• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا په کرک کې د پولیسو پر موټر برید کې پنځه پولیس وژل شوي دي

۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۱ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا په کرک ولسوالۍ کې د پولیسو په موټر وسله‌وال برید شوی، چې له امله یې پنځه پولیس وژل شوي دي. د راپورونو له مخې؛ برید د کرک ولسوالۍ ګورګورې سیمه کې پر هغو پولیسو شوی، چې د تېلو او ګازو شرکت د ساتنې پر دندې بوخت وو.

تر پېښې وروسته د پولیسو موټر هم وسوځېدلی. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د پېښې پخلی کړی او یلي یې دي، چې په کرک ولسوالۍ کې د پولیسو پر موټر برید کې پنځه پولیس وژل شوي دي. محسن نقوي دغه برید «بې رحمانه» کړنه بللې ده.

تر دې دمه کومې ډلې د برید مسوولیت نه‌دی منلی؛ خو د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) په یاده سیمه وخت ناوخت فعالیت کوي. د یادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې یادې سیمې ته نږدې د پاکستاني طالبانو سیمه‌ییز قوماندان کلیم هم د یوه هدفي برید په ترڅ کې وژل شوی و.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۳

بدخشان کې تازه نښتې؛ د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ نښته شوې

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

په کندهار کې د محتسبانو له بندیزونو سره هممهاله دیني عالمانو د تبلیغ دودیز کمپاین پیل کړی

•
•
•

نور کیسې

د خیبر پښتونخوا بنو کې د امنیتي اندېښنو له امله د افغان کډوالو کمپ ته د تخلیې امر شوی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۵ GMT+۰
100%

د خيبر پښتونخوا د کوهاټ په بنو سيمه کې د پروني برید وروسته، چې وسله‌والو د يو موټر په وسيله ترسره کړه،يادې سيمې ته څېرمه د افغان کډوالو کمپ ته د پاکستان د حکومت له لوري امر شوی، چې ژر تر ژره دې کمپ تخليه کړي.

دغه بريد پرون د شنبې په ورځ شوی، چې هېڅ مرګ‌ژوبله نه لري او بريدګر هم له سيمې په تیښته بریالي شوي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې بريد په پلان شوې بڼه ترسره شوی دی.

چارواکي ادعا کوي، چې په سيمه کې د افغان کډوالو له ياد کمپ څخه پخوا هم ورته بريدونه ترسره شوي وو، او وسله‌والو له دې ځای څخه د پټېدو لپاره ګټه اخیستله.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په دغه کمپ کې ټول ۲،۵۶۷ افغان کډوال اوسېدل، چې له دې ډلې ۱،۷۰۰ تنه له دې وړاندې افغانستان ته ستانه شوي وو.

همداراز، ۱۲۰ کسان (۲۰ کورنۍ) پرون شپه افغانستان ته ولېږل شول او پاتې نورو ته ويل شوي، چې ژر تر ژره کمپ تخليه کړي.

په دې کمپ کې هغه افغانان وو چې د POR کارتونه او ACC کارتونه یې درلودل، او غیرقانوني اوسیدونکي وو.

مُحسن داوړ د پاکستاني پوځ له لوري د ولسي وګړو په نښه کول دولتي ترهګري وبلله

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۱ GMT+۰
100%

د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر مُحسن داوړ د خېبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ له لوري د ولسي وګړو په نښه کول دولتي ترهګري وبلله. د نوموړي په وینا، د پاکستان د پوځ په دغه برید کې ۶ ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

د مُحسن داوړ په وینا، د بنو ولسوالۍ د جاني‌خېل په ولي نور سیمه کې د پوځ پر یوه چېک‌پاینټ د وسله‌والو له برید وروسته پاکستاني پوځ بیا د ولسي وګړو پر اسوګنیزو کورونو د هاوان مرمۍ په توغولو سره شپږ ځايي اوسېدونکي ټپيان کړي دي.

داوړ د شنبې په ماخوستن (د لیندۍ ۲۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه زیاته کړې: «د دغو بریدونو په پایله کې د عمران وزیر د کورنۍ شپږ غړي ټپيان شوي دي. دا دولتي ترهګري ده».

له دې سره سم، عمران وزیر چې د ملي ډيموکراټيک غورځنګ غړی دی وايي، د پاکستاني پوځ په دغو ړندو او بې هدفه توغندیز بریدونو کې یې د کورنۍ ۶ غړي سخت ټپيان شوي دي.

هغه د پاکستان د پوځ دغه چاره «ټولییزه سزا او جنګي جرم» بللی دی.

د پاکستان پوځ لا تر اوسه د دغه برید په تړاو څه نه‌دي ویلي.

د خیبر پښتونخوا تیرا سیمه، د امنیتي عملیاتو لپاره تخلیه کېږي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۷ GMT+۰
100%

افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي معلومات ښيي، چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې د قبایلي جرګې او ضلعي ادارې ترمنځ هوکړه شوې ده چې د امنیتي عملیاتو لپاره به سیمه تخلیه کوي.

د جرګې مشر کمال‌الدین ویلي، د ۲۴ کسیزې قبایلي جرګې او د خیبر د مرستیال کمشنر ترمنځ تړون لاسلیک شوی دی. د تړون له مخې، د میدان له سیمې څخه د خلکو کډوالي به د جنورۍ له ۱۰مې پیل او تر جنورۍ ۲۵مې پورې به سیمه په بشپړه توګه خالي شي.

د دوی په وینا، امنیتي عملیات به شاوخوا دوه میاشتې دوام وکړي، او د اغېزمنو کورنیو بېرته ستنېدل به د اپرېل له ۵مې پیل شي.

د تړون له مخې، که کوم کور په بشپړه توګه ونړېږي، ۳۰ لکه روپۍ معاوضه ورکول کېږي، او که کور ته جزوي زیان ورسېږي، ۱۰ لکه روپۍ به ورکړل شي.

هرې اغېزمنې کورنۍ ته به سمدستي ۲ لکه او ۵۰ زره روپۍ نغدي مرسته ورکول کېږي، او کډوالو کورنیو ته به هره میاشت ۵۰ زره روپۍ مالي مرسته او د وړیا ترانسپورټ اسانتیا هم برابره شي.

په دغه سیمه کې د اپریدي قوم شپږ څانګې مېشتې دي چې نفوس یې شاوخوا ۱۳۰ زره کسان دي.

دولتي چارواکوهم افغانستان انټرنشنل ته د دغه خبر پخلی کړی او ویلي دي چېپه تېرو څلورو کلونو کې د سیمې امنیتي وضعیت ناوړه و، چې له امله یې دا پرېکړه شوې ده.

د شمالي وزیرستان پر یوه پوځي مرکز برید کې پنځه وسله‌وال وژل شوي دي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۳ GMT+۰
100%

د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د دته‌ خېل سیمې اړوند پر «بویا» پوځي مرکز د برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر پورې تړلې یوې ډلې منلی. په دغه برید کې پنځه وسله‌وال «بریدګر» وژل شوي او ۷ پاکستاني ځواکونه بیا ټپیان دي.

ځایي چارواکو ویلي، بریدګرو نن جمعه(د لېندۍ ۲۸مه) لومړی پر امنیتي پوستې ډزې کړې او وروسته یې هڅه کړې چې دغه مرکز ته ننوځي. ویل کېږي، چې برید د چاودېدونکو توکو ډک موټر او د ځانمرګي واسکټونو پر مټ شوی دی.

سرچینې زیاتوي، د وسله‌والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شاوخوا درې ساعته روانه وه چې په پایله کې یې ټول پنځه بریدګر چې څلور یې وسله‌وال او یو یې د موټر بم چلوونکی (ځانمرګی بریدګر) و، وژل شوي.

د راپورونو له مخې؛ د چاودنې غږ تر شاوخوا ۲۵ کیلومتره لرې، په میرانشاه ښار کې هم اورېدل شوی، چې له امله یې ځینې هټۍ، کورونه او جوماتونه هم زیانمن شوي او یوشمېر ملکي وګړي ټپیان شوي چې تراوسه یې د چارواکو له‌خوا کره شمېر نه‌دی شریک شوی.

شمالي وزیرستان کې پر یوه پوځي مرکز برید شوی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۸ GMT+۰
100%

د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د میرعلي–میرانشاه پر مرکزي سړک دته‌ خېل ته نږدې پر یوه پوځي مرکز برید شوی. ځايي سرچینو ویلي، چې د چاودنې غږ تر شاوخوا ۲۵ کیلومتره لرې په میرانشاه ښار کې هم اورېدل شوی دی.

ځایي اوسېدونکو ویلي، د چاودنې له زورور غږ داسې برېښي چې ښایي دا د موټربم برید وي.

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا؛ څلور نور چې یو یې هم ځانمرګی بریدګر و، هڅه کوله یاد مرکز ته ننوځي؛ خو د پاکستاني ځواکونو له‌خوا وژل شوي دي. دغه چارواکي وایي، د یادې نښتې په ترڅ کې څلور پاکستاني ځواکونه برسېرن ټپیان شوي دي.

دغه چارواکو زیاته کړې، تر برید وروسته سیمه د دوی د ځواکونو له‌خوا کلابنده شوې او د یادې پېښې په اړه یې پلټنې هم روانې دي. لاتر اوسه د اوښتو زیانونو په هکله معلومات نه‌شته؛ د برید پړه هم تر اوسه کومې ډلې نه‌ده منلې.