ساعتونو کې ځینو کاروونکو د موقعیت دقت تر پوښتنې لاندې کړ.

ایکس خبرداری ورکړی چې دا معلومات کېدای شي د VPN سفر یا لنډمهاله اقامت له امله بدل ښکاره شي.

سره له دې چې د ایکس د محصول مشر نیکیتا بیر ویلي: دا معلومات ۹۹ سلنه دقیق دي

ایکس دا ځانګړتیا د شفافیت د زیاتوالي لپاره فعاله کړې ده او غواړي هغه کسان وپېژني چې د جعلي هویتونو په کارولو سیاسي اهداف پر مخ وړي.

په امریکا کې هم ډېر حسابونه چې ځانونه امریکا کې ښيي په حقیقت کې د هند تایلنډ او بنګله‌دیش خاورېکې فعال وو.

دا مفکوره له ۲۰۱۸ راهیسې موجوده وه خو د پخوانیو کارکوونکو په وینا څو ځله رد شوې وه.

تر دې وړاندې کاروونکي خپل موقعیت پخپله ټاکلای شو.

تر اوسه روښانه نه ده چې ایکس د کاروونکو د موقعیت معلومولو لپاره کوم معلومات کاروي.

سویسي ساینس‌پوهانو د شګې په اندازه داسې روباټ جوړ کړی چې کولای شي درمل تر ټاکلي ځای ورسوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۶ GMT+۰
100%

واشنګټن پوسټ لیکلي، چې د سویس ساینس‌پوهانو یو داسې مایکرو روباټ جوړ کړی، چې اندازه یې د شګې د دانې سره برابره ده او د مقناطیسي ساحې په وسیله کنټرولېږي.

د راپور له مخې، دغه کوچنی روباټ کولی شي د وینې رګونو او یا د دماغي مایعاتو له لارې حرکت وکړي او درمل د بدن دقیقې برخې ته ورسوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې دا پرمختګ د دې لپاره طرحه شوی چې د درملو سخت جانبي عوارض کم کړي.

د واشنګټن پوسټ په وینا، ساینس‌پوهان باور لري چې دا مایکرو روباټ کولای شي د ځانګرو درملنو لپاره په طبابت کې نوی بدلون رامنځته کړي.